لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پشتين: وزیراعظم د علي وزير نوم نه شي اخستی، د سياسي ګوندونو انداز د مايوسۍ دی


Ali Wazir
Ali Wazir

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښ علي وزير پسې د بلې مقدمې راښکاره کېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو پوښتنې راولاړې شوي چې په حکومت کې شامل سياسي ګوندونه ولې د علي وزیر دپاره غږ نه شي پورته کولی؟.

د پېښور هايکورټ بنو رجسټرۍ د ګل/ دوشنبې په ورځ [14 نومبر] د میرانشا په مقدمه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی وو. د هغه د وکيلانو په وينا دغه مقدمه د علي وزير پرضد ښکاره وروستۍ مقدمه وه خو پرون د نوموړي پرضد د يوې بلې مقدمې ښکاره کولو ويل شوي دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين چې د علي وزیر پرضد د بلې مقدمې کاپي په ټويټر خپره کړې د روانې میاشتې نومبر لسمه نېټه پرې ثبت ده چې د سيند صوبايي حکومت د زندان/ جېل مشر ته ويلي چې د علي وزیر پرضد په ډېره اسماعيل خان کې په کال 2020 کې مقدمه درج شوې وه په هغې کې بند وساتل شي.

علي وزير چې د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی تراوسه پورې پسې پينځه مقدمې راښکاره شوي په يوه مقدمه کې بري شوی او په څلورو کې يې ضمانت منظور شوی دی او دا اوسنۍ پسې شپږمه مقدمه راښکاره کړی شوې ده.

منظور پشتين په ټويټر پوښتنه کړې چې،

"هغه وزیراعظم چې د یو پارلیماني غړي علي وزير ته حق ورکول خو لرې خبره ده نوم يې نه شي اخستی ايا هغه به ايين او پارلیمان سرلوړی کړي؟ دوی چې د حکومت نه بهر وي نو ټولو ته د حقونو، ايين او ووټ عزت ياد وي خو په حکومت کې د راتلو وروسته د جرنېلانو د خوشالولو نه علاوه ورته هيڅ نه وي ياد".

اسامه خلجي د علي وزیر په قضيه کې په سياسي ګوندونو پوښتنې راولاړې کړي چې په دې قضيه کې يو اړخ ته ولاړې دي.

نايله عنايت ويلي، "علي وزير ته هر میاشت ضمانت مېلاويږي خو بيا ګرفتارول کيږي دلته سرې کرښې هم په دوه قومي نظريې جوړې دي".

منظور پشتين ویلي، په دې "خبر دي چې دغه کار د پوځ او استخباراتي ادارو چې په علي وزیر پسې يې بله مقدمه راويستې خو د جمهوريت دعوه لرونکي سياسي ګوندونه يې چې يې څنګه ملاتړ کوي هغه انتهايي مايوس کن دی".

د علي وزير د قضيې تورونه په پوځ لګول کيږي پوځ دغو تورونو ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ویلی خو تير کال په مطبوعاتو داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د ملي امنيت په يوه غونډه کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد نه غوښتي وو چې علي وزیر خوشي کړي.

او په ځواب کې ورته جنرل باجوه ويلي وو چې په پوځ نيوکې به په هيڅ ډول ونه زغمي علي وزیر دې بخښنه يا معافي وغواړي.

په علي وزیر او پي ټي اېم د نورو غړو پرضد جوړو شوو زیاترو مقدمو کې تور لګول شوی چې د پاکستاني ادارو او پوځ پرضد يې خلک راپارولی او پسې يې ناوړه خبرې کړي دي.

د سيند صوبايي حکومت د علي وزير د تازه ګرفتارولو په اړوند په رسمي ډول څه نه دي ويلي خو د يوې حکومتې سرچينې ترمخه سيند حکومت د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي چې علي دې د ډېره اسماعيل خان په مقدمه کې ګرفتار کړی شي.

په کراچۍ کې د علي وزیر وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي، بايد د پېښور هايکورټ ته خواست وشي چې د علي وزير پرضد څومره مقدمې دې هغه دې په يو ځای راښکاره کړی شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې قادر خان ویلي، هغه ګڼي چې د علي وزير پرضد به نورې پټې مقدمې هم وي پکار ده چې په يو ځای ښکاره شي او وچلیږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG