لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: ترهګرو سره په نښته کې يو پاکستانی پوځي وژل شوی


Pakistan Army
Pakistan Army

د افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې بره جنوبي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی دی.

پوځ تيره شپه ناوخته ويلي،دا پېښه د بره جنوبي وزیرستان سراروغه سیمه کې شوې ده. پوځ ویلي د نښتې په مهال امنیتي ځواکونو په مړانه مقابله کړې ده او د ترهګرو ځاله یې په نخښه کړې ده خو دا یې نه دي ویلي چې دې نښته کې وسله والو ته څه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه.

پوځ ويلي په نښته کې 39 کلن حوالدار عمر حیات وژل شوي د کوهاټ ضلعې د لاچۍسیمې سره يې تعلق وو.

پوځ وایي سیمې نه د ترهګرو د ختمولو لپاره دغلته عملیات روان دي. او په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړی شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري اخستې ده.

سراروغه هغه سیمه ده چې د پاکستان پوځ د کال 2009 د راه نجات پوځي عملیاتو کې د هرقسمه ترهګرو نه پاکه ګرځولې او دې عملیاتو پرمهال بې کوره کړل شوي خلک بیرته خپلو سیمو کې په ځای کړی شوي دي.

د ګل یا دو شنبې په ورځ ورسره په ختیځ څېرمه ټانک ضلعه کې د پاکستان د پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی چې پکې یو لاروی وژل شوی وو.

تر دې وړاندې د نومبر په 10 مه د شمالي وزیرستان په میر علی سیمه کې د پاکستان د پوځ په کاروان ځانمرګی برید شوی چې پکې درې عسکر ژوبل شوي وو.

په پوځ دا تازه بریدونه په داسې حال کې شوی دی چې په اتم اکتوبر د کاکول پوځي اکېډمۍ کې د پاکستان د پوځ سر لښکر قمر جاوید باجوه یوې دستورې ته ویلي وو کوم هېواد، ډلې، يا قوت ته به اجازه ورنکړي چې پاکستان بې ثباته کړي.

جنرل باجوه د اکتوبر په اتمه پوځیانو ته د وینا په مهال دعوه کړې وه چې پوځ پاکستان نه د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی او ویلي یې وو دا داسې کامیابي ده چې ګڼ شمېر هیوادونه یا پوځونه یې دعوه نه شي کولی.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړې دي چې هیواد نه یې د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی دی خو د دې دعوو په څنګ کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ هم دوامداره ده.

د روان کال د ستمبر د مياشتې راهسې تحريک طالبان پاکستان د دغه ډول بريدونو زمه وارۍ مني.

د پاکستان حکومت د تير کال اکتوبر د میاشتې راهې د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو ويلي په دغه لړ کې په کابل کې د طالبانو د مشرانو سره پاکستاني پلاوو ليدنې هم کړي او د مې د مياشتې راهسې پکې ډز بندي هم روانه ده خو تراوسه د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG