لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غلو دانو او سرې د تړون د نوي کولو په اړه د روس او ملګرو ملتونو خبرې بې پرمختګه ختمې شوې


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو دوو اعلی چارواکو له روسي چارواکو سره د تور سمندر له لارې د غلو دانو او سرې د برآمداتو په اړه په هغه تړون باندې خبرې اترې وکړې چې اته ورځې وروسته ختمېږي خو په خبرو کې یې څه پرمختګ نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر مارټین ګریفیټس او د تجارت او پرمختیا د ادارې یو این سي ټي اې ډي مشرې ریبیکا ګرینسپېن د روس د بهرنیو چارو د مرستیال سرګي ورشینن په مشرۍ د ماسکو له یوه اعلی پلاوي سره ولیدل.

دا خبرې د جمعې په ورځ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د بندو دروازو شاته وشوې او د ماسپښین په نیمایي کې ختمې شوې.

د ملګرو ملتونو یوه استازي وویل، "بې له کوم خنډه د امونیا په ګډون د هغو خوړو او سرې د لېږلو په برخه کې د پرمختګ په اړه بحثونه تازه شول، چې له روس فېډرېشن څخه نړیوالو بازارونو ته راځي."

دغه استازی وایي د ملګرو ملتونو ډلې د پیسو د ادا کولو، د بار وړلو د انشورنس، د غلو دانو او سرې په برخه کې د اسانتیا په مقصد د یورپي اتحاد بندرونو ته د لاسرسي لپاره د اخیستل شویو ګامونو په اړه معلومات ورکړل.

10.2 میلین ټنه برآمد شوي:

د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړتوب د روس او اوکراین تر منځ د جګړې له کبله تر اوسه دوه تړونونه د تېرې جولای میاشتې پر 22مه لاسلیک شوي دي.

د لومړي تړون په بنیاد نړۍ ته د اوکراین د غلو دانو لېږلو ته اجازه ورکول وو چې په دې هیواد کې د روس د جګړې له کبله بند شوي وو.

دویم تړون، که څه هم پر اوکراین د روسي یرغل په نتیجه کې پر ماسکو د لوېدیځو هېوادونو بندیزونه لګېدلي وو خو د روس د خوراکي توکو او سرې برآمداتو ته یې اجازه ورکړې وه.

د «بلیک سي ګرېن اینیشېټیو» یا د تور سمندر د غلې دانې په نوم د 120 ورځو تړون د نومبر پر 19 ختمېږي او ملګري ملتونه غواړي چې د یوه کال لپاره یې نور پسې وغزوي.

خو ماسکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې د تړون غزول به ورسره ومني که نه، ځکه چې وایي د دویم تړون- چې د درو کلونو لپاره دی- درناوی نه کېږي، وایي د دې تړون په بنیاد د دوی سرې ته له بندیزونو استثنی ورکړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو استازی وایي، "ملګري ملتونه پر ټولو اړوند اړخونو ږغ کوي، هغو هیوادونو ته دې د سرې د برآمد کولو او لېږلو په برخه کې په بیړه پاته خنډونه لرې کړي چې اړتیا ورته لري."

اوکراین په نړۍ کې د غلې دانې له سترو پیدا کوونکو هېوادونو څخه دی، خو د روس یرغل یې تر هغه وخته په خپلو بندرونو کې 20 میلینه مېټرک ټنه غله دانه بنده کړې وه چې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب یې د خوندي لېږلو تړون نه وو شوی.

د دې تړون په بنیاد له اوکراین څخه د اکتوبر تر 10مې پورې 10.2 میلینه ټنه غله دانه او نور خوراکي توکي نړۍ ته لېږل شوي وو، چې د خوراکي خوندیتوب د نړیوال بحران د زیاتېدو په اړه اندېښنې یې را کمې کړې.

خو د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې (ایف اې او) ویلي، که چېرې دا تړون نوی نه شي، په نړۍ کې د خوړو د خوندیتوب لپاره اغېزې به یې د ډېرې اندېښنې وړ وي.

اداره وایي د روس او اکراین د غلو دانو بندېدل به پر هغو هیوادونو زیات اغېز وکړي چې د تور سمندر پر وارداتو یا درآمداتو تکیه لري، په هغوی کې په ځانګړې توګه د منځني ختیځ او شمالي افریقې هېوادونه شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG