لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین: روس یو ځلي بیا په کیيف باندې د ایراني ډرونونو حمله کړې ده


واشنګټن - د اوکراین چارواکو نن د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې په سرښار کيیف باندې روسانو د ایراني ډرونونو په وسیله تازه حمله کړې چې په کې دوه سرکاري ودانیو ته نقصان رسېدلی دی.

د کيیف مېئر/ښاروال ویتالي کلېچکو ویلي چې دا چاودنې د کيیف په مرکزي سیمه، شیف چېن کېفسکي کې شوي دي او سمدستي د مړو او زخمیانو شمېر په کې ندی معلوم.

د اوکراین پوځ ویلي چې د دوی د فضایي دفاع ځواکونو دیارلس (۱۳) شاهد ډوله ډرونونه رانسکوره کړي، او دا هغه قسم ډرونونه دي چې روسانو د اوکراین په مختلفو ښارونو کې ورنه په داسې حملو کې کار اخیستی چې ډرون د بم په توګه په یو هدف استعمالیږي، او پخپله هم چاودنه کې له منځه ځي.

د اوکراین دفاع وزارت په یو ټویټ کې ویلي: "په کيیف باندې یوه بله ستره حمله. دا ښکاره خبره ده چې د روس پوځ صرف هغه وخت ډاډه احساس کوي چې پرامنه ښارونو باندې حملې وکړي."

یورپي اتحاد په دې هفته کې په ایران باندې په دې وجه تازه پابندۍ ولګولې چې د اوکراین جګړې کې استعمالېدونکي ډرونونه یې جوړ کړي او روس ته یې ورکړي دي.

د یادونې ده چې د برطانیې د دفاع وزارت د استخباراتو څانګې پر خپله ټویټر پاڼه په تازه معلوماتو کې دعوه کړې چې له کله راهیسې روس پر اوکراین یرغل کړی دی، ایران د ماسکو یو ستر پوځي ملاتړی ګرځېدلی دی. برطانیه وایي، کېدای شي د ایران له خوا د روس ملاتړ په زیاتېدو وي، ځکه چې وایي ماسکو هڅه کوي د سلګونو بېلسټیک میزایلو په ګډون نورې وسلې ترلاسه کړي.

د اوکراین په ماحولیاتو باندې د جنګ اثرات

د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د نیوزیلنډ نه غوښتي دي چې د امن د یو داسې پلان دپاره په ملاتړ راټولولو کې کردار ادا کړي چې ترکیز یې په اوکراین کې د روس د جګړې په ماحولي اثراتو باندې وي.

صدر زېلنسکي چې د ویډیولېنک د طریقه د نیوزيلنډ پارلېمان ته خبرې کولې، ویې ویل چې د روس په جګړه کې د اوکراین سیندونه ککړ شوي، د کویلې درنګونه د اوبو ډک شوي، او د کیمیاوي موادو ذخیرې بربادې شوي دي. د زېلنسکي وینا وه چې د اوکراین د خاورې یو لک و څلور اویا زره (۱۷۴۰۰۰) کلومټره مربع کې ماینونه او ناچاودل شوي ګوله بارود تیت شوي دي.

د اوکراین صدر پخپلو خبرو کې وویل: "ویجاړ شوي اقتصادونه او بنیادي اډانې د کلونو په تېرېدو، بېرته جوړېدلی شي، مګر ماحولیات چې وران شي، بیا جوړول کیږي نه."

په دې وروستیو کې اوکراین سره د عالمي امداد دپاره دوه کنفرانسونه جوړ شول او قریب اویا (۷۰) ملکونو او ادارو په کې وعده وکړه چې اوکراین سره به څه باندې یو بلین ډالر نور امداد هم کوي. صدر زېلنسکي بېګاه شپه اولس ته پخپل تقریر کې د نړېوالو د دې امداد مننه وکړه.

په دې امداد به د اوکراین هغه بنیادي اډانې بېرته جوړیږي چې د روسانو د وروستیو هفتو په حملو کې وران شوي او په وجه یې د میلینونو اوکرایني وګړو په کورنو باندې بجلي او اوبه بندې شوي دي. په دې کې، قریب څلور سوه میلینه ډالره صرف د اوکراین د توانایۍ یا انرجۍ سېکټر کې مصرف کېدلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG