لاس رسیدونکی لینک

 
نایجریا کې د جومات نه لمونځ کوونکي اغوا کړی شوي دي
تازه خبر

نایجریا کې د جومات نه لمونځ کوونکي اغوا کړی شوي دي


واشنګټن - د نایجریا د کاتسینا صوبې ځایي پولیس وایي چې وسله والو کسانو د تېرې شنبې/خالي ورځې په ماښام د یو مسجد نه اوولس کسان اغوا کړل، چې څلور تنان یې بېرته ژغورل شوي خو د دیارلسو (۱۳) پته یې لا نشته.

د کاتسینا صوبې د پولیسو ویاند ګامبو عیسی د ګل/دوشنبې په ورځ (د ډسمبر ۵مه) وویل چې د جومات نه اغوا کړی شوي لمونځ کوونکي چې تر اوسه لا پته دي، اکثره نارینه لویان دي.

د هغه وینا ده چې وسله وال په موټرسایکلونو سپاره و او په فونټوا سیمه کې یې په داسې حال کې په یو جومات یرغل وکړ چې خلکو هلته لمونځ کاوه. یرغل کوونکو د مسجد امام او یو بل کس په ډزو ویشتی او زخمیان کړي یې دي.

ځایي رسنیو د څه باندې څلوېښتو (۴۰) تنانو د لادرکه کېدو رپوټ ورکړی دی.

د نایجریا په شمالي سیمو کې د پېسو دپاره د خلکو د اغوا کولو واقعات زیات دي او حکومت یې په مخنیوي کې د مشکلاتو سره مخ دی.

د اغواګرو حملو د صدر محمدو بوهاري په حکومت، چې د آینده انتخاباتو د امن دپاره آمادګي نیسي، غټ فشار ګڼل کیږي. نایجریا کې به د فرورۍ میاشت کې صدارتي انتخابات ترسره شي.

په همدې حال کې د ابوجا او کوډانا ترمنځ رېل پټلۍ چې د وسله والو کسانو د حملې په نتیجه کې تړل شوې وه، د ګل/دوشنبې په ورځ په داسې حال کې بېرته پرانېستل شوه چې ګڼ شمېر قامي پولیس هلته کې ځای پر ځای شوي و.

د اورګاډي/رېل دا لاره پس د هغه تړل شوې وه چې د مارچ په ۲۸مه د وسله والو په حمله کې نهه (۹) مسافرین ووژل شول او دوه شپېته (۶۲) اغوا کړی شول.

وروسته بیا د مذاکراتو په نتیجه کې دا مسافرین کرار کرار په مختلفو ډلو کې راخوشې شول او وروستی یرغمل شوی کس، په اکټوبر کې آزاد شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG