لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېرس کې د کردانو پر کلتوري مرکز ډزو کې درې تن وژل شوي څلور ټپیان، 69 کلن مشکوک بریدګر نیول شوی


واشنګټن ــــ د فرانس په مرکز پېرس کې یوه وسلوال تن د جمعې په ورځ د کردانو یوه کلتوري مرکز ته نیژدې پر خلکو ډزې کړې دي چې د چارواکو په وینا په ډزو دوه تنه وژل شوي څلور ټپیان شوي دي.

دا پېښه په داسې وخت شوې چې دوې ورځې وړاندې به د فرانس په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرسمس مراسم لمانځل کېږي.

د پېرس د سرکاري وکیل دفتر وایي د ډزو په تور یې 69 کلن سړی نیولی او دا مهال په بند کې دی، خو دا یې نه دي ویلي چې دا تن څه نومېږي او د پېښې سبب څه دی، خو شک څرګندېږي چې دا به د "نسلي تعصب" یوه پېښه وي.

رپوټونه وایي دې تن مخکې هم په پېرس کې د کډوالو پر یوه کېمپ د «تورې» په وسیله برید کړی وو چې وایي دا فرانس ته د ورغلیو بهرنیو کډوالو ضد پېښې په توګه پېژندل شوې وه.

د سرکاري وکیل دفتر وایي دا پېښه تر غرمې مخکې د پایتخت په مرکز کې د لسمې سیمې په «رو ډنګین» کوڅه کې شوې چې وایي هلته واړه دوکانونه او کېفې هم دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مېکرون پر ټویټر په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او ټپیانو سره خواخوږي ښکاره کړې او د بریدګر په نیولو سره یې د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده، ښاغلي مېکرون لیکلي:

"د پېرس په زړه کې د فرانس کردان د یوه ناوړه برید هدف شوي دي".

عیني شاهدانو فرانس پرس اژانس ته ویلي، بریدګر لومړی د کردانو یو کلتوري مرکز په نخښه کړ او بیا د وېښتانو جوړولو یا د نایي دوکان ته ننووت او په هغه ځای کې پولیسو ونیو.

د پېرس د سرکاري وکیل یا څارنوال دفتر وایي د خلکو د وژنې او د زیاتېدونکي تشدد په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پېرس د ښاروال یا مېر مرستیال ایمانویل ګریګوار پر ټویټر لیکلي، "د ډزو حمله شوې ده، د امنیتي ځواکونو د چټک غبرګون مننه، په پېښې کې د وژل شویو، ټپیانو او هغو خلکو په اړه اندېښمن یو چې دا پېښه یې لیدلې ده".

د فرانس د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین وایي، مشکوک تن د ترهګرۍ د څار په فهرست کې نه وو، وایي دا نه ده څرګنده چې هغه په ځانګړې توګه کردان په نخښه کول، خو وایي هغه په ښکاره غوښتل پر بهرنیانو برید وکړي.

ښاغلي درمانین وویل پولیس یې په ټول هیواد کې د هغو ځایونو د ساتنې لپاره ګومارل شوي دي چې کردان پکې اوسېږي.

د پېښې ځای ته د نیژدې هوټل کارکوونکي رومین اې ایف پي ته په ټیلیفون وویل: "موږ ولیدل یو سپین پوستی بوډا سړی راغی او د کردانو پر کلتوري مرکز یې ډزې پیل کړې او بیا د وېښتانو جوړولو دوکان ته ننووت."

یوه عیني شاهد- چې نوم یې نه دی معلوم- اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا واورېدل چې اووه یا اته ډزې وشوې.

یوه بل نامعلوم عیني شاهد بیا بي ایف ایم ټیلویژن ته ویلي، چې مشکوک بریدګر سپین پوستی وو چې وایي په غلې توګه یې ډزې پیل کړې.

تر دې پېښې وروسته هلته د کردانو د ټولنې په لسګونو کسانو احتجاج کړی، خو د قهر او غوسې له کبله یې کاڼي ویشتلي او د کوڅې مېزونه یې غورځولي دي چې وروسته یې له پولیسو سره اخ و ډب پیل شوی او پولیسو ورباندې اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی دی.

د پېرس پولیسو ویلي نیول شوی کس د فرانس شهریت لرونکی دی او وایي هغه مخکې هم په 2016 او 2021م کال کې د قتل د اقدام په تور پېژندل شوی وو او په زندان کې وو خو دا نه ده معلومه چې هغه ولې د دسمبر په پیل کې خوشي شوی وو.

د فرانس د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین په وار وار په دغه هیواد کې د ښي اړخو ډلو له خوا د تاوتریخوالي د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د جمعې د ورځې دا برید شاوخوا لس کاله وروسته له هغه وشو چې په پېریس کې درې کردۍ ښځې په ډزو وژل شوې وې، د فرانس د چارواکو په وینا پر هغوی د هدفي وژنې بریدونه شوي وو.

دغه درې ښځې سکینه جانسیز د کردستان ورکزز په نوم د وسلوال ګوند بنسټ ایښودونکې غړې، فیدان دوغان په بروکسل کې د کردانو د نېشنل کانګرس استازې او یوه مېلمنه لیلا سویلمیز د 2013م کال په جنورۍ کې وژل شوې وې‌.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG