لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان حکومت اؤ بیرک ګولډ کمپنۍداتوؤ اربو ډالرو په لګښت د ریکوډک پروژه لاسلیک کړه


دبلوچستان دحکومت اؤ دکاناډا د بیرک ګولډ کمپنۍ ترمنځ دریکوډک په نوم بلوچستان کې دسرو زرو دکان کیندنې داتوؤ اربو ډالرو په تړون لاسلیکونه وشول.

دبلوچستان حکومت ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د ریکوډک تاریخي پروژه په غوڅه توګه ترسره شوې اؤ دا د پاکستان تر ټولو ستر دبهرنۍ سرمایه ګزارۍ تړون دی چې لګښت یې اته اربه ډالره دی.

په یاد تړون دبیرک ګولډ کمپنۍ اؤ دبلوچستان دحکومت ترڅنګ دپاکستان مرکزي حکومت هم لاسلیک کړی دی.

دبلوچستان حکومت د ویاند ترمخه په تړون له لاسلیکونو وروسته دنړیوالې محکمې لخوا په پاکستان لګول شوې د شپږ نیم اربو ډالرو جرمانه هم غیر موثر شوې ده.

ویاند ویلي دا تړون به 16م اګست 2022 نه پځائ وي اؤ دتړون له مخې به به ګولډ بیرک کمپني سمدستي خپل کار پیل کوي.

ګولډ بیرک کارپوریشن په ټولنیزه رسنۍ ټویټر لیکلي د ریکوډک پروژه بیا دنوي سره تشکیل کړل شوې ده اؤ دا به دا به دپاکستان دمعیشت په پیاوړتیا کې یو مهم رول ولوبوي .

دغه کمپني وایي دیادې پروژې له امله به په وروسته پاتې صوبه بلوچستان دبدلون ښه اثرات مرتب شي.

ریکوډیک پروژه څه ده؟

د بلوچستان ریکوډک کانونه د سرو زرو او مسو د زیرمو له امله مشهور دي او ویل کیږي چې په دغه سیمه کې د سرو زرو د نړۍ پنځمه لویه ذخیره شتون لري-

د ریکوډیک کان کیندنې پروژې اصلي تړون په کال ۱۹۹۳ کې د بي ایچ پي نومې کمپنۍ سره لاسلیک شوی و چې ورسته کال ۲۰۰۶م کې دا د کاناډا باریک ګولډ او د چیلي انټوفاګاسټا ته وسپارل شو. او د ټهیتیان کوپر کمپنۍ په مرسته په لویه کچه د سرو زرو او میسو زیرمې وموندل شوې.

خو په ۲۰۱۱ کال کې دبلوچستان حکومت دغه لوظنامه رد کړه او په ۲۰۱۳ کال کې سترې محکمې هم باطل اعلان کړه.

په 2019 کې، د نړیوال بانک د منځګړیتوب عدالت په پاکستان باندې د کانونو د غیرقانوني انکار له امله جرمانه ولګوله.

سږ کال د مارچ په میاشت کې،وفاقي او د بلوچستان حکومتونو د دوو نړیوالو شرکتونو - انټوفاګاستا PLC او بیریک ګولډ کارپوریشن سره د ریکوډیک پروژې د بیارغونې لپاره موافقه وکړه چې انټوفاګاسټا ته یې د وتلو اجازه ورکړه. او دغه رنګه پاکستان د ریکوډیک په قضیه کې د 11 اربو ډالرو جرمانې څخه بچ شو.

د نوي تړون ترمخه، باریک کمپني 50 فیصد برخه لري، د بلوچستان حکومت په دې پروژه کې 25 فیصده ونډې لري او پاتې 25 فیصده برخه د دریو دولتي شرکتونو لخوا په مساوي ډول (8.33 فیصده) کنټرول کیږي.

د اکتوبر په 18، صدر ډاکټر عارف علوي په بلوچستان کې د ریکوډک پروژې د وړاندیز شوي بیارغونې په اړه د سپریم کورټ نظر غوښتلو او د لوظنامې د تشریح لپاره یو ریفرنس ستر عدالت ته ولیږوـ

د روانې میاشتې په ۹مه نیټه د پاکستان سپریم کورټ د ریکوډک نوې لوظنامه قانونې ګرځولې وه خو حکومت ته یې امر کړی و چې په هیواد کې دې د بهرنۍ سرمایه کارۍ په اړه قانون سازي وکړی شي.

د دسمبر په دويمه اوونۍ کې د بلوچستان صوبې، سيند صوبې او له دغې وروسته د پاکستان قامي اسمبلۍ او سېنټ د ريکوډک منصوبې په اړوند قوانين جوړ کړي و او له هم دې سره سم د رېکوډک د ټېکسونو روپۍ د بلوچستان په ځای مرکزي حکومت ته د تر لاسه کولو قانوني حق ورکړل شوی و چې په دې دبلوچستان قام پاله اؤ سیاسي ګوندونو سختې نیوکې کړې وې.

په دغه قانون دمرکزي حکومت ایتلافي دبلوچستان ګوندونو هم اختلافي غږونه رابرڅېره کړي وؤ خو رپورټونه وایي چې وروسته وزیراعظم شهباز شریف خپلو مرورو اتحادیانو له دحکومتي وزیرانو یوه جرګه لیږلې ده اؤ هغوي ته یې باور ورکړی چې دبلوچستان سره به دې منصوبه کې زیاتې نه کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG