لاس رسیدونکی لینک

 
د سالنګ ټنل په پېښه کې د مړو شمېره د دېرشو څخه پورته شوه
تازه خبر

د سالنګ ټنل په پېښه کې د مړو شمېره د دېرشو څخه پورته شوه


واشنګټن - د افغانستان په سالنګ ټنل/سرنګ کې د اورلګېدنې له امله د مړه شوو کسانو شمېر یو دېرش (۳۱) تنو ته لوړ شو. دا خبره د طالبانو د صحت وزارت ترجمان رسنیو ته کړې ده.

د صحت وزارت ویاند شرافت زمان وویل چې د سالنګ سرنګ په پېښه کې اووه دېرش (۳۷) کسان زخمیان شوي هم دي. سالنګ ټنل/سرنګ د کابل نه ۹۰ کلومټره لېرې د شمال پلو، د هندوکش په غرونو کې ستر ټنل دی چې د افغانستان جنوبي برخې د شمالي برخو سره نښلوي.

د طالبانو چارواکو ویلي چې دا اورلګېدنه د خالي/شنبې ورځې په ماښام هغه وخت رامنځته شوه چې د تېلو یو ټېنکر په ټنل کې دننه چپه شو. اول کې د مړو شمېر دوولس (۱۲) کسان ښودل شوي و، مګر چې د اتوار/یکشنبې په ورځ اور خاموشه کړی شو، چارواکو وویل چې ېره شته د مړو شمېره لوړه شي.

د ګل/دوشنبې په ورځ د سالنګ ټنل بند و. د عامه ګټو وزارت یو ویاند ویلي چې هغوی کوښښ کوي دا ټنل د نهې/سې شنبې په ورځ بېرته پرانیزي.

د سالنګ ټنل څه باندې دوه نیم کلومټره (۲.۶) اوږدوالی لري چې پخواني شوروي اتحاد (سوویټ یونین) جوړ کړی او هغه وخت د انجنیرۍ یو شاهکار ګڼل کېده. دا ټنل نه یوازې د افغانستان د شمال او جنوب سیمو د نښلولو له امله اهم ګڼل کیږي، بلکې د برصغیر او سنټرل ایشیا ملکونو ترمنځ هم مهمه لار ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG