لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت منلې چې هیواد یې اقتصادي ناورین سره مخ دی خو وایي له دې حالته د وتلو هڅې کوي


دپاکستان دپلان جوړونې مرکزي وزیر احسن اقبال وایي پاکستان دا مهال دیو اقتصادي ناورین سره مخ دی خو حکومت هڅه کوي چې هیواد له دې حالته وباسي.

هغه وایي پاکستان دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره معاملې پرمخ وړل غواړي خو دایي ایم ایف ځېنې غوښتنې دپاکستان د ولس لپاره دمنلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ډيره اسماعیل خان کې یوې دستورې ته د وینا په مهال پخپله هم منلې ده چې کله یې حکومت په لاس کې واخستو نو ورته نه وه معلومه چې دپاکستان اقتصاد دومره ډیر ځپل شوی چې هیواد دسقوط لوري ته روان شوی دی.

خو شهباز شریف ویلي وؤ چې دهغه ایتلافي حکومت اوس هیواد د سقوط له خطرې ژغورلی دی.

پاکستان کې داقتصادي چارو د پوهانو وینا ده چې هیواد کې د سیاسي بې ثباتۍ له امله اقتصادي اشارې منفي اړخ ته تللي دي او د اقتصادي مشکلاتو له امله ګراني سېوا شوې، د روپۍ قيمت راکم شوی دی د بهر څخه پانګونې نه راځي او ترسيلات زر هم کم شوي چې له امله یې د پاکستان اقتصاد د ګڼ شمېر چلېنجونو سره مخ دی.

دپاکستان یو شخصي ټي وي سره په خبرو کې دپلان جوړونې مرکزي وزیر احسن اقبال ویلي داخبره له شکه وتلې چې موجوده حکومت ته اقتصادي ناورین دتېر حکومت نه په وراثت کې پاې شوی خو وایي اوس حکومت هڅې کوي له دې ناورینه هیواد وباسي.

هغه وویل حکومت په دې هڅه کې دی چې د ایي ایم ایف له لوري پاکستان ته اېښودل شوي شرطونو په دغه نړیواله مالیاتي اداره را نرم کړي ځکه چې دایي ایم ایف ځېنې غوښتنې ولس ته دمنلو نه دي.

دهغه وینا وه چې تېر حکومت دایي ایم ایف سره خپل تړون مات کړی ؤ اؤ په دې عمل هیواد دسقوط په درشل ولاړ ؤ خو وایي موجوده حکومت سختې پرېکړې وکړې اؤ هیواد یې یو ځل بیا دایي ایم ایف پروګرام ته ننویستلو اؤ داسې دسقوط ګواښ پشا شو.

پاکستاني مطبوعات وايي چې نړیوالې مالياتې ادارې ايي اېم اېف پاکستان ته ویلي چې د پور د نهم قسط ترلاسه کولو دپاره په ماليه/ټېکس کې اضافه وکړي او د توانايۍ قيمتونه زیات کړي.

اقتصاد پوهه طاهر امین وایي د سياسي بې يقينۍ له امله نه یواځې اقتصاد متاثره کیږي بلکې پاکستان ته قرضې هم په ګرانو شرطونو مېلاويږي.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، کله چې عادي حالات وي نو پاکستان ته په څلور فيصده قرضې ورکړی کیږي خو کله چې حالات منفي لوري ته ځي نو بيا دغه بهرنۍ قرضې 13 فيصده ته لوړې شي او د هغې واپسي بيا مشکل وي.

د پاکستان د مرکزي بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې په ذخیره کې د کمي رجحان لا هم دوامداره دی او په دې کې د روانې دسمبر مياشتې په 16مه نېټه نور 58 کروړه او 40 لکه ډالره کمی راغلی او دا حجم 6.1 اربو ډالرو ته ښکته شوی چې په تېرو اتوؤ کلونو کې تر ټولو تيټه کچه ده.

کال 2021م دسمبر کې د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې 17.7 اربه ډالره وو .

راپورونه وايي چې د هېواد د محصولاتو مرکزي بورډ هم د دسمبر په میاشت کې د محصولاتو راغونډولو کې د کمي سره مخ دی او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره هم خبرو کې پرمختګ نه کېږي.

د پاکستان د خزانې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل او نورو اقتصاد پوهانو هم په دې وروستیو کې وېره ښودلې وه چې تر څو د ايي اېم اېف پروګرام بحال نه شي نو تر هغې به د پاکستان اقتصاد د سقوط د خطر سره مخامخ وي.

پاکستان کال 2019 م کې د نړيوالې مالياتي ادارې سره د 6 اربو ډالرو د قرض پروګرام لاسلیک کړې و چې سږکال یې دغه حجم 7 ارب ډالرو ته وغځولو خو د لا هم اي اېم اېف پاکستان د 1.1 ارب ډالره قسط نه دې ورکړې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG