لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانیه وایي په روسانو کې د اوکراین د جګړې ملاتړ کم شوی دی


واشنګټن - د برطانیي دفاع وزارت وايي، یوه وروستۍ سروې ښيي چې د روس په عوامو کې د اوکراین د جنګ ملاتړ په راکمېدو دی.

د برطانیې دفاع وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل استخباراتي راپور کې ویلي، د روس یوې آزادې رسنۍ د روس د استخباراتي ادارې معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړی چې تر مخه یې اوس مهال پنځه پنځوس فیصده (٪۵۵) روسان د اوکراین سره د خبرو طرفداره دي، حالانکه صرف پنځه ویشت فیصده (٪۲۵) وایي هغوی د جنګ د دوام ملاتړي دي.

د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې ویل کېدل چې شاوخوا اتیا فیصده (٪۸۰) روسان په اوکراین باندې د پوځي حملې ملاتړي و.

د برطانیې دفاع وزارت د اتوار په ورځ وویل: "دا چې روس به په آینده څو میاشتو کې د جنګ په میدان کې کومه غټه کامیابي ممکن ترلاسه نکړي، نو پخپلو خلکو کې حتی د جنګ د همدې کمې درجې ملاتړ محفوظه ساتل به هم ورځ تر بلې کرملېن ته مشکله شي."

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي ویلي چې د روس په سمندري تیلو په هر بېرل باندې د ۶۰ ډالره اعظمي بیعې ټاکل، کافي ګام ندی چې ورباندې د روس اقتصاد تر فشار لاندې راوستل شي.

د روس د سمندري تېلو د بیعې آخري حد ټاکلو باندې اسټرېلیا، برطانیه، کېنېډا، جاپان، امریکا او یورپي اتحاد اتفاق وکړ، مګر اوکراین یې لا هم کافي ګام نه ګڼي.

پولېنډ او ځیني نورو ملکونو وړاندیز کړی و چې د روس د تېلو اعظمي بیعه دې صرف دېرش ۳۰ ډالره په بېرل باندې، وټاکلی شي.

زېلنسکي وایي، دا چې د روس د تېلو اعظمي بیعه ۶۰ ډالره وي، په دې معنا چې روس به د تېلو د خرڅولو د طریقه د کاله سل بلینه ډالره ترلاسه کوي او دا پیسې به "نه یوازې روس د اوکراین په جنګ او د نورو ترهګرو رژیمونو یا تنظیمونو په ملاتړ ولګوي، بلکې هغه ملکونه کوم چې اوس کوشش کوي لوی تصمیمونه ونه نیسي، دا پیسې به د هغو په عدم استحکام کې استعمالې شي."

مغربي ملکونه بیا وایي چې که چېرته د روس د تېلو اعظمي بیعه ډېره زیاته راټیټه کړي، نو دا کار به ممکن د روس د تېلو په پیداوار اغیزه وکړي.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي وایي، دوی فکر کوي چې په بېرل باندې ۶۰ ډالره اعظمي نرخ کېښودل، مناسب ګام دی، ځکه دا به د ماسکو د ګټې مخه ونیسي او دا به هم یقیني کړي چې د سپلائی اندازه راکمه نشي.

روس پخپلو تېلو باندې د بهر ملکونو له اړخه لګول شوی اعظمی نرخ، رد کړی او ګواښ یې کړی په هغو مغربي ملکونو چې د دې ګام ملاتړ یې کړی دی، تېل به بند کړي. د کرملېن ترجمان دمیتري پېسکوف، تاس خبري رسنۍ ته ویلي چې ماسکو دا نرخونه نه مني.

په واشنګټن کې د روس سفارت د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د مغربي ملکونو د کوششونو سره سره، کوم چې هغه خطرناک وګڼل، د خپلو تېلو دپاره به د خریدارانو په لټه کې شي.

د جنګ په میدان کې، روس بیا هم د اوکراین جنوبي ښار، خرسون باندې ګوله باریو ته دوام ورکړی دی. چارواکو خبرداری ورکړی چې د اوکراین د توانایۍ یا انرجۍ په مرکزونو باندې د روس د حملو په نتیجه کې به اوکرایني وګړي د سخت ساړه ژمي سره مخ وي.

بل پلو په کییف کې د خالي/شنبې په ورځ، د امریکا د خارجه چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې ویکټوریا نولانډ وویل چې د روس صدر ولاډیمیر پوتین اوس مهال د اوکراین سره د امن خبرو په حقله سنجیده ندی.

مېرمن نولانډ دا خبرې د صدر زېلنسکي او نورو جګپوړو اوکرایني چارواکو سره د ملاقات نه وروسته وکړې.

روس او امریکا دواړو په دې هفته کې وویل چې په اصولو کې د خبرو دپاره آماده دي، مګر امریکني صدر جو بایډن وویل، صرف به هغه وخت پوتین سره خبرې وکړي چې که پوتین د جنګ ختمولو دپاره صادقانه لېوالتیا څرګنده کړي.

اوکراین وایي، مذاکرات صرف هغه وخت ممکن کېدلی شي چې روس خپلې حملې بندې کړي او خپل عسکر د اوکراین نه وباسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG