واشنګټن - د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړېوال کپ په سیالیو کې چې په قطر کې روانې دي، د اتوار/یکشنبې په ورځ فرانس د پولېنډ ټیم ته په ماتې ورکولو، او اېنګلېنډ د سېنیګال ټیم ته په ماتې ورکولو سره، د لوبې بل پړاو ته ووتل.
اوله لوبه د فرانس او پولېنډ ترمنځ وه، کوم کې چې د فرانس ټیم وکولی شول درې ګولونه ووهي. د فرانس له اړخه د دې لوبې دوه گولونه کیلیان مپې او یو ګول اولیویه ژیرو وواهه.
پولېنډ ټیم په دې لوبه کې خپل یوازېنی ګول، د پنالټي په موقع وواهه، او ګول وهونکی یې روبرټ لوانډوسکي و. مګر د دې ګول باوجود هم، پولېنډ لوبه ونه ګټله او د نړېوال کپ د سیالیو نه وواته.
د اتوار/یکشنبې ورځې په دویمه لوبه کې چې د اېنګلېنډ او سېنیګال ټیمونو ترمنځ وشوه، اېنګلېنډ وکولی شول چې درې د صفر په وړاندې (۰-۳) نتیجې سره، سینیګال ټیم ته ماتې ورکړي او د ورلډ کپ نه یې بهر کړي.
د دې لوبې اولنی ګول د اېنګلنډ ټیم جورډن هېنډرسن وواهه. دویم ګول د اېنګلېنډ ټیم کپټین هري کېن وواهه، او درېیم ګول د همدې ټیم د بل لوبغاړي، بوکایو ساکا و.
سینیګال چې د افریقې یو له پیاوړو ټیمونو څخه شمېرل کیږي، په دې لوبه کې یې هېڅ ګول ونشو وهلی.
د اتو (۸) غوره ټیمونو ترمنځ د ناک اوټ پړاو لوبې لا هم روانې دي، مګر دا معلومه شوې چې اوس به په کوارټرفاینل کې اېنګلنډ او فرانس د ډسمبر په ۱۰مه نېټه مقابله کوي او هر څوک چې هغه لوبه وګټي، هغه به سیمي فاینل ته ځي.
د کوارټر فاینل بله لوبه هم معلومه شوې چې د ډسمبر په نهمه نېټه، د نېډرلېنډز او ارجنټاین ترمنځ به وي.
اېنګلېنډ تر اوسه په روان ورلډ کپ کې ټولټال دوولس (۱۲) ګولونه وهلي دي.
د ګل/دوشنبې په ورځ هم دوه لوبې ترسره کیږي چې یوه کې یې جاپان د کرویشیا مقابلې ته ځي، او بله کې یې برازیل د جنوبي کوریا د ټیم سره سیالي کوي. د دې دوو لوبو ګټونکي به بیا په کوارټر فاینل کې سره مخامخ شي.