لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څيړونکي: که ریاست د پښتونخوا د ولسي پاڅونونو ملاتړ ونه کړو خلک به ترې زړه ماتی شي


څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې په وروستیو کې د امن دپاره او ناامنۍ ضد په غټه کچه ولسي پاڅونونه ډېر اهميت لري خو که رياست او حکومت د دې پاڅونونو ملاتړ ونه کړو خلک به ترې زړه ماتې شي او د بل پړاو نتيجې به يې هم ښې نه وي رياست به مسلې جوړې شي.

په خېبرپښتونخوا کې د تيرو څو مياشتو راهسې د سوات او بونير نه تر خېبر او وزيرستان پورې د امن دپاره ولسي لاريونونه دوام لري چې پکې عام خلک، پښتون ژغورنې غورځنګ او سياسي ګووندونه برخه اخلي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر اعجاز خټک وايي، "د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د رياست او ولس خپل کردار وي او په دې کې ولسي پاڅون ډېر مهم کردار ادا کوي په پښتونخوا کې اوسنی بدلون د وړاندې په څېر ډېر بدل دی خلکو په تېر وخت کې هر څه وليدل ځکه په يو شکل کې هم هغو حالاتو ته تيار نه دي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، خ"لک د ترهګرۍ ضد راپاڅېدلي دي ترهګرو ته ډېرې موقعې په لاس نه ورځي چې په ولسي کچه به ورته ملاتړ ترلاسه شي ولس خپله هڅه پېل کړې ده رياست ته يې هم کار اسان کړی دی او رياست له د دې پاڅونونو ملاتړ پکار دی چې دا غږ يې بدرګه کړی وی".

ښاغلی خټک وايي، "پکار خو وه چې رياست د دې ولسي پاڅونونو سره ودرېدلی او خپل يې ګڼلی وی خو رياست اوس هم د وسله والو سره معاهدې کوي".

هغه وويل، "ولسي پاڅونونو رياست ته کار اسان کړو خو که رياست خپل کار نه کوي نو دلته به بدامني نوره زياته شي او ریاست ته به هم تکليف وي ځکه چې خلک به بيا په دې پوهه شي چې رياست يې نه خپلوي نو نو په خلکو کې به د ترهګرو سره د رياست خلاف هم نفرت پېدا کيږي او بيا به خلک د خپل امن دپاره نورې لارې ګوري او حالات به نور خراب شي خپلمنځني جګړې به جوړې شي".

په پښتونخوا کې د روانونو پاڅونونو د لارې غږ پورته کيږي چې دوی يواځينۍ غوښتنه د امن کوي چې نوره دې دغه سيمه د ناامنۍ ښکار نه شي او رياست دې په دغه لړ کې خپله اييني بينادي زمه واري پوره کړي او امنيت دې ټينګ کړي.

څيړونکی خبريال حقنواز خان هم وايي، " خلک د ترهګرۍ پرضد راپاڅېدل" او زياتوي زما په نظر "د ولس د مرستې نه بغېر نه وسله وال دلته خپل وجود ساتلی شي او نه حکومت هغه شان کاميابه پاليسي ساتلی ځکه ولسي پاڅون ډېر ضروري او مهم دی".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د پښتونخوا ولسي پاڅونونو ته په پاکستان کې د بده مرغه د حکومتي او رياستي کچې غبرګون په خپل ځای نه ښکاري او په مطبوعاتو ورته هم ځای نه ورکول کيږي، او ټول سياسي ګوندونه يې هم هغه رنګ ملاتړ نه کوي کوم چې پکار دی".

هغه زياته کړه، ب"ايد چې حکومت او رياست د ولسي پاڅونونو ملاتړ وکړي او که داسې نه کيږي او د وسله والو سره ټکراو راځي خلک به په خپل حفاظت مجبوره کيږي انتشار به جوړيږي هغه به نه يواځې د دې سیمې دپاره تاواني ثابتيږي بلکې د پاکستان د حکومت دپاره به هم ډېر ښه نه وي".

په جنوبي وزیرستان کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [13 نومبر] سياسي ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ، سوداګرو، او ځايي خلکو د بدامنۍ په ضد کاربنديز او احتجاج کړی او د حکومت نه یې په سیمه کې د امنیت په ځاې کولو غوښتنه کړې ده.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او پارلیمان غړی محسن داوړ وايي، "د پښتونخوا ولس پرېکړه کړې چې نور د ترهګرۍ د جګړې خشاک جوړېدو ته تيار نه دي، او د ولسي زور او مزاحمت د لارې ترهګري په شا تمبول شوې ده".

نوموړی وايي "ریاست په سيمه کې په ترهګرۍ او ټوله لوبه خبر دی او په دې سيمه کې بله منصوبه جوړيږي کومه چې ولسي پاڅونونو ناکامه کړه او خلک هم دغه کولی شي چې راپاڅي او غږ به پورته کوي".

دې پوښتنې ته چې "تاسو د حکومت په اتحاد کې يې شامل يئ په پښتونخوا کې ولس په مرکزي حکومت هم پوښتنې را ولاړوي چې د پښتونخوا ولسي غږ ته توجه نه ورکوي"، هغه په ځواب کې وويل، "هغه په هر ځای کې په هره غونډه کې دغه خبره راپورته کړې د امن خبره يې کړې ده او په دغه خبره دوه، درې ځله حکومت د نيشنل سيکیورټي غونډې راوبللې".

هغه وویل، "د ملي امنيت په غونډو کې د پوځي چاوراکو نه پوښتنې شوي او په دې بحث شوی دی، او تر څه حده پورې خبره شوې او کار شوی دی خو دا مسله چې د کومې کچې ده د دې نه زیاته سنجيدګي ورته پکار ده".

په خېبرپښتونخوا کې چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت دی ځايي خلک او مرکزي حکومت پرې نيوکې کوي چې په صوبه کې د بدامنۍ په پېښو او وسله والو فعاليتونو خاموشه دی خو صوبايي حکومت وايي خپل کار کوي امنيت قابو دی او په مرکز کې په اتحادي حکومت نيوکې کوي چې د امن په لړ کې خپل کردار نه ادا کوي.

خو تيره میاشت د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله ويلي وو چې مرکزي حکومت به د ترهګرۍ په مخنيوي کې د خېبرپښتونخوا حکومت سره مرسته کوي.

نوموړي ويلي وو، د هغه په مشرۍ د امنيت د سټيرنګ کمېټۍ غونډه شوې او په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول سوات کې د ترهګرو بريدونو جاج پکې اخستل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG