لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند سبا د علي وزیر د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي


پښتونخوا ملي عوامي ګوند سبا د جمعې په ورځ [16 دسمبر] د علي وزير د خوشي کولو دپاره احتجاجونه اعلان کړي دي، ياد ګوند وايي په ټولو پښتنو غږ کوي چې په دغو احتجاجونو کې ګډون وکړي، د پاکستان رياست، حکومت او عدليې ته احتجاج کړي چې علي وزیر کوم جرم نه دی کړی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په دويم دسمبر د علي وزیر دپاره د احتجاج اعلان کړی او ويلي وو په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د 440 کسانو په وژنو کې تورن راو انوار ته ضمانت ورکړی، خو علي وزیر ته ضمانت نه ورکوي.

اڅکزي اعلان کړی وو چې که د 16 دسمبر پورې علي وزیر خوشی نه شو پښتونخوا ملي عوامي پارټي به د علي وزير دپاره په ټول جهان کې مظاهرې کوي.

هغه ویلي وو په 16 دسمبر 2020 علي وزیر نيول شوی وو ځکه دوی په 16 دسمبر مظاهرې اعلانوي.

د ياد ګوند د بلوچستان صوبې مشر قهار ودان وايي، علي وزیر د قومي اسمبلۍ غړی دی هيڅ جرم یې نه دی کړی، جمهوريت او په ملک کې يې د قانون حکمراني غوښتې ده خو هغه بندي دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "دغه احتجاج د پاکستان رياست، حکومت او عدالت ته احتجاج کوو چې دا پېمانه سمه نه ده، نړۍ ته ويل غواړو چې دا څه روان دي چې د پارليمان يو غړی بې د کوم جرم نه بندي دی".

هغه وویل په ټول ملک او هر ځای کې به لاريونونه او احتجاجونه کيږي او په کوټه کې په مرکزي احتجاج کې به د ګوند مشر محمود خان په خپله ګډون کوي.

ودان زياته کړه دوی "په ټولو پښتنو په دغو احتجاجونو کې د ګډون غږ کوي".

علي وزیر د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږدول شوی وو. پر هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

د نوموړي وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي، په علي وزیر باندې تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په درېو مقدمو کې ورته د کراچۍ عدالتونو ضمانتونه ورکړي، اوس پرې درې مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ميرانشا، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده.

هغه وويل په خېبرپښتونخوا کې ورته هم په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی خو په دوه نورو کې ورته لا ضمانت نه دی ترلاسه شوی چې په هغو کې يې ضمانت وشي نو هغه به خوشی شي.

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG