لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په خېبرپښتونخوا کې د جينکو تعلیمي معيار ښه کولو ته څلور ملينه ډالره مرسته اعلان کړې


په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي، امریکې د خېبرپښتونخوا په لرې پرتو علاقو کې د جينکو د تعليمي معيار ښه کولو دپاره د څلور ملينه ډالرو د پروژې پرانسته کړې ده.

سفارتخانې ويلي د پروژې پرانسته پرون د جمعې په ورځ [نهم دسمبر] د امریکې سفير ډونلډ بلوم او د خېبرپښتونخوا د تعليم وزیر شهرام خان ترکي کړې ده چې د صوبې په لرې پرتو علاقو کې به د ملينونو جينکو د تعلیم معيار ښه کولی شي .

ويل شوي د امریکې د نړيوالې پرمختيا ادارې [يو اېس اېډ] د انتظام لاندې په دې څلور کلنۍ پروژه کې به د جينکو په سرکاري سکولونو کې د تعليم د معيار ښه کولو دپاره ګامونه اخستلی شي.

په پاکستان کې د امريکې سفير ډونلډ بلوم ویلي، "د امریکې حکومت د پاکستان د خلکو او په ځانګړي ډول د جينکو د ښه راتلونکې دپاره په ټولو هڅو کې د پاکستان ملاتړ کوي".

هغه زياته کړې "د دې اوسنۍ پروژې د لارې به امریکا د خېبرپښتونخوا د حکومت سره د تعليم په برخه کې د پرمختیا دپاره کار کوي چې زده کوونکو ماشومانو او په خصوصي توګه جينکو ته غوره تعليمي اسانتياوې برابر کړي".

د خېبرپښتونخوا د تعليم وزیر شهرام ترکي د امریکايي سفير خبرې ستايلي او ويلي يې دي، چې "د ټولنې د پرمختيا په وړاندې مشکلاتو کې د دولتي هڅو سره شخصي مرستې مهمې ثابتې شوي او په دغه لړ کې يې په خېبرپښتونخوا کې د صحت د خدماتو يادونه کړې ده".

هغه هيله څرګنده کړې "چې د امریکايي حکومت په مرسته پېلېدونکې پروژه د لارې د سکولونو انتظام نور ښه شي".

شهرام ترکي په خپله په ټويټر ويلي، "چې د يو اېس اېډ د لارې پرانستل شوې دغه پروژې د لارې به په لرې پرتو علاقو کې ټولې ماشومانې سکولونو ته راشي کوم چې د دوی بنيادي هدف دی".

د امریکې سفير ډونلډ بلوم په پېښور کې د بېنظيربټو په نوم د ښځو پوهنتون ته ورغلی کوم چې په صوبه کې د ښځو تر غټ پوهنتون دی او په صنفي بنيادونو د تشدد د خاتمې دپاره کمپاين په بحث کې يې برخه هم اخستې ده.

سفارتخانې ويلي، امریکې د کال 2008م راهسې په خېبرپښتونخوا کې د تعليم، صحت، اقتصادي پرمختيا، انتظامي چارو د اصلاحاتو او بشري ضرورتونو په لړ کې دوه اربه ډالره ورکړي دي.

د نومبر په میاشت کې هم د امریکې سفارتخانې ويلي وو، چې د امريکې مرستندويه ادارې يو اېس اېډ په خېبر پښتونخوا کې 229 نوي سکولونه جوړ کړي، او په ترهګرۍ او قدرتي افتونو کې اغيزمن شوي 1000 نه زيات سکولونو يې بيا بحال کړي او د دې نه به 10 لکه نه زيات زده کونکي ګټه پورته کوي.

د خېبر پښتو د حکومت شمېرو ترمخه په صوبه کې د 22000 نه زيات پرايمري سکولونه دي، چې پکې 61 فيصده د هلکانودي. د بېنظير انکم سپورټ پروګرام د کال 2021 په سروی کې ويل شوي وو په صوبه کې 39 فيصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG