لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: ټي ټي پي د پوليسو په ټرک ځانمرګی برید کړی، درې تنه پکې وژل شوي، د 24 نه زیات ژوبل


د کوټې په بليلي علاقه کې د پوليس اهلکارو په ټرک ځانمرګی بريد شوی چې پکې د چارواکو په وينا يو پوليس اهلکار او دوه لاروي [ښځه او ماشوم] وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د بريد زمه واري منلې ده.

د کوټې پولیسو ډي ايي جي غلام اظهر مهسر نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ [30 نومبر] د پېښې په ځای مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، د پوليس اهلکارو ټرک د پوليو ټيمونو د ساتنې ډيوټۍ له روان وو، ځانمرګی بريد پرې شوی دی.

هغه وخت نوموړي وويل په بريد کې دوه تنه وژل شوي، يو پولیس اهلکار او يو عام تن دی، او په ژوبلو کې 20 پوليس اهلکار دي چې د دوو روغتيايي حالت سخت دی او څلور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

خو وروستو چارواکو تاييد کړه چې په بريد کې د پوليس اهلکار سره دوه نور تنه يوه ښځه او ماشوم هم وژل شوي دي.

پوليس افسر ويلي وو ښايي په چاودنه کې د 20 نه 25 کلوګرامه پورې بارود کارول شوي وي ځکه چې د هغه په وینا د چاودنې سره ټرک د سړک نه لاندې غورځېدلی او درې, نورو ګاډو ته يې هم تاوان اړولی دی.

ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې چې ځانمرګي يې د موټر د لارې دغه بريد کړی دی، او ويلي يې دي دغه بريد يې د عمر خالد خراساني د بدل اخستو په موخه کړی او دغه کارروايانې به يې روانې وي.

راپورونه وايي د کوټې په سېول روغتون کې بېړني حالت اعلان شوي دي.

وزيراعظم شهباز شريف او وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو د بريد غندنه کړې او ژوبلو ته يې د سهولتونو برابرولو ویلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د بليلي ځانمرګي برید غندنه کړې او پوښتنې يې راولاړې کړي چې "په نيشنل اېکشن پلان عمل ولې نه دی شوی، د امنیتي ګواښونو باوجود خودکش کوټې ته څنګه ورسېدو؟ او د کوم ځای نه ورسېدو؟".

د کوټې په بليلي کې دا بريد په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ ختمولو او په ملک کې د حملو کولو ويلي وو.

په 28 نومبر په ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی وو.

پرون د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د بلوچستان صوبې په هوشاب سيمه کې يې د استخباراتو په اساس عمليات کړي او 10 ترهګر يې وژلي دي، يو يې په ژوبل په حالت کې يې نيولي او دوه ترې تښتېدلې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG