لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ او مومندو کې د امن دپاره لاريون او جلسه اعلان شوي


د خېبرپښتونخوا په باجوړ او مومندو قبايلي ضلعو د سياسي ګوندونو غړو او ځايي مشرانو د امن د پاره جرګې او لاريونونه اعلان کړي دي، د دوی په وینا په سيمه کې د ناامنۍ پېښې يو ځل سېوا شوي دي دوي غوښتنه کړې چې رياست دې د ناامنۍ مخنيوي وکړي.

په باجوړ کې د جنورۍ په پينځمه نېټه په ښار بازار کې د امن مارچ اعلان شوی دی، او په مومندو کې په غلنۍ بازار کې به په 11 جنورۍ د امن د پاره جلسه کيږي، مومندو او باجوړ کې د احتجاج پرېکړې د جمعې په ورځ د سياسي ګوندونو او ځايې مشرانو په جرګو کې شوي دي.

د باجوړ د امن مارچ رابللو په اړه مولانا خانزېب وي او اې ډيوه ته وويل په باجوړ او د خېبر پښتونخوا نورو سيمو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، دلته هدفي وژنې، بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه کيږي.

نوموړي وويل"د رياست دا زمه واري ده چې دا په يو سيمه خپل ولس له امن، ترقي او روزګار ورکوي، او هغوي له به د باعزته ژوند ټول اسباب برابروي".

په مومندو کې د امن جلسې تابیا کوونکي د صوبايي اسمبلۍ غړې نثارمومند ډيوه ته وويل وړاندې وختونو کې د بدامنۍ د مخنيوي د پاره داسې اولسي پاڅونونه نه شوي، خلکو کورونه وران شو، د ترهګرۍ ضد جګړه کې يي کورونه وران شوي وو او بدامنۍ کې په سلګونو خلکو ژوند د لاسه ورکړو،

"وړاندې به ويل کيده چې که خاموشه پاتې شوۍ نو زر به امن راشي، خو بياحالات خراب شو، خلک ډير متاثره شو، اوس دا ځل خلک پوهه شوي نه غواړي چې د ترهګرۍ نه اغېزمن شي"

د روان کال د اګست په مياشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو وروسته ځايې خلکو احتجاجې مظاهرې پېل کړې وې، دغه لړۍ بيا د خېبر پښتونوا نورو سيمو ته هم غځېدلې او د باجوړ، مومندو، پېښور، بونېر،خېبر، کرمې او نورو علاقو کې د امن په نوم لاريونو او جرګو کې خلکو د رياست نه د امن په ځايې کولو غوښتنې کولې.

دغه وخت د ټي ټي پي او حکومت ترمېنځه مزاکرات او ډزبندي روانه وه.

د باجوړ نه سياسي کارکن نثار باز ډيوه ته وويل دې لاريونونو په عام اولس کې بېداري پېدا کړي ده.

"که دا پاڅونونه هم په دې څېر روان وي، نو ممکنه ده چې د ډيپ سټېټ پاليسۍ چې څوک هم جوړوي هغه به د دې مخنيوې وکړي او د دې نه په شا شي".

د خېبرپښتونخوا پوليس پرون ويلي، سږ کال په صوبه 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي دي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي هم وخت په وخت دعوې کوي چې د ترهګرۍ خلاف يې ډيرې کاميابۍ ترلاسه کړي او يو ځل به بيا امن خرابېدو ته نه پريږدي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG