لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په سر، امریکا په ایران تازه پابندۍ ولګولې


په ایران دا تور دی چې روس ته یې هغه ډرون الوتکې ورکړي کوم چې د اوکراین په ښارونو باندې استعمال شوي دي
په ایران دا تور دی چې روس ته یې هغه ډرون الوتکې ورکړي کوم چې د اوکراین په ښارونو باندې استعمال شوي دي

امریکا د نهې/سې شنبې په ورځ په هغو کمپنیو او وګړو باندې پابندۍ ولګولې کوم چې د ایران د ډرون الوتکو په جوړولو او یا روس ته د هغو په لېږدولو تورن شوي دي. داسې رپوټونه خپاره شوي چې روس په اوکراین کې، ایراني ډرونونه په ملکي اډانو باندې استعمال کړي دي. اوکراین په نړېوالو غږ کړی چې په دې وجه دې ایران باندې فشار زیات کړي.

امریکا غواړي چې په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل په وجه، ماسکو باندې فشارونه اضافه کړي. روس په دې جګړه کې د اوکراین ښارونه وېجاړ کړي او زرګونه کسان یې وژلي او زخمیان کړي دي.

روس د ایران نه ډرون الوتکې اخیستي او هغه یې د اوکراین په ښارونو او د توانایي په اډانو باندې حملو کې کارولي دي. د ایران پوځي ادارې او صنعتي کمپنۍ د وړاندې نه لا د امریکا د سختو پابندیو د فشار لاندې پاته شوي چه دلیل یې د تهران جوهري پروګرامونه دي.

ایران دا منلې ده چې روس ته یې ډرونونه ورکړي دي، مګر وایي چې دا ډرون الوتکې، د اوکراین جګړې نه وړاندې روس ته ورکړل شوې وې.

د امریکا د خزانې وزارت ترمخه، په نویو بندیزونو کې د ایران شاهد صنعتي تحقیقاتي مرکز چې د ایران سپاه پاسداران د فضايي قواوو یوه برخه ده، په نښه کړی شوی، او ورباندې تور دی چې دې مرکز هغه ډرون الوتکې جوړې کړي کوم چې روس په اوکراین کې استعمالې کړي دي.

د دې نه علاوه په متحده عربي اماراتو کې د فضایي انتقالاتو دوه کمپنیو باندې هم امریکا پابندۍ ولګولې کوم چې ویل کیږي د ایران نه روس ته د ډرون الوتکو د انتقال په چارو کې یې کردار لوبولی دی. امریکا وایي په دغو دوو کمپنیو باندې یې د متحده اماراتو د حکومت په همکارۍ، بندیزونه لګولي دي.

د دې نه علاوه ځیني نورې کمپنۍ او د ایران پوځي ادارې هم د نویو پابندیو نښه ګرځېدلي دي.

همدا رنګه عباس جمعه او تېګران کریسټوفروویچ هغه دوه وګړي دي چې امریکا یې په ضد نوې پابندۍ اعلانې کړې.

د دې پابندیو په بنیاد، د دغو ټولو ادارو، کمپنیو او وګړو اثاثې چې امریکا کې وي، هغه کنګل کیږي او هېڅ امریکایي نشي کولی د هغو سره څه کاروبار وکړي.

د امریکا د خزانې وزیرې جنېټ یلېن په یو بیان کې ویلي دي: "لکه څنګه چې مونږ وړاندې هم څرګنده کړې ده، امریکا دې ته پرعزمه ده چې هغو کسانو او کمپنیو باندې، که هرچېرته هم وي، پابندۍ ولګوي کوم چې په اوکراین باندې د روس د بلا جواز یرغل ملاتړ کوي."

مېرمن یلېن زیاته کړه چې په همدې اساس، هغه کمپنۍ او وګړي به د دې حساب ورکوي چې ولې یې روس ته ایران کې جوړ شوي ډرونونه ورکړل چې هغه ډرونونه بیا د اوکراین په خلکو باندې ظلم کولو کې استعمال شول.

د یاد وړ ده چې روس وایي په اوکراین کې یې عام خلک په قصدي توګه په نښه ندي ګرځولي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران نمایندګۍ ویلي چې ایران حاضر دی د اوکراین سره د تکنیکي ماهرینو په کچه ملاقات وکړي او دا پلټنه وکړي چې په اوکراین کې استعمال شوي ډرون الوتکې ایرانۍ دي او که نه.

ایران د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې د دې ملاقات نه وړاندې د ایران په ضد هر ډول الزام یا اقدام، د منلو وړ ندی او رد به شي.

په واشنګټن کې د روس سفارت نه په دې اړه پوښتنه شوې ده، مګر هغو سمدستي کومه تبصره نده کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG