لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې دناامنۍ د مخنیوي دپاره امن کميټي جوړه کړی شوې


د خېبرپښتونخوا په لکي مروت ضلع کې ځايي خلکو د ناامنۍ ضد قومي کميټي جوړه کړې ده، دوی وايي د ناامنۍ ضد به د پوليس او امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د لکي مروت په لنډيوا کلي کې پرون د اتوار په ورځ [11 دسمبر] د ځايي خلکو جرګه شوې او د امن کمېټۍ جوړولو پرېکړه پکې شوې ده.

د جرګې یو ګډون وال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مرستیال سېکتر ډاکټر عبدالله وايي، "غېر سياسي امن کمیټي جوړه شوه ځکه چې په مروتو کې ډېره درنه بدامني جوړه شوې او دوی ورته د وخت نه بند جوړول غواړي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د دغه امن کمېټۍ کار دا نه دی چې ټوپک راواخلي ټوپک به ریاستي ادارې راخلي دوی به خلک سمې لارې ته کوي په خلکو کې به شعوري بېداروي راولي دا د ولس شريکه فېصله ده".

نوموړي زياته کړه، "ولس د بدامنۍ ضد راپاڅېدلی دی ځکه دوی خطره محسوسه کړه چې ناڅاپه مرګونه پېل شو او څه وخت وروسته به دا پېښې ولس ته ورسي دوی د دغه ویرې په بنیاد راپاڅېدلي چې دغه اوور مړ کړي او په مخه يې بلولو ته پرې نه ږدي".

د لکي مروت سرای نورنګ تحصيل سرکل ډي اېس پي محمد اسماعيل چې د امن کمېټۍ دپاره جوړه جرګه کې ګډون کړی وايي، ځايي خلک راټول شوي غټه جرګه يې کړې ده.

هغه وويل، جرګې وويل "اول به په وسله والو جرګه کوي چې ځان قانون ته وسپاري که نه په بل صورت کې دې بيا علاقه پرېږدي قوم هيچا ته ځای ورکولو او سهولت کارۍ ته نه دی تيار".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه،" ځايي خلکو امن کمټي جوړه کړه او د پولیس ملاتړ به ورته ترلاسه وي".

په 16م نومبر په لکي مروت کې شپږ پوليس اهلکار په يو بريد کې وژل شوي وو.

هغه وخت د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ویلي وو، پوليس د ولس سره په ګډه د امنيت دپاره اقدامات کوي او په ولس يې غږ کړی وو چې ترهګرو ته دې د پناه ورکولو نه ډډه وکړي او د ترهګرو د موجودګۍ په صورت کې دې سړکونو ته د راوتلو په ځای په وخت پولیس خبر کړي.

بیا لس ورځې وروسته په 26م نومبر د پاکستان د پوځ ړ لکي مروت ګمبلا سیمه کې د وسله والو سره جګړه شوې وه چې پکې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او د یو افسر په ګډون دوه نور ژوبل شوي وو.

د دغو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د لکی مروت د پولیسو په وینا په ضلعه کې په دې نزدې وختونو کې د پولیسو د نهو عسکرو په ګډون خواشا 14 امنیتي عسکر په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي او د دې په دوه چنده نور ژوبل شوي دي.

دغلته د شوو زياتره ترهګريزو پېښو ذمه واري تحریک طالبان په غاړه اخستې ده.

د يادو پېښو وروسته په علاقه کې پوځ عملیات کړي او د عملياتو په مهال د پوليو ضد څاڅکو کمپاين هم ځنډول شوی وو.

د لکي مروت ضلعې پولې د پنجاب میانوالي ضلعې تر څنګ د خیبر پښتونخوا ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، کرک او قبایلي ضلعو وزیرستان سره لګېدلې دي .

د اکتوبر په 29 د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې يوه قامي امن جرګه شوې او پرېکړه شوې وه، "چې د ملاکنډ خلک به نورې امن لښکرې نه جوړوي ځکه د جرګې په خبره، یوه دا چې د امن زمه واري د رياست ده، او تيره تجربه ناکامه شوې د امن په نوم جوړو لښکرو زیاتره مشران وژل شوي دي".

د ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې وروسته په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان دحکومت سره ډز بندي ختم کړې او د ډز بندۍ ختمولو وروسته يې پرله پسې د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG