لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خزانې وزیره هند کې: ملکونه باید پر "خطرناکو هېوادونو" اقتصادي انحصار کمولو لپاره همکاري وکړي


واشنګټن ـــــ د امریکې د خزانې وزیره مېرمن جینیټ ییلین هندوستان ته په سفر تللې او د جمعې په ورځ یې په نوي ډیلي کې ویلي چې "همفکره هیوادونه" باید د نړۍ پر "خطرناکو هېوادونو" د اقتصادي انحصار یا تکیې د کموالي لپاره ګډ کار وکړي.

نوي ډیلي ته د هغې د سفر مقصد د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي ملګرتیا پیاوړي کول ګڼل شوي دي، هغې هلته ویلي، "موږ له هندوستان غوندې د باور وړ تجارتي شریکانو سره په فعاله توګه خپل اقتصادي پیوستون لا ژور کوو."

مېرمن جینیټ ییلین وویل امریکا د "فرینډ شورینګ" په نوم یوه داسې تګلاره خپلوي چې له مخې به یې له هغو هیوادونو لرې د رسد لړۍ پراخوي چې نړیوال تجارت ته جغرافیایي، سیاسي او امنیتي خطرونه پېښوي. وایي په دې کې له هند غوندې پرمختلونکو هیوادونو سره کار کول شامل دي چې پکې د رسد لړۍ جوړېدای شي.

جینیټ ییلین د امریکې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نوي ډیلي ته د خپل لومړي سفر په وخت د جمعې په ورځ د مایکروسافټ په یوه مرکز کې وویل:

"تر ډېرې اوږدې مودې پورې د نړۍ هیوادونو پر هغو ملکونو تر اړتیا زیاته تکیه کوله چې خطرناک دي او د مهمو اخیستنو لپاره یې پر یواځینۍ سرچینې انحصار کاوه."

په نړۍ کې تجارتي خنډونه او ستونځې په وروستیو کلونو کې په نړیواله کچه د کورونا وبا د بندیزونو او په تېرو میاشتو کې د روس او اوکراین د جګړې له کبله په زیاتېدو دي.

مېرمن ییلین د روس حواله ورکړه چې وایي څنګه بدنیتي اداکاران د خپل بازار د پوزیشن په کارولو سره جغرافیایي او سیاسي ګټې تر لاسه کولای یا د خپلو ګټو لپاره تجارت ګډوډلای شي. وایي ماسکو د دې کال په لویه برخه کې یورپ ته د قدرتي ګېس له رسولو د "وسلې" کار اخیستی دی.

د امریکې د خزانې وزیرې وویل، له اېشیا تر یورپي اتحاده پورې سیمو ته د رسد یا سپلای نوي زنځیرونه مخکې لا غزول شوي‌ دي. مېرمن ییلین وویل:

"موږ داسې نخښې هم وینو چې مغربي کمپنۍ تر چین په هاخوا د دوی د رسد لړۍ پسې پراخوي. د ټیکنالوجۍ کمپنۍ لکه ایمزون او ګوګل په هندوستان او ویتنام کې سرمایه کاري کوي".

د هندوستان د خزانې وزیرې نیرمالا سیتارامن د امریکې او هند د اقتصادي او مالي شراکت په اړه له مېرمن ییلین سره د یوې غونډې د ګډې مشرۍ په وخت وویل، نوي ډیلي ته د "باور وړ شریک" په توګه له امریکې سره خپلې اړیکې ارزښت لري او د نړیوالو اقتصادي چېلنجونو د حل لپاره به پر همکارۍ تکیه وکړي.

د امریکې او هندوستان تر منځ‌ تجارت تر مخکې په چټکۍ سره وده کوي او امریکا په تېر 2021م کال کې د هند تر ټولو لوی تجارتي شریک وو.

جینیټ ییلین وویل په «انډو پېسیفیک اکنامک فرېمورک» اقتصادي تنظیم کې د نوي ډیلي غړیتوب به د هند او امریکې اړیکې هم پیاوړې کړي او په انډو-پېسیفیک سیمه کې به له اقتصادي پرمختیا سره مرسته وکړي.

دا تنظیم د بایډن ادارې په مرسته جوړ شوی چې مقصد یې له هغو اېشیایي هیوادونو سره اقتصادي اړیکې زیاتول دي، د کومو چې ډېر تجارتي انحصار پر چین باندې دی.

د چین د اقتصادي پیاوړتیا په اړه ګډو اندېښنو امریکا او هندوستان په وروستیو کلونو کې یو بل ته نیژدې کړي دي او د څارونکو په وینا پر اوکراین د روس د یرغل په اړه د دوی چلند یو له بله بېل دی خو یو هم نه غواړي چې اقتصادي یا امنیتي اړیکې یې له خطر سره مخ شي.

نوي ډیلي تر اوسه په ښکاره پر اوکراین د روس یرغل نه دی غندلی او نه یې د ماسکو خلاف د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو ملاتړ کړی دی.

د دې اوونۍ په پیل کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر ماسکو ته د سفر په مهال وویل، چې هند به له روس سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي او له ماسکو څخه به د تېلو اخیستلو ته دوام ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG