لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند نړیوال کانفرنس کې په سیمه کې د القاعده، داعش، لشکرطیبه او جیش محمد د مالي مرستو په اړه اندېښنه


واشنګټن ـــــ د هندوستان د کورنیو چارو وزیر اندېښنه څرګنده چې وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په سیمه کې د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو د فعالیت د زیاتېدو ویره ده او وایي کېدای شي له دې سره د ترهګرۍ مالي ملاتړ هم زیات شي.

هغه دا خبرې په نوي ډیلي کې یوه نړیوالې غونډې ته کړې دي چې د پاکستان او طالبانو استازو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د امریکې او نورې نړۍ په ګډون د افغانستان څنګلوري هېوادونه هم د طالبانو له دویم ځل واکمنېدو وروسته په سیمه کې د نړیوالو ترهګرو ډلو بیا ممکنه فعالیت اندېښمن کړي دي.

د هندوستان د حکومت په کوربتوب د جمعې او شنبې- خالي په ورځ په نوي ډیلي کې «د ترهګرۍ لپاره پیسې نه شته» تر سرلیک لاندې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ د مخنیوي په اړه یوه نړیواله غونډه وشوه.

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د دې غونډې مشري کوله او پخپلو خبرو کې یې وویل، د تېر کال په اګست کې په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته د سیمې حالت بدل شوی دی، ځکه چې وایي د القاعده او نورو ترهګرو ډلو اغېزو د سیمې د امنیت لپاره لویه ستونځه جوړه کړې ده.

ښاغلي امیت شاه د طالبانو نوم یاد نه کړ خو ویې ویل چې په جنوبي اېشیا کې د القاعده په ګډون نورې ترهګرې ډلې لکه لشکر طیبه او جیش محمد فعالې دي چې بې له کوم ډاره ترهګري خپره کړي. د هندوستان د کورنیو چارو وزیر وویل:

"د تېر کال بدلون زموږ ټولو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، دې بدلون د ترهګرو د مالي مرستې ستونځو نوره شدیده کړې ده، موږ باید هیڅکله ‌ د ترهګرو پناه ځایونه او د هغوی مالي سرچینې له یاده ونه باسو، موږ باید د ترهګرو مالي ملاتړ کوونکي هم ښکاره کړو."

په دې غونډه کې د نړۍ د 93 هېوادونو وزیرانو او د نړیوالو کمپنیو استازو ګډون کړی وو، خو د رپوټونو له مخې د پاکستان او د افغان طالبانو استازو ته پکې د برخې اخیستې بلنه نه وه ورکړل شوې.

د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي هم دې غونډې ته وینا وکړه او په خپلو شاوخوا پینځلس منټه خبرو کې یې له نړۍ څخه په ټینګار وغوښتل چې د ترهګرۍ د مالي سرچینو د ختمولو لپاره په ګډه کار وکړي.

ښاغلي مودي وویل ډېر مخکې لا- چې نړۍ ترهګري سنجیده نه وه ګڼلې- ترهګرۍ په لسګونو کلونه په بېلابېلو نومونو او بڼو د هندوستان د ځپلو هڅه وکړه، خو وایي دوی یې مخه ونیوله. نرینداري مودي د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته وویل ځینې هېوادونه ترهګري د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په توګه استعمالوي:

"[د ترهګرۍ] د نړیوال خطر په وړاندې مشکوک چلند هیڅ ځای نه لري. دا پر انسانیت، ازادۍ او تهذیب حمله ده او هیڅ پوله نه پیژني، یواځې یو واحد، ګډ او د صفر زغم تګلاره ترهګرۍ ته ماتې ورکولای شي. پر هغو هیوادونه باید جرمانه کښېښوول شي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، هغه تنظیمونه او کسان باید یواځې کړل شي چې له ترهګرو سره د خواخوږۍ پیدا کولو هڅه کوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په هند کې د دې دوه ورځني نړیوال کانفرنس په اړه څه نه دي ویلي او نه هم افغان طالبانو تر اوسه په غونډه کې د القاعده او داعش په اړه اندېښنو ته څه جواب ویلی دی.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي سنجې ورما څخه پوښتل شوي چې پاکستان، افغانستان او چین ته په دې غونډه کې بلنه ورکړل شوې وه که نه، هغه د پاکستان او افغانستان په اړه څه نه دي ویلي خو وایي چین ته یې بلنه ورکړې وه.

دا غونډه د تېرو دوو نورو د لړۍ برخه وه، تر دې مخکې په 2018م کال کې په پېرس او په 2019م کال کې د اسټرېلیا په مېلبون ښار کې شوې وې، چې مقصد یې د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي لپاره د هېوادونو تر منځ همکاري پیاوړې کول دي.

پاکستان هغه هېواد دی چې له اوږدو کلونو د ترهګرو د مالي ملاتړ او د غیرقانوني پیسو د لېږد تورونه ورباندې لګېږي او له همدې کبله د غیرقانوني پیسو د مخنیوي نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف له 2018م کال راهیسې څلور کاله په خړ فهرست کې ساتلی وو او په تېره اکتوبر میاشت کې یې د پاکستان له خوا په دې برخه کې د ډاډ تر لاسه کولو وروسته بیرته ځنې وایست.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG