لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېکټا: لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتو په مهال ځان پياوړی کړی


د پاکستان د ترهګرۍ ضد قومي ادارې [نېکټا] د سېنېټ د کورنيو چارو کمېټۍ ته ویلي، چې د امن مذاکراتو په مهال وسله والو [تحریک طالبان پاکستان] خپل فعاليتونه سېوا کړي ځان یې پياوړی کړی او د هغې وروسته ترهګر بريدونه سېوا شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه نېکټا ويلي، د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې چې د لاقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره مذاکرات پېل شوي وو، په دغه مهال ټي ټي پي ځان بيا فعاله کړی او هلې ځلې يې سېوا کړي دي.

نېکټا زياته کړې د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو سره ټي ټي پي پياوړې شوې او په افغانستان کې يې ځان مضبوط کړی دی.

ادارې د سېنېټ کمېټۍ ته ویلي، د مذاکراتو په مهال د ټي ټي پي وسله وال سوات او خواوشا علاقو ته راغلي، "په سوات کې د ټي ټي پي بيا راښکاره کېدو يا موجودګۍ ته د سوات د ځايي خلکو او رياست غبرګون د دغو مذاکراتو سره تړاو لري".

د دې ترڅنګ ويل شوي چې د خېبرپښتونخوا "ملاکنډ ډويژن ترهګرۍ ته غېر محفوظ دی ځکه چې دا مرکزي علاقه ده او چاپېره ترې ابادې علاقې پرتې دي".

د پاکستان د سېنټ د کورنیو چارو د کمېټۍ مشر سنېټر محسن عزیز وایي، د نېکټا یا د ترهګرۍ ضد ادارې دغه څرګندونې ډېرې مهمې دي، چې دوی ورته د دغه صورتحال به اړه معلومات ورکړي خو په دې غونډه کې ډېر تفصیل ځکه نه دی څرګند شوی چې وایي دا حساسه موضوع ده او له قومي سلامتیا سره تړاو لري. محسن عزیز وي او اې ډیوه ته وویل:

"د بندو دروازو شاته غونډه به په څو ورځو کې کوو، موږ به خپل نظر ورکوو چې د دې [ترهګرۍ] مخنیوی څنګه کېدای شي، څومره زیاتېږي او په مذاکراتو کې څه خبرې دي او هغوی څه غواړي".

د کورنیو چارو په اړه د سېنټ د دغې مهمې کمېټۍ په غونډه کې، چې د ترهګرۍ ضد قامي ادارې په ډاګه کړې، د تحریک طالبان پاکستان له خوا د سولې خبرو د تېر پړاو په موده کې وسلوال فعالیتونه زیات شوي دي.

د امنیت د تحقیق ادارې سنټر فار سیکیورټي سټډیز مشر او څېړونکی امتیاز ګل وایي، د ټي ټي پي د دغو خبرو تر شا مقصد هم دا وو چې دوی له دې لارې خپل نفوذ زیات کړي او اوس یې خپل دا هدف تر لاسه کړی دی:

"دوی دا شرط ایښی وو چې موږ ته اجازه راکړئ پاکستان ته لاړ شو، ځینو سیمو ته د راتګ څه غیررسمي اجازه هم ورکړل شوې وه، د دې په وجه دوی چې د سوات غرنیو سیمو ته را ورسېدل بیا یې خپل ګشتونه او زاړه کارونه هم شروع کړل".

د اګست په میاشت کې په سوات کې د طالبانو د ښکاره کېدو او بدامنۍ د پېښو کېدو وروسته بيا د سوات نه تر وزیرستان او خېبرپښتونخوا په بېلابیلو ضلعو کې د بدامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه مظاهرې پېل شوې چې تراوسه پورې روانې دي. په يادو مظاهرو کې بيا بيا دا خبره تکرار شوې چې پښتانه به نوره خپله خاوره بدامنۍ ته نه پرېږدي.

نېکټا هم منلې، "د وسله والو د موجودګۍ پرضد ځايي خلکو او سياسي مشرانو کلک احتجاجونه کړي او دا يو مثبت پرمختګ دی او دغه خلک تحفظ ته اړتيا لري".

نېکټا زیاته کړې،"وسله والو ته په سيمه کې د ځايي خلکو لخوا سهولت کاري ترلاسه ده بايد چې امنيتي ادارې په ګډه د دې پرضد ګامونه پورته کړي". ادارې په سوات کې د ټي ټي پي د ځینو بريدونو حواله هم ورکړې ده.

د جماعت اسلامي سره تعلق لرونکی سېنېټر مشتاق احمد خان چې په ياده غونډه کې موجود وو، د وي او اې ډیوه خبريال ارشد حسېن سره په خبرو کې يې ويلي، "نېکټا چې کمېټۍ ته کوم احوال وړاندې کړی، حالات د هغې نه ډېر زيات خراب دي" د ملاکنډ ‌د پوليسو مشر او نېکټا چارواکو احوال وړاندې کړو او په دغه اړه به بله غونډه کيږي.

د پاکستان حکومت د تير کال اکتوبر په مياشت کې د ټي ټي پي سره مذاکرات پېل کړي وو چې پکې د ټي ټي پي سره په کابل کې د پاکستان نه تللو جرګو ليدنې هم کړې وې.

تحريک طالبان پاکستان د روان کال د مې د مياشتې راهسې ډز بندي کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځول شوې وه خو په 28 نومبر يې ډز بندي ختمه کړې ده. او تر دغې وروسته يې د خېبرپښتوخوا په بنو، ډیره اسماعیل خان، چارسده، مردان او نوښار ضلعو کې په پوليسو بريدونه او کوټه کې يو ځانمرګی بريد هم کړی وو.

سېنېټر مشتاق احمد خان وايي، "په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا امنيتي وضع د اندېښنې وړ ده دوی د بدامنۍ غندنه کوي او دا د مرکزي او صوبايي حکومتونو او امنيتي ادارو ناکامي ګڼي".

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

پاکستان کې د ترهګريزو فعاليتونو د څار خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز روانه مياشت په خپل تازه رپورټ کې ويلي د هېواد د نورو سیمو په پرتله د تېر نومبر میاشت کې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په پېښو کې 50 فيصدي اضافه شوې ده.

په ياد رپورټ کې ويل شوي که څه هم سږکال د اکتوبر د مياشتې په پرتله د تېر نومبر په میاشت کې د وسله والو په بريدونو کې 12 فيصدي کمی ليدل شوی خو د مرګونو په شمېره کې 39 فيصدي اضافه رېکارډ شوې وه، وسله والو د نومبر په میاشت کې 34 حملې کړي چې په کې 46 کسان وژل شوي وو، او په وژل شوو کسانو کې د 17 امنیتي ځواکونو په ګډون 25 عام خلک شامل وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG