لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وکیل: د نقیب مسيد قضيه وروستي پړاو ته داخله شوې ده


د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي په کراچۍ کې په پوليس مقابله کې وژل شوي نقيب الله مسيد وکیل وايي، قضيه په وروستي پړاو کې داخل شوې او په وژنو تورن د کراچۍ پوليسو پخواني افسر راو انوار د عدالت په وړاندې خپل بيان ريکارډ کړی دی.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدين پهنور وايي، د نقيب مسيد په وژنه تورن د کراچۍ د ملير ضلعې پخواني پوليس مشر راو انوار د ترهګرۍ مقدمو اورېدونکي 16 نمبر عدالت ته د پاکستاني قانون [کوډ اف کريمينل پروسيجر/ سي ار پي سي] لاندې خپل بیان ريکارډ کړی او په دغه قضيه او پلټنو کې په ځان لګيدلي تورونه يې رد کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې پهنور وویل، راو انوار عدالت ته وويل چې "د هغه پرضد دا دروغجنه مقدمه جوړه شوې او هغه په خپلو لوړ پوړو افسرانو تور لګولی چې هغه يې پرضد وو ځکه يې هغه په مقدمه کې ښکېل کړی دی او هغه د پېښې په موقع موجود نه وو او ټول پرې دروغ جوړ کړی شوي دي".

نوموړي وکيل زیاته کړې، "راو انوار ويلي په دغه مقابله نه وو خبر او په جيو فېنسګ کې هم د هغه پرضد دورغ ويل شوي او په قضيه کې ګېر کړی شوی دی. "

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې په يوه پوليس مقابله کې وژل شوي وو، د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي دي.

خو وروسته د پوليسو د لوړو پوړو افسرانو ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.

او تير کال د دغه قضیې پلټنې کوونکي پوليس افسر ډاکټر رضوان عدالت ته د ګواهۍ خپل بيان وړاندې کړی او ويلي يې وو چې "د ټيلي فون کال ريکارډ او فارنزک معاينو څخه مالومه شوې چې راو انور د نقيب مسيد د وژنې د پېښې په ځای هلته موجود وو".

صلاح الدين پهنور د راو انوار د دغه بيان په اړه وايي کله چې اورېدنې ختمې شي او تورن تن په ځان لګيدلي تورونه نه مني نو بيا عدالت هغه تن ته موقع ورکوي او د سي ار پي سي 342 لاندې ورته د خپل بيان ورکولو موقع ورکوي، نو هغه دا بيان ورکړو او په ځان لګيدلي تورونه يې رد کړه. او دا د ملزم لخوا وروستي بيان ګڼل کيږي.

نوموړي زياته کړه دا قضيه اوس وروستي پړاو ته لاړه په 24 نومبر به پکې وروستی بحث کيږي او بيا به دا فېصله کيږي.

د نقيب مسيد د وژنې د پېښې وروسته په کراچۍ کې احتجاجي پرلت پېل شوی او بيا په راو انوار او د هغه سره د 25 کسانو چې پکې زياتره پوليس وو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وينا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

امریکې د کال 2019 په دسمبر کې راو انوار د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو، "راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راو انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG