لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنګله دېش د بېلوالي 51 کاله: څېړونکي وایي پاکستان باید زدکړه وکړي او د هغسې پېښې د تکرار سبب نه شي


واشنګټن ـــــ بنګله دېش د دسمبر شپاړسمه له دې کبله د «کامیابۍ د ورځې» په توګه لمانځي چې وایي پاکستاني پوځ ته یې په ډاکه کې "ماتې ورکړې وه"، څېړونکي وایي پاکستان باید له هغې پېښې زدکړه وکړي او له خپلو خلکو، د هغوی له ژبې او حقونو سره داسې چلند ونه کړي چې بیا 51 کاله مخکینۍ پېښه تکرار شي.

تاريخپوه او ليکوال پروفېسر سيد وقار علي شاه وايي، دغه به په تاريخ کې همېش د تورې ورځې په توګه ياد ساتل کيږي چې اکثريت د "ناانصافۍ او زياتي" د لاسه په دې مجبوره کړی شو چې له اقليته بېل شي:

"دا په تاريخي توګه يواځینی ځانګړی مثال دی چې اکثريت د لږکيو څخه تښتېدلې دي، د غربي پاکستان له خوا د ختيځ پاکستان وګړو ته هغه درناوی يا حقونه نه ورکول کېدل، هغوی 56 فیصده ابادي وه خو بيا هم بنګله د قامي ژبې په حېث نه منل کېدله، د هغوی ډېرې ګېلي وي خو د هغوی ګیلو ته د دويمې درجې د وګړو په حیث کتل کېدل، ځکه ددې نتيجه د هيواد بېلېدو صورت کې وليدل شوه".

شپاړسم دسمبر 1971م کال هغه ورځ ده چې په 1947م کال کې جوړ شوي پاکستان څخه د هغې وخت مشرقي پاکستان په نامه ياده برخه بېله شوه چې نن يې نړۍ د بنګله دېش په نوم د يو خپلواک هېواد په حيث پېژني.

د مشرقي پاکستان تر بېلدو وړاندې چې دغلته احتجاجونه او سياسي تحريک هم روان وو او بيا ددې صورتحال د قابو کولو دپاره د مارچ په مياشت کې پوځي عمليات روان کری شول خو په دسمبر 1971م کې د پاکستان پوځ تسليم شو او دغه برخه بېله شوه.

په دغه موضوع وخت په وخت بحثونه اورېدل کيږي خو په وروستيو کې له خپلې څوکۍ تر ريتايرډ کېدو وړاندې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل باجوه دې خبرې دا بحث يو وار بيا روان کړ، چې ویل یې د 1971م کال دغه ناکامي د پوځ نه بلکې د سياسي مشرانو په غاړه ده.

خو يوه اوونۍ وروسته له هغه چې د پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوید باجوه د ختیځ پاکستان ماتې د "سیاسي ناکامۍ" په توګه یاده کړه، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري دا دعوه په پټه خوله رد کړه او ټینګار یې وکړ چې د ډاکې ماتې په حقیقت کې یوه "پوځي ناکامي" وه چې د ذوالفقار علي بټو په مشرۍ پیپلز ګوند لپاره یې چېلنجونه راوړي وو.

بلاول بټو ویلي وو چې تر هغې پېښې وروسته خلک مات شول او ټولې هيلې يې له لاسه ورکړې وې، خو کله چې ذوالفقار علي بټو حکومت واخيست هغه ملت جوړ کړ:

"د خلکو باور یې بېرته واخیست او بالاخره یې زموږ 90,000 سرتیري بیرته کور ته راوستل چې د پوځي ناکامۍ له امله د جګړې بندیان شوي وو او دا هر څه د امید د سیاست، د یووالي او شمولیت له امله ممکن شوي وو".

د پېښور پوهنتون د سيمه یيزو مطالعاتو د مرکز پخوانی مشر پروفېسر ډاکټر سرفراز خان وايي، پکار نه ده چې تاريخ ګډوډ کړل شي بلکې پر ځای ددې د تېروتنو څخه زدکړه کول پکار دي او له هغه څه تکرارولو ډډه کول ضروري دي چې د هېواد د دوه ځايه کېدو سبب شوي وو.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG