لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د موسمي بدلون د ناوړه اثراتو سره مقابله کې، په نړېواله کچه د فنډ د جوړېدو هرکلی وکړ


د موسمي بدلون د اثراتو په اړه د ملګرو ملتونو له خوا رابلل شوی نړېوال کنفرانس د مصر په شرم الشیخ ښار کې جوړ شوی و
د موسمي بدلون د اثراتو په اړه د ملګرو ملتونو له خوا رابلل شوی نړېوال کنفرانس د مصر په شرم الشیخ ښار کې جوړ شوی و

واشنګټن - پاکستان د اتوار/یکشنبې په ورځ د موسمي بدلون په اړه د هغې لوظنامې هرکلی وکړ کوم چې په مصر کې د ملګرو ملتونو لخوا جوړ شوي کنفرانس کې ورباندې اتفاق وشو. ددې لوظنامې ترمخه به د هغو مخې په ودې هېوادونو سره د پیسو امداد کیږي کوم چې د نړۍ د تودوخي زیاتېدو له امله متاثره شوي دي.

د ۲۲۵ میلینه آباتۍ لرونکی هېواد – پاکستان – سږکال د جون او اګسټ میاشتو ترمنځ د تباه کوونکو سیلابونو سره مخ شو چې وجه یې د موسمي بدلون په نتیجه کې اورېدلي بارانونه و.

په دې سېلابونو کې د پاکستان یو په درېیمه برخه خاوره باندې اوبه راغلې، دري دېرش ۳۳ میلینه کسان اغېزمن شول، او د یو زر و اوه سوو (۱۷۰۰) نه زیات مړه شول. د دې سېلابونو له وجې پاکستان ته اوړېدلی مالي او اقتصادي نقصان، څلوېښت (۴۰) بلینه ډالره اټکل شوی دی.

د جي-۷۷ په نوم د مخ په ترقۍ ملکونو یوې ډلې، چې مشري یې پاکستان کوله، د موسمي بدلون په بنیاد د شتمنو هېوادونو نه د معاوضې په غوښتلو زور راوړی و، ځکه د نړۍ د تودوخي په اضافه کېدو کې د شتمنو ملکونو برخه زیاته ده.

د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي چې په هغه ملک کې تباه کنه سېلابونو، د نړېوالو توجه یو ځل بیا د موسمي بدلون ناوړه اثراتو ته واړوله. په بیان کې دا هم راغلي چې پاکستان د معاوضې په مد کې د جوړېدونکي فنډ ژر تر ژره عملي فعاله کېدو ته سترګې په لاره دی.

د پاکستان په کابینه کې د موسمي بدلون د چارو وزیرې شېري رحمن ویلي چې دغه تاریخي فنډ په ټوله نړۍ کې هغو ټولنو ته یو امید ورکوي کوم چې د موسمي بدلون د اثراتو لاندې د ژوندي پاته کېدو هڅې کوي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه، په نړۍ کې د مضره ګازاتو د پیداوار په برخه کې، د دې هېواد برخه د یو فیصد نه هم کمه ده، مګر د دې باوجود، پاکستان د نړۍ په هغو لسو ملکونو کې شمارل کيږي کوم چې د موسمي بدلون د دېرو ناوړه پېښو په وړاندې زیانمن کېدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG