لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کډوال: د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې په سيند صوبه کې د افغانانو ځورولو مخه ونيسي


د پاکستان په سيند صوبه کې مېشت افغان کډوال وايي، د ستمبر د میاشتې راهسې د افغانستان څخه راغلي او ځینې دلته د وړاندې نه په قانوني توګه مېشت کډوال نزدې 1200 افغانان پولیسو نيولي چې پکې ښځې، ماشومان او هنرمندان هم شامل دي. خو د سیند صوبايي حکومت وايي یواځې هغه کسان نیول کيږي چې قانوني نه اسناد نه لري.

په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د کمېپ دپاره د کونسلګرۍ استازی ګل الدين بېګ وايي "د ستمبر د مياشتې راهسې د سيند صوبې په جامشورو، حېدر اباد او کراچۍ کې نزدې 1200 افغانان نيول شوي چې په دوی ټولو کې د 300 نه زيات ښځې او ماشومان هم شامل دي. او په دغو کې تراوسه پورې شاوخوا 300 کسان بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په کراچۍ کې ګڼ داسې کسان هم نيول شوي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره یې قانوني اسناد لرل.

خو د سیند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجېل مېمن وي او اې ډیوه ته وويل، "د چا سره چې سفري اسناد وي هغه نه ودرول کيږي يواځې هغه ودرول کيږي چې قانوني اسناد نه لري".

شرجېل مېمن د کډوالو دغه تور رد کړو چې په کراچۍ کې د وړاندې نه مېشت قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نيول کيږي، يا ځورول کيږي پوليس ترې پېسې اخلي.

خو د افغان کډوالو دپاره کار کوونکې غېر دولتي ادارې شارپ د شمېرو ترمخه په وروستيو کې په کراچۍ کې پولیسو 46 داسې افغانان نيولي وو چې قانوني اسناد يې لرل او ادارې بيا د پوليسو نه خوشي کړي دي. د شارپ ترمخه په دغو کسانو کې اووه ښځې او 11 ماشومان هم شامل وو.

ګل الدين بېګ وايي، دوی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو نه غوښتنه کوي چې د افغانانو د ځورولو مخه ونيسي او د افغانستان د حکومت مشران دې د پاکستان سره دغه مسله شريکه کړي.

"زمونږ مشران دې د پاکستان حکومت د پاکستان سپه سالار قمر باجوه [د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه]، وزیراعظم [شهباز شريف] ته دا خبره ورسوي چې دا کارونه بند کړي دلته رجسټرډ او بغېر رجسټرډ هم نيول کيږي، مريضان راروان دي او څوک د يخنۍ نه راروان دي".

یو افغان کډوال چې په 24 اکتوبر په کراچۍ کې مړ وو جسد يې اوس هم د چهيپا ادارې په مرده خانه کې پروت دی.

وي او اې ډیوه په دغه اړه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ته د وټس اېپ د لارې پوښتنې ورلېږلي ځينې چارواکو اورېدلي هم دي خو ځواب يې ورته نه دی ويلی.

په 25 اکتوبر د پاکستان مرکزي تحقيقاتي [اېف ايي اې] د کراچۍ په بلدیه ټاون کې په لاره د کوټې نه کراچۍ ته تلونکي 35 افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور کې نيولي چې اوس هم بندي دي.

په کراچۍ کې د هنري ټولنې مشر شمس وايي، "په دغو کسانو کې پينځه د موسيقۍ يا سازونو غږولو والا هم دي دوی هڅه کوي چې دلته يې خوشي کړي او بيرته افغانستان ته لاړ نه شي ځکه چې هلته ورته خطره ده".

شمس وويل، د اګست په مياشت کې په پېښور کې افغان هنرمندان نيول شوي وو او په پېښور کې عدالت دغو هنرمندانو ته ضمانت ورکړی وو ځکه دوی هم په کراچۍ کې د هرمندانو دپاره ضمانت غواړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، د پاکستاني حکومت د شمېرو ترمخه د تېر کال اګست د میاشتې راهسې د افغانستان نه پاکستان ته خواوشا دوه نيم لکه کسان راغلي چې زياتره پکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان ته تللي دي. تير کال په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي وو.

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قېصر اپريدي تيره میاشت وي اواې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو، اداره يې د پاکستان د حکومت سره خبرې کوي چې د نوو راغلو افغانانو دپاره دلته برابرتيا وشي ځکه چې په دوی کې ځينې داسې کسان هم دي چې بيرته افغانستان ته په تلو د مسلو سره مخ کېدی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG