دخیبر پښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د امنیتي ځواکونو په ملتیا یې شمالي وزیرستان کې دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې ترڅنګ غرییزه سیمه کې عملیات کړي چې پکې د وسله والې ډلې داعش خراسان څلور وسله وال وژل شوې دي.
دشنبې په ورځ دپښتونخوا دترهګرۍ ضد محکمې پخپل بیان کې ویلي چې عملیاتو کې وژل شوؤ کسان د داعش یا اسلامي دولت (خراسان) سره تړاو لرلو او د افغانستان څخه د شمالي وزیرستان غرنۍ سرحدي ضلعې ته راننوتلي وو.
د بیان له مخې د پاکستان امنیتي ځواکونو، د استخباراتي معلوماتو په اساس، د "لټون عملیات" ترسره کړل او په پایله کې یې دداعش خراسان دغه وسله وال ووژل.
داعش خراسان له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي او د پولې دواړو غاړو ته بریدونه پلانوي.
داعش خراسان روسته له هغې خپلو بریدونو کې چټکتیا راوستې ده چې تېر کال داګست په میاشت کې طالبانو دجګړه ځپلي هېواد افغانستان واک په خپل لاس کې واخیستو او امریکا او دناټو ایتلافیانو یې له قابو شل کلنې جګړې وروسته له افغانستانه څخه خپل ځواکونه وویستل.
تېره اوونۍ د داعش دوو وسله والو په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وکړې او هڅه یې کوله چې د ډیپلوماټیک ماموریت مشر ووژني.
په اسلام اباد کې د چارواکو په وینا، د پاکستان شارژدافیر عبید الرحمان نظاماني له دغه پېښې روغ وتلی، خو د هغه پاکستانی امنیتي ساتونکی په سینه لګېدلی اؤ سخت ژوبل شوی چې دا مهال دپېښور په یو پوځي روغتون کې دعلاج لاندې دی.
په افغانستان واکمن طالبان دعوه کوي چې د دوی امنیتي ځواکونو په دې وروستیو میاشتو کې په کابل او د هیواد په نورو برخو کې د داعش لسګونه غړي وژلي او نیولي دي اؤ ددې سره یې د پام وړ تروریستي ګواښ له منځه وړی دی.
خو په عین حال کې داعش خراسان د طالبانو او د افغان لږکیو شیعه ټولنې د غړو پرضد خپل بریدونه دوامداره ساتلي دي چې په دې بریدونو اؤ بمي چاودنو کې دتیر یو کال په مهال په سلګونو کسان وژل شوي دي.
د سپټمبر په میاشت کې، د داعش خراسان یو ځانمرګي بریدګر په کابل کې د روسیې سفارت ته د ننوتو په وخت ځان الوځولی ؤ چې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون یې شپږ تنه وژلي وؤ.
د امریکا د ملي استخباراتو مشر ایوریل هاینس تېره اوونۍ خبرداری ورکړی ؤ چې په افغانستان کې مېشتې تروریستي ډلې د امریکا لپاره یو ګواښ دی.
هینس په کیلیفورنیا کې د 2022 ریګن ملي دفاعي فورم ته ویلي وؤ "داعش خراسان یوه اندیښنه ده او دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار کوو چې دا نوره اندیښنه پاتې نه شي"
په دریم ستمبر هغه خپل یو بیان کې ویلي وؤ "دامهال دهغوئ(داعش) زیات پام دطالبانو لوري ته دی اؤ مونږ دطالبانو دهڅو څارنه کوؤ(دداعش خراسان دمقابلې لپاره) خو که رښتیا وایم نو هغوئ(طالبان) په ریښتیا دهغوي(داعش)د تعقیبولو وړتیا نه لري"