دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د هیواد صدر ډاکټر عارف علوي ته ګواښ کړی چې که دپوځي مشر په ټاکنه کې یې څه رقم ګړبړ وکړو نو دهغې نتیجو ته به ورله بیا ځان نیول وي.
مخالفې ډلې پاکستان تحریک انصاف دبلاول بوټو دا ګواښ په سختۍ سره غندلی اؤ غوښتنه یې کړې ده چې دمسلح ځواکونو سپریم کمانډر ته دشوي ګواښ دې نوټس واخستل شي.
دخالي په ورځ اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند مشر اؤ دهیواد دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي تر دې وړاندې هم دصدر امتحان اخستل شوی ؤ اؤ دعمران خان پرضد دبې باورۍ دتحریک په مهال هغه دغیراییني لارې داسمبلیو ماتولو هڅه کړې وه.
بلاول بوټو ویلي هیله ده دا ځل به ټولې چارې دایین اؤ قانون له مخې ترسره شي اؤ دا دصدرعلوي سره وروستی فرصت دی که چرې هغه دڅه ګړ بړ هځه وکړه نو بیا ورته دهغې نتیجې ته ځان هم نیول وي.
صدر عارف علوي چې دعمران خان دګوند یو زوړ فعال دی اؤ دهغه په حکومت کې ورته دصدارت منصب سپارل شوی ؤ،دپي ټي ډي ایم دایتلافي حکومت د رامنځته کیدو نه وروسته په ګڼو موقعو دحکومتي ګامونو سره اختلاف ښودلی اؤ په زغرده یې ویلي دي چې هغه به خپلې ذمه وارۍ دایین اؤ قانون په اساس ترسره کوي.
دحکومت مخالف ګوند مرکزي مشرې شیرین مزاري د خارجه وزیر ګواښ ته خپل غبرګون کې ویلي چې دامپورټيډ حکومت خارجه وزیر یو داسې چا ته ګواښ کړی چې دایوب خان په امریت کې یې ګولیو ته ځان نیولی ؤ دپي ټي ایي سیند صوبې دصدر په توګه د زرداري مافیا مخې ته ولاړ ؤ.
په ټویټر خپل ټویټ کې دپوځ مطبوعاتي څانګه ټیګ کړې ده اؤ پوښتنه یې کړې ده چې ایا دامپورټيډ خارجه وزیر له لوري دمسلح ځواکونو سپریم کمانډر ته د شوي دې ګواښ نوټس به نه اخستل کیږي؟
په داسې حال کې چې پاکستان کې دنوي پوځي مشر ټاکنې ته ورځې نزدې شوي اؤ ددفاع وزیر خواجه اصف اوړمه ورځ ویلي روانه اوونۍ به دنوي ټاکل کیدونکي پوځي مشر نوم مخې ته راوړل شي،څینې څیړونکي اندېښنې ښایي چې دپوځي مشر په ټاکنه کې دهیواد صدر خنډان راولاړولی شي.
دنوي پوځي مشر دټاکنې نه وړاندې په دې موضوع پاکستان کې سخت سیاسي جنجالونه راپیدا شوي اؤ دحکومت مخالفې ډلې مشر عمران خان په کراتو،کراتو ویلي چې دیو داسې چا لخوا ورته دپوځي مشر ټاکنه دمنلو نه ده چې هغه په غبن اؤ غلاګانو کې ککړ وي.
عمران خان تیره میاشت وړاندیز کړی ؤ چې دنوي پوځي مشر ټاکنه باید دعامو ټاکنو دلارې د هیواد راتلونکي حکومت ته پرېښودل شي اؤ تر هغې دې موجوده پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه پخپله څوکۍ پځاي وساتل شي خو حکومت دعمران خان دا وړاندیز رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دپوځي مشر ټاکنه د وزیراعظم کار دی.
درې ورځې وړاندې دواکمن ګوند مسلم لیګ نواز دمشر نواز شریف نزدې ملګري اؤ دهیواد دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار هم دهیواد دصدر عارف علوي سره لیدلي وؤ او ورسره یې دنوي پوځي مشر په ټاکنه خبرې کړې وې خو ددغو خبرو زیات تفصیل رسنیو ته نه ؤ ښودل شوی.
په16م نومبر صدر علوي پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې هغه دسیاسي وضعیت معمول ته د راوستلو اؤ په مهمو معاملو د رایو داتفاق رامنځته کولو په موخه دسیاسي اؤ اړونده دخیلو خواؤ یو میز ته د کښېنولو هڅې کوي.
په دې وروستیو کې داسې رپورټونه هم په میډیا مخې ته راغلي چې دصدر علوي له لوري دعمران خان اؤ پوځ ترمنځ دتاؤ تریخوالي کمولو پټې هڅې شوي اؤ په دې لړ کې دصدر په منځګړتوب دعمران خان اؤ دموجوده پوځي سرلښکر جنرال باجوه ترمنځ لیدنه هم شوې ده.
دپي ټي ایي مشرانو که هرڅو په مرموز انداز ددې لیدنې پخلی کړی خو پوځ په رسمي توګه دغه دعوې ته هیڅ غبرګون نه دی ویلی.