لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايراني نندارچيانو اينګلينډ سره د فوټبال ورلډ کپ د مقابلې په موقع حکومت خلاف د جذباتو اظهار وکړو


Iran's Turmoil Reflected in Contrasting Behaviors of Iranian Fans at England Match
Iran's Turmoil Reflected in Contrasting Behaviors of Iranian Fans at England Match

په قطر کې د فوټبال نړيوال کپ په دويمه ورځ ايراني نندارچيانو په خپل هېواد کې د روان احتجاج په ملاتړ د ايراني مذهب پلوه حکومت خلاف غبرګون د اينګلينډ او ايران تر منځ په سيالې کې وښودلو. اينګلينډ ايران ته د دوو په مقابله کې په شپږ ګولونو ماتې ورکړه

د وي او ای فارسۍ ژبې سروس خبريال چې د لوبې د سيالۍ په وخت په لوبغالي کې و د اندازې تر مخه په څه د پاسه 45,000 نندارچيانو کې نزدې 25,000 ايرانيان وو

د خبريال په وينا د نندارچيانو ډېر شمېر هغه خلک وو چې د ايران د مذهب پلوه حکومت مرستيال وو او حکومت ورته ويړيا ټيکټونه ورکړي وو چې د لوبې نندارې له قطر ته لاړ شي.

دغه نندارچيانو د ايران ملي بيرغ رپولو او د ايرانۍ لوبډلې د ګټې د پاره يې شعارونه پورته کول. خبريال دا هم وليدل چې دوه نورې وړې ډلې هم هغلته موجود وې چې د ايران د روان احتجاج پلويان وو کوم چې په سېپټمبر کې پيل شوی.

يوه ډله پکې د فوټبال د هغه ايراني مينانو وه چې د شمالي امريکا، يورپ او د ايران نه د لوبې نندارې له دوها ته تلي وو. ډېرو پکې څو مياشتې وړاندې ټيکټونه اخستلي وو چې لا احتجاج پيل شوی هم نه و.

خبريال ته د يادې ډلې ځينې غړو وويل دوی تمه لرله چې ايرانۍ لوبډله به په هېواد کې د روان احتجاج کونکو سره نور نيزدېوالی وښايي. احتجاج کونکي تر ډېره حده امن خوښي دي څوک چې د ايران د سخت دريځه مذهبي حکومت خاتمه غواړي چې د 43 کالو نه په واک کې دی.

د ايراني لوبډلې غړو د احتجاج کونکو سره د يوالي په ترڅ کې د ايران د ملي سرود د ويلو نه ډډه وکړه کوم چې د لوبې د پيل نه وړاندې وغږول شو. د دې نه وړاندې د ايران نورو لوبغاړو په نورو لوبو کې هم د احتجاج په توګه خپله ملي ترانه نه ده ويلې.

د اتوار/يکشنبې په ورځ د ايران د لوبډلې کيپټن احسان حجسافي په خپل هېواد کې د غمژنو کورنو سره د يوالي څرګندولو په توګه غمرازي کړې وه.

هغه ويلي “مونږ به دا منو چې زمونږ په هېواد کې حالات ښه نه دي او زمونږ ولس خوشاله نه دی. مونږ دلته يو خو د دې مطلب دا نه دی چې مونږ د ولس همغږي نه يو او لا ورته احترام نه لرو”.

خو په لوبغالي کې موجود ځينې نندارچيانو وګڼل چې د کيپټن وينا او د لوبډلې د ترانې نه ويل پوره نه وو. دې نندارچيانو تمه لرله چې لوبډله د لوبې د پيل نه وړاندې بايد په احتجاج کې په ګونډو شوې وی او لا يې لوبغاړو کوم مخصوص قسمه پټۍ تړلی وی.

البته د نړيوال کپ فيفا منتظيمينو په لوبه کې سېوا د اجازت کړل شوو پټو نه پرته د نورو هر قسمه پټو په تړلو بندېز لګولی.

دغه نندارچيان چې د لوبډلې په کلک احتجاج نه کولو زړه ماتي وو د ايرانۍ لوبډلې په ماتې خوښ ښکارېدل.

د خبريال تر مخه دويمه ډله د هغه ايرانيانو وه چې شمېر يې په زرګونو کې و او لوبغالي ته يواځې دې له راغلي وو چې د ايراني احتجاج کونکو سره يوالی وښايي او د هغوی په ملاتړ شعارونه پورته کړي.

خبريال وليدل قطري امنيتي چارواکو ځينې ايرانيان دې ته پرې نښودل چې د کال 1979 د ايراني انقلاب نه وړاندې ايراني بيرغ د ځان سره لوبغالي ته يوسي او هغوی ته يې امر وکړو بايد هغه کميسونه اوباسي چې پرې احتجاجي شعارونه ليکل شوي وي.

خو د دې هر څه باوجود په سوشل ميډيا خواره شوي تصويرونه او ويډيګانې ښايي چې ايرانيان د ترانې خلاف چغې وهي او هغه کميسونه يې اغوستي دي چې پرې احتجاجي نعرې ښځه، ژوند او ازادي ليک دي. دوی د ايران د اسلامي رياست بيرغونه هم نيولي خو د اېمبلم نه بغير دي.

د لوبې وروستو ځينې ايرانيانو په سوشل ميډيا هغه ويډيو خوره کړې چې پکې د ايراني مذهبي مشر ايت الله علي خامينايي د مرګ غوښتنه کوي کومه نعره چې نن سبا په ايران کې د مظاهرچيانو يوه مقبوله غوښتنه ده. ياده ويډيو يو ايراني امريکايي په جعلي نوم “واحد انلاين” په نوم خوره کړې.

وي او ای سملاسي ونه کړل شوی چې د هغې ويډيګانو په ازاده توګه تصديق وکړي چې ايرانيانو پکې په تهران کې د لوبې وروستو خپل غبرګونونه ښودلې دي او دغه شعارونه پکې پورته شوي. په ايران کې د وي او ای په خبريالانو بندېز دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي چې د فارسۍ څانګې خبریالانو مایکل لېپمېن، علي عمادي او روزیتا عزیزي نامیني تیار کړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG