لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان سره د خرلاچي پوله پرانستل شوې نن به پرې رسمي تجارت پېل شي: ساجد توري


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې او پکتيا ولايت ترمنځ د تجارت او تګ راتګ دپاره د خرلاچي پولې پرانستو پرېکړه شوې ده. دا پوله په 19 نومبر د شخړې وروسته تړل شوې وه.

د سيمې سره تعلق لرونکی د بهرنيو پاکستانيو دپاره مرکزي وزير ساجد حسېن توري وي او اې ډيوه ته وويل د ځايي او پولې د پورې غاړې افغانستان سره تعلق لرونکو مشرانو او چارواکو سره يې جرګه شوې او پرېکړه شوې چې پوله به پرانستې وي.

نوموړي د پولې پرانستې او په پوله د شخړو د هواري دپاره د جرګو دوامداره ساتلو خبره په ټويټر هم کړې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل پرون ځینې ګاډي اوښتي راوښتي دي او نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [28 نومبر] نه به سهار په اته بجې په پوله رسمي تګ راتګ پېل شي.

د خېبرپښتونخوا د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا ولايت د ډڼډي پټان ولسوالۍ ترمنځ په 19 نومبر په پوله نښته شوې وو، د کورمې ځايي خلکو ويلي وو په پوله د دوی په ځمکو کې چې د ازغن تار پورې غاړې ته پاتې شوې په افغانستان کې واکمن طالب چارواکو پرې سړک جوړولو په هغې نښته شوې وه.

په يادو نښته کې دواړو خواو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه مخې ته راغلي وو خو د دواړو خواو نه چارواکو په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه وو ویلي.

د شخړې وروسته د افغانستان سره د خرلاچي تجارتي لاره د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

د پولې بندېدو له امله دواړو غاړو ته په سوداګريزو توکو بار ګاډي ودرېدلي چې له امله يې د سوداګرو په وینا دوی د سخت تاوان سره مخ کړي دي.

د خرلاچي پوله په داسې حال کې تړل شوې چې له دغې وړاندې د چمن سره تجارتي او د تګ راتګ غټه هم د يوې اوونۍ پورې تړل شوې وه، سوداګرو ويلي وو د دغه پولې د بندېز له امله ورته په ملينونو ډالره تاوان اوښتی وو.

د ساجد حسېن توري په خبره د څو ورځو راهسې د خرلاچي په پوله د شخړې د هواري دپاره جرګې روانې وې خو پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ په جرګه کې د پولې د پورې غاړې قومونو او دلته د کورمې جرګې مشرانو پرېکړه وکړه چې په خپل مينځ کې به کښېنو او د کوزې کورمې پورې او پورې افغانستان د لورې نه په پوله يا کرښه چې کومو ځايونو کې مسله وي په هغې به خبرې کولی شي جرګې به کيږي د پاکستان او افغانستان حکومتونو ته به وايي چې دغه مسلې ورته هوارې کړي.

هغه وويل دوی به هڅې کوي چې د تل په څېر د جرګو د لارې خپلمنځني مسلې هوارې کړي ځکه افغانستان يې ګاونډي ملک دی او دوی غواړي چې تجارت هم روان وي.

د افغانستان او پاکستان په پوله وخت په وخت د پېښو کېدو وروسته تجارتي لارې تړل کيږي.

سوداګر وايي بايد دواړه حکومتونه تجارت د سياست څخه لرې وساتي ځکه چې د تجارتي لارو بندېدو سره نه يواځې د دواړو ملکونو سوداګرو ته بلکې حکومتونه هم په غټه کچه مالي تاوانونه اوړي.

په وروستيو کې د افغانستان سره تجارت کوونکو سوداګرو وي او اې ډیوه ته ويلي وو، د پاکستان او افغانستان تر منځ دواړو هېوادونو د سوداګرۍ اوسنۍ کلنۍ کچه د 300 ملینه ډالره ده.

سوداګرو ويلي وو د 2004 نه 2009 پورې يې داسې وخت لیدلی چې د دواړو هېوادونو د تجارت کچه د کال درې اربو (ملیاردو) ته رسېدلې وه.

په پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس مرستيال مشر شاهد حسېن ويلي وو، "اوس به په تجارت کې زیاتوالی راغلی وي خو دا کافي نه دی د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د کال په سر د شپږ نه تر اته اربه ډالرو پورې د تجارت حجم پکار دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG