لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان په 23م دسمبر د پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو ماتولو اعلان کړی


پېښور ـــــ د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی دی چې په 23م دسمبر به د خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ ماتوي اؤ هم به دقامي اسمبلۍ دسپیکر په وړاندې مرکزي پارلیمان نه دخپل ګوند دغړو داستعفاګانو تصدیق کوي.

خو حکومت دعمران خان په دې اعلان خپل غبرګون کې ویلي داسمبلیو ماتولو لپاره دتاریخ نه دهمت ضرورت دی.

څېړونکي وایي دعمران خان لخوا د دوؤ صوبو داسمبلیو ماتولو اؤ دقامي اسمبلۍ دغړو داستعفاګانو دتصدیق داعلان سره په پاکستان کې روان سیاسي کړکیچ وضعیت نور هم خراب شوی چې اغېزې یې نیغ په نیغه ددې هیواد دسقوط په درشل په ولاړ ځپل شوي اقتصاد کیدای شي.

دخالي په ورځ لاهور لیبرټي چوک کې دخپل ګوند پلویانو ته د ویډیو لنګ دلارې وینا کې عمران خان ویلي ترڅو چې هیواد کې روڼ انده ټولټاکنې نه وي شوي نو ویره ده چې هیواد به ډوب شي.

هغه سره ددې وینا په مهال دخیبر پښتونخو وزیراعلا محمود خان اؤ دپنجاب وزیراعلا چوهدري پرویز الهي هم ناست وؤ.

عمران خان وویل د راتلونکي جمعې په ورځ به دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ ماتې کړي اؤ هم به دقامي اسمبلۍ دسپیکر مخې ته ودریږي اؤ دمرکزي پارلیمان نه به دخپلو غړو داستعفاګانو تصدیق وکړي.

دعمران خان وینا وه د دوؤ اسمبلیو قرباني ددې لپاره ورکوي ترڅو دنوؤ ټولټاکنو دلارې خپلو مخالفینو ته (چې هغه یې دغلو په نوم یادوي) ماتې ورکړي.

هغه وویل ولس یې په طرف ولاړ دی اؤ په ترسره شوؤ ضمني ټاکنو کې هرچاته معلومه وه چې دی اسمبلۍ ته هم نه ځي خو بیا یې هم خپلې رایې ده ته ورکړې اؤ په اتوؤ کې یې اووه څوکۍ وګټلې.

دعمران خان وینا وه چې نه غواړي پاکستان کې هم دسري لنګا په څېر حالات رامنځته شي اؤ ولس سړکونو ته را اوځي ځکه دی غواړي چې دټولټاکنو دلارې دوئ(حکومت) ته شکست ورکړي اؤ نوم نشان یې ورک شي.

دعمران خان په دې اعلان خپل غبرګون کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب ویلي اقتدار څخه له محرومیدو په غم کې عمران خان په ذهني توګه ناروغه شوی دی .

اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې هغې ویلي داسمبلیو ماتولو لپاره نیټه ورکول نه همت ښودل پکار دي اؤ تور یې ولګولو چې عمران خان خپل خرچ خوراک دخیبر پښتونخوا ؤ پنجاب اسمبلیو نه پوره کوي .

هغې وویل عمران خان دخپلو غلاګانو پټولو لپاره دا سیاسي شور وغوغا پیل کړې ده ځکه چې هغه سره ویره ده چې که حالات ارامه کیږي نو دهغه غلاګانې نیول کیږي.

خو عمران خان بیا ویلي چې هغه سره ویره ده که دنوي سره روڼ انده ټاکنې ونه شوې نو هیواد به ډوب شي.

دعمران خان وینا وه چې کومو خلکو د دیرشو کلونو نه هیواد لوټلو هغوئ پخواني پوځي سرلښکر جنرال قمر باجوه اقتدار ته رسولي دي اؤ نن دتیرو پنځوسو کلونو په پرتله هیواد کې تر ټولو زیاته ګراني ده.

پوځ وخت په وخت دعمران خان دا تورونه رد کړي چې ګنې دموجوده حکومت اقتدار ته په رسولو کې لاس لري اؤ مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب هم پخپل پریس کانفرنس کې پوښتنه راولاړه کړې ده چې که پخواني پوځ سرلښکر قمر جاوید باجوه دعمران خان دحکومت پرضد سازش کولو نو بیا ورته هغه (عمران خان )دملازمت دمودې غځولو وړاندیز ولې کړی ؤ؟

عمران خان د دوؤ اسمبلیو ماتولو اؤ دقامي اسمبلۍ دڅوکیو پرېښودلو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې څیړونکي وایي دپاکستان اقتصاد سقوط ته ورنزې شوی ،دغیرملکي اسعارو ذخیرې یې کمې شوي، دبهر نه ورته دمخکې په څېر پیسې نه راځي اؤ هم پکې بهرني سرمایه کاري کمه شوې ده.

پېښور کې میشت خبریال اؤ دیوې ځایي رسنۍ وحدت نیوز ایډيټر ناصر داوړ وایي دعمران خان لخوا داسمبلیو ماتولو داعلان سره به هیواد کې سیاسي بې باوري نوره هم زیاته شي اؤ ددې نیغ په نیغه اثرات به دهیواد دسقوط داندېښنې سره په مخ اقتصاد کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ ویلي پاکستان دا وخت دیو خراب اقتصادي صورتحال سره مخ دی اؤ دهیواد مرکزي بینک منلې چې دبهرنیو اسعارو ذخیرې یې کمې شوي دي اؤ هم بهرنۍ سرمایه کارۍ کې کمی راغلی دی.

هغه وایي که اوس سیاسي کړکیچ نور هم زیاتیږي نو نه یوازې دنړۍ هیوادونه اؤ مالیاتي ادارې به پاکستان ته دپیسو په ورکولو کې دتردد اؤ ویرې سره مخ کیږي بلکې بهرني پانګوال به هم دلته دپانګو اچولو نه ډډه کوي اؤ داسې به دهیواد اقتصادي کښیني.

خو ناصر داوړ بیا وایي چې دهیواد اسټبلشمنټ هم په داسې صورتحال کې څه وخت هم لاس اؤ پښه وهلی شي اؤ کیدای شي د حالاتو په ارامه کولو کې اسټیبلشمنټ خپل کردار ولوبوي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم دیو شخصي ټيلي ویژن سره خبرو کې دعمران خان په اعلان خپل غبرګون کې ویلي "تاسو به وګورئ چې په یوه اوونۍ کې به څنګه یوټرن واخستل شي"

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد طاقتور پوځ د وړاندې نه ویلي دي چې دهیواد دسیاست نه یې ځان په ډډه ساتلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG