لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او عربي ملکونه په سعودي کې غونډې جوړوي او لسګونه تړونونه به لاسلیک کړي


واشنګټن - چین او سعودي عرب وایي چې دا هفته به د چین او عربي ملکونو ترمنځ ناسته وشي او په کې به د همکاریو لسګونه تړونونه او د مفاهمت یادداشتونه لاسلیک شي. د سعودي پاچا د دې ناستې او نورو ملاقاتونو دپاره، د درې ورځېني د چین صدر شي جېن پېنګ ته د سعودي د سفر بلنه ورکړې، او هغه هم منلې ده.

د قریب دوه کاله آمادګیو وروسته، د چین او عربي ملکونو اولنۍ ناسته په دې هفته کې په پام کې نیولی شوې ده چې بجینګ هغه د چین او عربي ملکونو په تعلقاتو کې یو سنگِ میل ګڼي.

د سعودي خبري ادارې د نهې/سې شنبې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړ چې د سعودي عرب پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د چین صدر شي جېن پېنګ ته بلنه ورکړې ده چې د ډسمبر د ۷مې نه تر ۹مې پورې د سعودي دوره وکړي او هلته په درېیو ناستو کې برخه واخلي: د چین او سعودي ناسته، د عربو ملکونو او چین ترمنځ ناسته، او د خلیج د همکارۍ کونسل او چین ترمنځ ناسته.

چین کې د سینهوا سرکاري خبري ادارې نن د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې صدر شي جېن پېنګ به په دغو درې واړو ناستو کې برخه واخلي.

د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د کرونا وبا د پیل راهیسي، دا بهر ملک ته د چینایي صدر اولنی سفر ګڼل کیږي.

د رائټرز خبري ادارې د رپوټ ترمخه، داسې تمه ده چې د چین پلاوی به د عربي ملکونو سره لسګونه تړونونه او د مفاهمت یادداشتونه لاسلیک کړي او دې کې به د انرجۍ، امنیت، او سرمایه کاریو په برخو کې همکارۍ شاملې وي.

ګلوبل ټایمز اخبار چې د چین د واکمن کمونست ګوند سره تعلق لرونکې ورځپاڼه ده، د نهې/سې شنبې په ورځ په یو کالم کې ویلي چې دا ناسته د وخت د تقاضا سره اړخ لګوي او د عربي ملکونو سره د چین تعلقات یو نوي پړاو ته داخلیږي.

د چین سره د عربي ملکونو تعلقات په داسې حال کې په پیاوړي کېدو دي چې په مبینه توګه، امریکا په مشرق وسطی کې د سعودي په شان پخوانیو اتحادیانو نه د لېرې کېدو په حال کې ده.

د اسرائیل په یو پوهنتون کې د یو څېړنیز انسټیټوټ څېړونکی ګېدالیا آفټرمان په فرورۍ کې نیویارک ټایمز اخبار ته ویلي و، "په خطه کې داسې یو خیال پیدا شوی چې ګني امریکا پخپله غواړي له دوی نه په شا شي، او دا د چین دپاره یوه موقع ده."

د چین د سرکاري ادارې د رپوټ ترمخه، د تجارت په برخه کې، د عربي ملکونو او چین ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۱ کې له درې سوه (۳۰۰) بلینه ډالرو نه اوړېدلې وه چې د یو کال مخکې په نسبت یې، اووه دېرش فیصده (۳۷٪) اضافه په کې راغلې وه.

د چین خارجه وزارت تېره هفته د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې بجینګ د عربي ملکونو سره په دوه اړخیزه کچه، دوولس (۱۲) سټراټېجیک شراکتونه جوړ کړي او د عربي ملکونو سره یې په خپله اولنۍ ناسته کې به هم کوشش دا وي چې دا تعلقات لا پسې مضبوطه کړی شي.

په امریکن یونیورسټي کې سیاسي څېړونکی جان کالابریز وایي، که څه هم د چین حکومتي جوړښت د خلیج د عربي ملکونو د پاچایي نظامونو سره فرق لري، مګر په مجموعي توګه دغه ټول ریاستونه په آمرانه خصوصیاتو کې یو د بل سره مشابهتونه لري.

د امریکني صدر جو بایډن په دور کې د سعودي او امریکا ترمنځ تعلقات د ځيني تناوونو ښکار شوي چې وجه یې د بشري حقونو مسئلې او د یمن جګړه ښودل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG