لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پښتونخوا اسمبلۍ غړي طالبانو ته 12 لکه روپۍ قلنګ ورکړی


د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ يو غړي ويلي، د جولايي د میاشتې نه راپدېخوا يې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ته 12 لکه روپۍ [5000ډالره] د قلنګ ورکړی دی.

دغه خبره د اسمبلۍ غړي چې خپل نوم يې پټ ساتلې اې اېف پي خبري ادارې ته منلې ده.

په خبر کې ویل شوي ټي ټي پي دغه پېسې د چندې په نوم غواړي خو ورسره خبرداری ورکوي چې د مالي مرستو نه انکار کوونکو ته مسلې جوړېدی شي.

د اسمبلۍ غړي چې نوم يې پټ ساتلی، ويلي يې دي ټي ټي پي ته يې 12 لکه روپۍ ورکړي دي، که څوک پېسې نه ورکوي د نتيجو سره يې مخ کيږي کله يې په دروازه ګرنېډ ويشتل کيږي او کله وژل کيږي. اکثره شتمن خلک د قلنګ پېسې ورکوي څوک لږې او څوک زياتې، خو څوک يې په اړه خبره نه کوي.

د جولايۍ د مياشتې په وروستیو کې د عوامي نيشنل ګوند مشر اېمل ولي خان دعوه کړې وه چې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان، درې وزيرانو، د قومي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قېصر، دې پينځه کسانو طالبانو ته قلنګ ورکړی دی.

هغه وخت د خېبرپښتونخوا صوبايي طالبانو ته د قلنګ ورکولو خبره رد کړې وه.

د اې اېف پي په خبر کې ويل شوي د قلنګ غوښتو پېغامونه د افغانستان د ټيليفون نمبرو نه کيږي، خو ټي ټي پي وخت په وخت د قلنګ غوښتو څخه انکار کړی چې دوی قلنګ نه غواړي.

خو د اکتوبر په میاشت کې د نا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان په نوم د خېبر پښتونخوا د خوراک او لوبو وزير عاطف خان نه د 80 لکه روپو د قلنګ غوښتنه شوې، او صوبايي وزیرد خط تاييد کړی او ويلي يې وو چې اړونده ادارې يې په دغه خط خبر کړي دي.

په سوات کې د قلنګ غوښتنو په اړوند هم ځينې مقدمې درج شوې وې.

د اګست په میاشت کې بيا په خېبرپښتونخوا کې د واکمنه تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان منلې وه، چې تحریک طالبان پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبايي وزيرانو دړکې ورکوي.

په [6م اګست] د خېبرپښتونخوا په دير ضلع کې په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي ډزې شوې، اېم پي اې پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی، ورور، وراره يې او دوه ساتونکي يې وژل شوي وو.

هم د اګست په مياشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو او په مبينه توګه د پوځي افسر او ورسره په ژوبل حالت کې د پوليسو افسر د نيولو ويډیو مخې ته راغلې وه.

او د اګست په مياشت کې د پاکستان پوځ او د خېبرپښتونخوا پوليسو منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې د افغانستان نه ځینې وسله وال بيرته راغلي خو ويل شوي وو هيڅوک به ونه زغمل شي.

وروسته بیا په 13 ستمبر د امن کمېټۍ په مشر ادريس خان چاودنه شوې چې پکې د هغه سره اته کسان وژل شوي او بيا دوه ورځې وروسته يو بل تن د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژل شوی وو. د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د يادو پېښو وروسته په سوات او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه احتجاجي مظاهرې، ولسي پاڅونونه پېل شوي چې تراوسه دوام لري.

د اکتوبر په مياشت کې د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف ويلي وو، طالبان سوات ته جګړې لپاره نه وو ورغلي بلکې د سوات په غرونو کې چې کومه پېښه رامنځته شوې وه نو هلته (دطالبانو) یو کمانډر د خپلې خور پوښتنې له ورغلی وو او وروسته نوموړي طالبانو ته خواست کړی وو چې بيرته لاړ شي.

د روان کال د ستمبر د مياشتې راهسې تحريک طالبان پاکستان د بريدونو زمه وارۍ منلې پېل کړي وو.

د پاکستان حکومت د تير کال اکتوبر د میاشتې راهسې د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو ويلي په دغه لړ کې په کابل کې د طالبانو د مشرانو سره پاکستاني پلاوو ليدنې هم کړي او د مې د مياشتې راهسې پکې ډز بندي هم روانه ده خو تراوسه د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG