لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد کاربنديز او احتجاج اعلان شوی


په جنوبي وزيرستان کې سياسي ګوندونو، سوداګرو، پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په ګډه سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ [13 نومبر] د ناامنۍ پرضد شټر ډاون يا کاربنديز او احتجاج اعلان کړی دی.

په جنوبي وزيرستان کې د سياسي ګوندونو مشرانو ویلي، سبانی کاربنديز يواځې د ناامنۍ پرضد دی.

په جنوبي وزيرستان کې د عوامي نيشنل ګوند ځايي مشر نور زمان وي او اې ډيوه ته ویلي، دوی د سباني کاربنديز او احتجاج دپاره کمپاين پېل کړی کلي په کلي کې ګرځي چې ګڼ خلک پکې ګډون وکړي.

هغه وويل د دغه کاربنديز او احتجاج د لارې د پاکستان رياست ته پېغام ورکول غواړي چې د علاقې خلک د ناامنۍ سره مخ دي او دوی د پاکستان د ايين لاندې د رياست نه د امنيت په ځای کولو د خپلې زمه وارۍ پوره کولو غوښتنه کوي.

او د جماعت اسلامي ځايي مشر تاج وزیر وویل، سبا به په علاقه کې هر ډول بازارونه، مارکيټونه او د تګ راتګ لارې ټول هر څه تړلي پراته دي ټول خلک ورسره په دغه کار کې شريک دی.

ځايي سياسي مشران وايي، جنوبي وزيرستان چې د وړاندې نه ناامنۍ اغېزمن کړی کاروبارونه تباه شوي، اوس بيا په علاقه کې ناامني پېل شوې ده، شوکې غلاګانې، تاوان دپاره تښتونې او هدفي وژنې روانې دي خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مشر مولانا زينت الله وویل، د دوی بيانيه د وړاندې نه د ناامنۍ ضد او امن دپاره ده او د علاقې خلک چې څه پرېکړه کوي دوی به يې ملګري وي.

هغه زياته کړه دوی په سيمه کې داسې امن غواړي څنګه چې په نور ملک کې دی. هغه وويل د جنوبي وزیرستان د پولیسو لوړ پوړي چارواکي په ضلع کې نه لري پکار ده چې د پوليس لوړ پوړي افسران ضلعې ته راشي ځکه چې دلته پېښې کيږي خو افسران يې بهر وي.

دا کاربنديز او احتجاج په داسې حال کې اعلان شوي چې د نهې/ سه شنبې په ورځ د کوز جنوبي وزیرستان په رغزی سیمه کې د پولیسو په تاڼه شوی برید شوی وو د پولیس دوه عسکر پکې وژل شوي او د پولیسو په وینا بريد کوونکو د ټانې نه په غټه کچه وسله وړې وه.

تحریک طالبان پاکستان د برید زمه واري منلې وه.

له دغې پېښې درې ورځې وړاندې امنيتي سرچينو ويلي وو د بېرمل تحصيل په کاريز کوټ سيمه کې د ترهګرو سره نښته شوې او یو ترهګر پکې وژل شوی او دوه نور پکې نيول شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان په دغه نښته کې د خپل یو طالب جنګیالي نیاز وژنه تایید کړې او د ډزو په پېښه کې يې امنیتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې وه.

په څلورم نومبر د جمعې په ورځ په سیمه کې د بدامنۍ پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ په اعظم ورسک علاقه کې يوه ولسي غونډه کړې وه.

خو د ضلعي پولیسو مشر عتیق الله له دغې يوه ورځ وړاندې وي او اې ډیوه ته ویلي وو د علاقې امنیت په قابو کې دى دغلته د خلکو د تحفظ پاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او د ضلعې د نورو سیمو ترڅنګ په اعظم ورسک کې ګشتونه کوي.

هغه ویلي وو داسې د بدامنۍ پېښې د هیواد په نورو سیمو کې هم کیږي خو دغلته ځينې عناصر داسې قسمه پېښې مبالغه کوي.

د پاکستان پوځ د وړاندې نه د افغانستان پولې ته جوختو پرتو جنوبي او شمالي وزیرستان ضلعو کې عملیات کړي او دعوې کوي چې د عملیاتو په پایله کې يې د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی، په يادو علاقو کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG