لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصم منير: د پوځ توجه په امنيتي حالاتو ده او ترهګرۍ د مخنیوي عزم لري


د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ويلي، "د پوځ توجه په امنیتي حالاتو ده او د ترهګرۍ د مخنيوي د عزم څرګندونه يې کړې ده". پوځي مشر پرون د جمعې په ورځ [23 دسمبر] د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان او تربېلې سفر کړی دی.

پوځ ويلي، جنرل عاصم منير ته په علاقه کې د امنیتي وضعې او ترهګرۍ د خطرو د مخنيوي په اړه تګلاره باندې احوال وړاندې کړی شوی دی.

ويل شوي، پوځي مشر د پاکستان او افغانستان پولې ته هم ورغلی او پوځي عسکرو سره يې ليدلي دي.

د پوځ مشر ويلي، "پوځ په امنيتي وضع توجه ساتي، او د ترهګرو د مخنيوي او د هغو د سهولت کارو د جوړ جاړي ماتولو ته پرعزم دی چې د ټولنيزې اقتصادي پرمختيا د لارې تل پاتې امن يقيني کړی شي".

هغه زياته کړې "پوځ به په ډېر محنت ترلاسه کړی امن پياوړی کو"ي. وروسته نوموړي د تربېلې سفر کړی او د پوځ د ځانګړي څانګې [اېس اېس جي] د افسرانو او ځوانانو سره يې ليدلي دي.

اېس اېس جي په وروستيو کې د خېبرپښتونخو په بنو ضلع کې د وسله والو لخوا د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز عملیات کړي وو.

په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو. په 22 دسمبر پوځ ويلي وو د بنو په سي ټي ډي مرکز کې د عملياتو په مهال ژوبل شوي عسکر حليم خان د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې د درملنې په مهال ژوند د لاسه ورکړی وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

هم په 18م دسمبر د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو.

په 19 دسمبر په میرانشا کې د پوځ په قافله ځانمرګی بريد شوی یو عسکر او دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي وو. دغه بريد په شمالي وزیرستان کې سږ کال نهم ځانمرګی بريد وو، چې په زياترو بريدونو کې پوځ په هدف کړی شوی او د زياتو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د ډز بندۍ ختمولو وروسته يې بیا د ډېرو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

پرون د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې یوه ځانمرګې چاودنه شوې، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی او د څلورو پوليس اهلکارو په ګډون پکې شپږ کسان ژوبل شوي وو.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د راولپنډۍ نه د بارودو ډک ګاډی اسلام اباد ته ننوتی چې پکې ترهګر ښځه او سړی سواره وو، او چې پوليسو ودرولی په دغه مهال چاودنه شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

د يادې پېښې وروسته د اسلام اباد پولیسو ويلي، نور کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او راپورونه وايي په اسلام اباد کې د دوه اوونیو پورې په غونډو جوړولو بنديز لګول شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG