لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي، مرکزي حکومت ورته 120 اربه روپۍ نه دي ورکړي


د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي وفاقي حکومت ورته د اپرېل د مياشتې نه راپديخوا 120 بيلينه روپۍ نه دي ورکړي، د مخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي د تحریک انصاف صوبايي حکومت وړاندې د خپل مرکزي وفاقي حکومت څخه فنډونه نه دي اخستي اوس د فنډونو نه ورکولو په سر سياست کوي.

په لاهور کې يوې خبري غونډې ته د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور جګړا ويلي په دې 120 اربه روپو کې 30 اربه روپۍ د قبايلي ضلعو د پاره دي، نوموړي ويلي که دا سيمي د قومي چوکاټ نه لرې وساتل شي او فنډونه ورنه کړل شي نو دا د امنيت مسلې جوړولی شي، چې اثرات به يې يواځې د پېښور او خېبر پښتونخوا پورې محدوده پاتې نه شي.

"مونږ د دې قيمت ورکوو ، په قبايلي ضلعو کې مو په ترقياتي کارونو فنډونه خرچ کول ودرلولي دي، د دې اثرات بيا د ټول ملک په معاشي پرمختيا باندې پريوځي ځکه چې دا کومې پېسې په ترقياتي کارونو نه خرچ کيږي بيا ټول پاکستان ودريږي".

تېمور سليم جګړا ويلي د صوبې د بجټ ډيره برخه د وفاقي حکومت لخوا ورکول کيږي اود وفاقي حکومت د فنډ نه بغېر د صوبې مالي چارې روانې ساتل ګران دي.

خو د خېبر پښتونخوا حکومت د مخالفه سياسي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړې نثار مومند ډيوه ته وويل دوي د وفاق لخوا صوبې ته د فنډ نه ورکولو غندنه کوي، خو پوښتنه يې وکړه چې کله د پاکستان تحريک انصاف په وفاق کې حکومت وو، ولې يې صوبې ته د بجلۍ منافع کې برخه نه ده راوړې ؟ په قبايلي ضلعو کې ولې د وعدې سره سم فنډونه نه دي خرچ کړي ؟.

"وفاق که صوبې ته د قبايلي ضلعو پېسې ورکړي نو هغه په سوات او نورو ضلعو کې لګول کيږي، او يا د تحريک انصاف لخوا د حکومت مخالفه جلسو کې خرچ کيږي".

صوبايي حکومت وخت په وخت د تحريک انصاف په جلسو کې د سرکاري وسايلو د خرچ کولو ترديد کړی دی، او تېمور سليم جګړا په روستيو کې ميډيا ته ويلي وو کله چې په وفاق کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت وو د بجلۍ د منافعې په مد کې صوبې ته 68 بيلينه روپۍ ورکړي دي.

د وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ غړي مير کلام ډيوه ته وويل د دوي په صوبايي حکومت نيوکې په خپل ځای دي چې د قبايلي ضلعو فنډونه په نورو ضلعو کې خرچ کوي او دوي په فنډونو کې د غبن دعوې هم لري، خو د وفاق لخوا صوبې د پېسو نه ورکول غندنه کوي.

"صوبايي حکومت سره زمونږ مسلې شته خو د وفاق د پېسو نه ورکولو غندنه کوو، ځکه چې د قبايلي ضلعو د بې کوره شوو خلکو د پاره 17 اربه روپۍ هم صوبې ته نه دي ورکړل شوي".

په وفاق کې د پاکستان د حکومت ختمېدو وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت وخت په وخت ګيله کوي چې د وفاق لخوا ورته فنډونه نه ورکړل کيږي، خو د وفاقي حکومت وزير ساجد توري څو ورځې وړاندې ډيوه ته ويلي وو صوبايي حکومت باندې په قباييلي ضلعو کې د فنډونو په خرچ کولو کې د غبن تورونه لګي دوي يوه داسې طريقه کار جوړول غواړي چې د قبايلي ضلعو فنډونه هم په دغو سيمو کې په شفافه توګه خرچ کړی شي.

تيمور سليم جګړا څو ورځې وړاندې په پېښور کې خبريالانو ته ويلي وو که وفاقي حکومت ورته فنډونه په وخت ورنه کړي نو عدالت ته په تلو هم غور کولی شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG