لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارشد شريف په منظم پلان وژل شوی، رپورټ


د پاکستاني خبريال ارشد شريف د وژنې د حقيقت موندنې رپورټ چې سپريم کورټ ته وړاندې شوی پکې وژل شوی، ارشد شريف په منظم پلان وژل شوی دی.

د راپورونو ترمخه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د حقيقت موندنې ټيم ویلي په کینيا کې د ارشد شريف د وژنې په پېښه کې خرم او وقار نومې کسان مهم کردارونه دي او نورو پلټنو ته اړتیا لري.

پاکستانی خبريال ارشد شريف په 23 اکتوبر په کینيا کې د نیروبي سره نزدې په يوه پېښه کې وژل شوی او د کينيا پولیسو د ارشد شريف د وژنې د پېښې په اړه خپره کړې خپله لومړۍ خبر پاڼه کې ويلي وو پولیسو د غلط شناخت له کبله په هغه موټر ډزې وکړې چې ارشد شریف پکې سپور وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د ارشد شريف د وژنې په کېس کې حقیقت ته رسېدل غواړي، د رښتيا معلومولو دپاره کميټي جوړه کړی شوې ده.

په شپږم دسمبر د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال د صحافي ارشد شريف د وژنې د پېښې له خپله انده يا از خود نوټس اخستی او د پېښې د مقدمې درج کولو حکم یې کړی وو. او بيا د اسلام اباد په رمنا تاڼه کې درج شوې مقدمه کې خرم احمد، وقار احمد طارق احمد نومول شوي وو.

د پاکستان حکومت د ارشد شريف د وژنې د حقيقت موندې دپاره د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] ډايريکټر اطهر وحيد، او د انټيليجنس بيورو مرستيال ډايريکټر عمر شاهد حامد افسرانو کینيا ته لېږلې وو، ويل شوي سپريم کورټ ته په دغه اړوند په 592 صفحو مشتمل رپورټ وړاندې کړی شوی دی.

په رپورټ کې ويل شوي چې ارشد شريف په منظم پلان وژل شوی او هغه د مقدمو له امله پاکستان پرېښودی دوبۍ ته تللی او د هلته نه هم په وتلو مجبوره کړی شوی وو.

ويل شوي د کينيا پولیسو د تحقيقاتي ډلې سره مرسته نه ده کړې البته د نړیوالو ادارو کردار پکې مهم پاتې شوی دی.

په رپورټ کې زياته کړی شوې چې ارشد شريف ته د کينيا څخه ويزه ليږونکي وقار احمد د تسلۍ وړ ځوابونه نه دي ورکړي او د ارشد شريف وژنه چې په کوم ګاډي کې شوې او دغه ګاډی کوم تن چلولو د وقار ورور، او د کينيا پوليسو چارواکو د پېښې په اړوند بيانونه د يو بل نه بدل دي.

د ځايي ميډيا ترمخه سپريم کورټ ته په وړاندې کړی شوي رپورټ کې د ارشد شريف پرضد پاکستان کې مقدمو درج کېدو، هغه ته د ګواښونو کېدو او په کينيا کې د هغه د موبايل او لېپ ټاپ پورې څيزونو ترلاسه کولو احوال وړاندې کړی شوی دی.

په رپورټ کې په ارشد شريف د ډزو په اړوند ويل شوي چې په هغه په ګاډي کې ډزې شوي خو په ګاډي کې د ډزو نخښې نه دي لیدل شوي، او د پوښتنو په اړه پکې ویل شوي د اې ار وايي ټي وي چېنل د مشر سلمان اقبال نه پوښتنې شوي چې پکې د هغې ځينې خبرې متضاد وې.

او د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مخکني مشر فېصل واوډا د ارشد شريف د وژنې په اړه خبري غونډې کړي په ټيلي ويژن چېنلو يې بیانونه ورکړي خو پلټنيزې ډلې ته يې د خواستونو باوجود ځواب نه دی ويلی.

سپريم کورټ بيا په اورېدنه کې مرکزي حکومت د خبريال د وژنې د پېښې د پلټنو دپاره د ځانګړې پلټنيزې ډلې جوړولو لارښوونه کړې چې پکې د پوليس او استخباراتي ادارو چارواکي شامل وي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د ارشد شريف مور هم عدالت ته خواست کړی او د پوځ لوړ پوړي چارواکي او استخباراتي ادارې افسران يې پکې تورن کړي او عدالت ورته بيا ويلي چې خپل بيان ګډې کمېټۍ ته ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG