لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: پوځ د سي ټي ډي په مرکز عملیاتو کې د 25 ترهګرو وژلو دعوه کړې، درې پوځيان هم وژل شوي


د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګرو وژلي، اووه تسليم شوي او درې ګرفتار شوي دي. پوځي وياند د وسله والو سره په جګړه کې د یو صوبېدار په ګډون د درېو عسکرو وژل کېدل هم تاييد کړي دي.

میجر جنرل احمد شریف د پاکستان شخصي ټیلي ويژن جیو نیوز سره په خبرو کې په بنو کې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په اړه ویلي چې د دسمبر په 18مه په بنو کې 35 ترهګر د سي تي ډي کمپلیکس کې تر پلټنو لاندې وو.

هغه ويلي دي چي د سي ټي ډي په کمپاونډ باندې د بهر نه هيڅ برید نه دې شوی، د سي ټي ډي سره بند ترهګرو دغه صورتحال جوړ کړی چې د پلټنو دوران ځینې ترهګرو امنیتي عسکرو نه په زور سره اسلحه اخستې او افغانستان ته په محفوظه طریقه د وتلو غوښتنه يې کوله.

له دې وړاندې پرون د دفاع وزیر خواجه اصف اصف په قومي اسمبلۍ کې ويلي وو، د بنو سي ټي ډي کمپاونډ کې ټول 33 ترهګر وژل شوي او په دغه مهال په عملياتو کې د دوه پوځیانو وژل کېدو يې ويلي وو.

هغه ويلی وو دغه 33 ترهګرو د سي ټي ډي په کمپاونډ کې بندي وو او پلټنې ترې روانې وې.

د پاکستان د پوځ وياند ميجرجنرال احمد شريف ويلي چې په بنو کې د تندلارو په تبادله کې 25 تندلاري وژل شوي او 7 تسليم شوي او درې د تېښتې په مهال نيول شوي دي.

د پوځ ویاند ویلي په 18 دسمبر چې وسله والو د يو اهلکار نه وسله تښتولې او ډزې يې کړې وې په هغه مهال یو اهلکار وژل شوی او بل چې ژوبل شوی وو هغه هم وروسته ژوند د لاسه ورکړی دی.

ټي ټي پي د نهې، سه شنبې، په ورځ مطبوعاتو ته لېږل شوي بیان کې وویل د پوځ خصوصي عسکر تاڼې ته په ننوتلو کې نه دي کامیاب شوي او دا چې د خصوصي اېس اېس جي دستې تر 20 پورې عسکر زخمیان او یا وژل شوي دي.

سرچینې وایي عملیاتو کې د پاکستان د پوځ ځانکړي ځواک یا کمانډوز برخه اخیستې.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي د وسله والو په ډزو کې د پاکستان د پوځ څلور عسکر وژل شوي چې پکې د وسله والو سره یرغمال یو.عسکر هم شامل دی وژل شوي او د پاکستان د ځانګړي ځواک یو افسر عابد په ګډون 18 نور پوځي عسکر ژوبل شوي دي.

سرچينې وايي د ډزو په تبادله کې سپاهي سعید سپاهي بابر، سپاهي حلیم او صوبیدار مېجر خورشید وژل شوي او په ژوبل شوو عسکرو کې مېجر عابد، کپتان زرقم، نايب صوبدار ظفريار، حوالدار زبېر احمد لانس نايک ظهور، لانس نایک مقصود علي، نایک ایم اکرم، نایک عبدالقیوم، سپاهي زوهیر، سپاهي شکیل، سپاهي ندیم، سپاهي عادل، سپاهي عزیر، سپاهي صادق، سپاهي خیال، سپاهي عرفان، سپاهي شاهد، سپاهي حلیم، او سپاهي سفيان شامل دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرل احمد شریف ويلي، د تحريک طالبان پاکستان په اړه پاليسي واضحه ده چې هيڅ قسمه ترهګر يا ترهګرې ډلې ته د ودې اجازه نه شي ورکولی، د حکومت واکمني به په هر صورت کې په ځایی کوي.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې دي.

په خبر کې ویل شوي دغو کسانو پوځي او د جېل اهلکار يرغمال کړي دوی د محفوظه لارې غوښتنه کوي خو پوځ په خپله انا ټینګ ولاړ دی، ټي ټي پي ويلي بندي کسان په حالاتو نه دي خبر ځکه يې د افغانستان خبره کړې او دوی د قبايلي علاقو په خپله ولکه کې اخستو خبره هم کړې ده.

د سيمې څخه ځينې راپورونه وايي په بنو کې اوس هم لارې تړلې پرتې دی او وخت په وخت د ډزو اوازونه اورېدل کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG