واشنګټن - په امریکا کې د رېپبلېکن ګوند هغه غړي چې په وروستیو انتخاباتو کې یې د کانګرس چوکۍ ګټلي او تمه ده چې په جنوري میاشت کې به د ایوان نمایندګان مشري په غاړه واخلي، د اتوار/یکشنبې په ورځ وعده وکړه چې د روس په مقابله کې به د اوکراین پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د انتخاباتو نه وړاندې دا وېره موجوده وه چې که رېپبلیکنان کانګرس کې واکمن شي، نو اوکراین ته به د امریکا امداد باندې بد اثر ولویږي.
ریپبلېکنان وایي دوی به هم اوکراین سره د مرستو کولو ملاتړ وکړي، مګر وایي چې اوکرایني ځواکونو ته د رسېدو مخکې به د امریکا د پوځي مرستو په اړه لا زیات جاج اخېستل کیږي.
د تکزاس ایالت ریپبلېکن مایکل مکاول او د اوهایو ایالت ریپبلېکن مایک ټرنر چې اوکراین ته د نوي امداد د څارنې اهم چارواکي به وي، د اې بي سي (ډېس ويک) پروګرام سره خبرو کې وویل چې په ایوان نمایندګان کې د کم فرق سره ریپبلېکنانو اکثریت جوړېدو وروسته به هم اوکراین سره د دواړو ګوندونو – ریپبلېکن او ډیموکرېټانو – ملاتړ جاري وي، که څه هم د دواړو پارټیو نه ځیني مخالفتونه رابرسېره شوي دي.
ټرنر چې ممکن د امریکا په کانګرس کې د ایوان نمایندګان د استخباراتي چارو کمیټې نوی مشر وي، وویل: "مونږ به دا یقیني کوو چې هغوی ته هغه څه ورسیږي کوم چې ورته ضرورت لري. مونږ به دوه ګوندیز ملاتړ ولرو."
بل اړخ ته مکاول چې تمه کیږي د ایوان نمایندګان د خارجه چارو کمیټې مشري به یې په غاړه شي، ویلي چې که امریکا اوکراین ته د هغو د ضرورت امداد ورکړي، هغوی به دا جنګ وګټي. مګر مکاول زیاته کړه چې کله ریپبلېکنان په جنوري میاشت کې کانګرس کې اکثریت سره خپلې عهدې شروع کړي، نو د اوکراین سره د امداد کولو مسئله به د اوسني وخت نه چې ډیموکرېټان په کانګرس کې واکمن دي، متفاوته وارزول شي.
مایکل مکاول وویل: "خبره دا ده چې مونږ به زیاته څارنه، زیات شفافیت او زیات احتساب راولو. مونږ به هسې سپین چېک نه لیکو (بې پوښتنې پیسې به نه ورکوو)."
بل اړخ ته اوکرایني چارواکي وایي چې د جنګ په میدان کې، روس خالي/شنبې ورځې په ماخوستن د اوکراین په مشرقي او جنوبي سیمو باندې څو ځایه حملې کړي دي. په دې وروستیو هفتو کې روس د اوکراین په بنیادي اډانو تباه کنه حملې وکړې چې په نتیجه کې یې د اوکراین زیاتره سیمو بجلي، اوبه، او د تودوخي سیسټمونه بند شول. اوس کاریګر کوشش کوي چې په تېزۍ سره دا سهولیات خلکو ته بېرته پرځای کړي. اوکراین کې ځیني خلک وایي چې هغوی ته اوس مهال کله کله د ورځې صرف څو ګنټې بجلي پرېښودل کیږي.
د اوکراین د انرجۍ یا توانایۍ اداره وایي چې د اتوار/یکشنبې ورځې پورې یې د بجلۍ د سپلائي کچه ۸۰ فیصدو ته لوړه کړې ده.
د خالي/شنبې په ورځ د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي په کییف کې د یوې ناستې کوربه و چې د هولوډومور یا سترې قحطۍ نویمه (۹۰مه) کلیزه یاده کړي او په دې لړ کې اوس مهال د قحطۍ او خشکسالۍ نه زیانمنو هېوادونو ته د اوکراین نه د غله دانې (غنمو او جوارو) د برامداتو پروګرام ته هم فروغ ورکړي.
هولوډومور یوه تصنعي یا د انسان د لاسه پېښه شوې قحطي وه چې د شوروي اتحاد آمر جوزف سټالین د ۱۹۳۲-۱۹۳۳ کلونو کې په قصدي توګه جوړه کړه او له امله یې شاوخوا اته میلینه اوکرایني وګړي مړه شول.
اوس چې اوکراین د جګړې په حال کې هم دی، ډېره غله دانه لري او زېلنسکي وایي چې د څه باندې شلو ملکونو او یورپي اتحاد نه یې ۱۵۰ میلینه ډالره راغونډې کړي چې غریبو ملکونو ته ورباندې غنم ولیږي. د دې نه علاوه، اوکراین خپله هم ۲۴ میلینه ډالره غریبو ملکونو ته د غنم لېږلو دپاره بېلې کړي دي.