لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي پارلېمان روس د ترهګرۍ یو ملاتړی ریاست وګرځاوه


(رائټرز) - یورپي پارلېمان نن د شورو/چهارشنبې په ورځ روس د ترهګرۍ یو ملاتړی ریاست وګرځاوه او ویې ویل چې د توانایۍ د اډانو، هسپتالونو، او سکولونو په شان عامو ځایونو باندې د روسانو پوځي حملې، د نړېوال قانون خلاف ورزي ده.

د یورپي پارلېمان غړو د یو قرار داد په حق کې رایه ورکړه چې په کې روس د ترهګرۍ یو ملاتړی ریاست یاد شوی دی.

دا په عمومي توګه یو سېمبولیک ګام دی، ځکه یورپي اتحاد داسې څه قانوني چوکاټ نلري چې د لارې یې روس په دې خبره نېغ په نېغه اغېزمن کړي.

مګر په ورته وخت کې یورپي اتحاد، په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل له امله، په روس داسې پابندۍ پرځای کړي چې تر اوسه یې ساری نه و لیدل شوی.

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي په امریکا او نورو ملکونو زور اچولی چې روس دې د ترهګرۍ ملاتړی ریاست ونوموي. اوکراین په روسي ځواکونو دا تور لګوي چې عام خلک په نښه کوي، مګر ماسکو دا تورونه بې بنیاده ګرځوي.

که څه هم د امریکا د کانګرس دواړه اېوانونو د قراردادونو په تصویب کولو سره د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن نه غوښتي چې روس دې د ترهګرۍ یو ملاتړی ریاست ونوموي، مګر ښاغلي بلېنکن تر اوسه د دې کار نه ډډه کړې ده.

د امریکا خارجه وزارت اوس مهال څلور ملکونه – کیوبا، شمالي کوریا، ایران، او شام – د ترهګرۍ ملاتړي ریاستونه شمېري، یعنې په دې ملکونو باندې د امریکا له اړخه د دفاعي وسایلو د اېکسپورټ پابندي او مالي محدودیتونه لګېدلي دي.

د یورپي اتحاد د تحقیقاتو سروس تر مخه، په یورپي اتحاد کې دننه هم څلورو ملکونو تر اوسه روس د ترهګرۍ یو ملاتړی ریاست ګرځولی دی، چې هغه لیتوانیا، لاتویا، ایسټونیا، او پولېنډ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG