لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نن د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېليږي


A boy receives polio vaccine drops by anti-polio vaccination workers along a street in Quetta, Pakistan, Jan. 2, 2017.
A boy receives polio vaccine drops by anti-polio vaccination workers along a street in Quetta, Pakistan, Jan. 2, 2017.

پاکستان کې د پوليو ضد پروګرام ترمخه په 36 ضلعو کې 31.5 ملينه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو کمپاين نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [28 نومبر] نه پېل کيږي، په لومړي پړاو کې په بلوچستان، اسلام اباد، سيند او پنجاب کې او په دوېم پړاو کې به د پينځم دسمبر څخه په خېبرپښتونخوا کې د پولیو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

د پوليو مخنیوي د پروګرام ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د پوليو وايرس د خطرو سره مخ نهه ضلعو کې به په پينځم دسمبر د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کيږي.

خو د خېبرپښتونخوا په درېو ضلعو بنو، لکي مروت او شمالي وزيرستان کې نن کمپاين پېل کيږي.

د صحت مرکزي وزير عبدالقادر پټېل ويلي، "که چرته مونږ د جنوبي خېبرپښتونخوا څخه د پوليو وايرس ختم کړی شو نو مونږ به د پاکستان څخه د پوليو په مکمله توګه ختمولو کې کامياب شو".

هغه ويلي، د پوليو وايرس ختمولو ته نزدې شوي يو او دغه منزل ته د رسېدو دپاره ژمن يو.

پاکستان کې د پولیو مخنيوي پروګرام په وېب پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه سږ کال په ملک کې تراوسه پورې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلي دي.

سږ کال 17 پېښې په شمالي وزيرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزیرستان کې رپورټ شوې ده.

د وېب پاڼې ترمخه په ملک کې 34 ضلعې د وايرس د سختو خطرو سره مخ دي چې پکې تر ټولو زياتې 16 ضلعې په خېبرپښتونخوا کې دي.

د پوليو د مخنيوي دپاره د جوړ قومي بيړنيز عملياتو مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ ويلی، د پوليو وايرس اوس هم زمونږ په ماحول کې موجود دي او يو ماشوم هم تر هغې پورې محفوظ نه دی څو پورې چې ټولو ماشومانو ته ويکسين نه وي شوي.

نوموړي ویلي، میاندو، پلارانوته خواست کوي چې د پوليو ضد هر کماپين کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.

پاکستان کې چارواکي وايي، د پوليو وايرس په وړاندې تر ټولو غټ چېلنج ورته د مياندو پلارانو خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG