لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په کورمه کې د پوځ او وسلوالو جګړه، درې پوځیان او دوه وسلوال وژل شوي


واشنګټن ـــــ د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې د پښتونخوا د کورمې ضلعې په اراولي سیمه کې "له ترهګرو سره په جګړه کې درې پوځیان وژل شوي" دي. د دې نښتې په اړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي.

ای ايس پي آر په بيان کې ویلي چې دا پېښه د پنجشنبې- زیارت په ورځ (د دسمبر پر 29مه) شوې ده چې وایي د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله وشوه او پوځ "په مؤثره توګه د ترهګرو ځایونه په نخښه کړل".

په وژل شویو پوځیانو کې یو د سیند د خیرپور اوسېدونکی 43 کلن صوبیدار شجاع محمد، بل د بلوچستان د خضدار 32کلن نایک محمد رمضان او درېیم د سیند د سکر 30کلن سپاهي عبدالرحمن دی.

د پوځ په بیان کې ویل شوي چې د سختو ډزو په تبادله کې دوه ترهګر هم وژل شو دي، وایي‌ له هغوی څخه وسلې او ګوله بارود هم ترلاسه شوي دي، خو دا یې نه دي‌ ویلي چې هغوی له کوم تنظیم سره تړاو درلود.

په بیان کې دعوه شوې چې وژل شوو وسلوالو د امنیتي ځواکونو خلاف په د ترهګرۍ په فعالیتونو کې فعاله برخه لرله.

بیان پر مخ زیاتوي چې په سیمه کې د ترهګرو د مکمل ختمېدو لپاره د پوځ لا هم عملیات روان دي. ای ایس پي‌ آر وایي، "د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د خطر د ختمولو لپاره هوډ لري."

په دې وروستيو ورځو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي او تېره ورځ د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ د کور کمانډرانو په غونډه کې پوځ د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر "خپله کلکه" اراده ټينګار کړی وو.

د روانې اوونۍ په پیل کې د بلوچستان په کاهان سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ښخ کړل شوو چاودیدونکو موادو په چاودنه کې پینځه پوځیان وژل شوي وو.

د هغه برید ذمه واري د بلوڅانو یوې وسلوالې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي پر غاړه اخیستې وه.

په پاکستان د رهګرۍ بریدونو وروسته له هغې زیات شوي دي چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په تېره نومبر میاشت کې له حکومت سره خپله میاشتنۍ ډزبندي ختمه کړه.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د غیررسمي شمېرو له مخې وایي، د 2021م کال د اګست له 15م د 2022م کال د اګست تر 14 پورې د ترهګرۍ پېښې 51 فیصده زیاتې شوې دي.

وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېر شاوخوا یو نیم کال کې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ په 250 بریدونو کې 433 کسان وژل شوي او 719 تنه ټپیان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG