پاکستان کې دترهګرۍ دسیوا شوؤ پېښو په تناظر کې دقامي سلامتۍ دکمیټې غونډه نن دجمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ رابلل شوې ده چې پکې به پوځي مشران هیواد کې دسیوا شوې ترهګرۍ اؤ دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت په اړوند حکومتي مشرانو ته احوال تیروي.
دپاکستاني رسنیو له مخې دې غونډه کې به دترهګرۍ د اوسنۍ څپې په مخنیوي غور کولی شي اؤ دغونډې برخه والو ته به دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت ترڅنګ په نیشنل ایکشن پلان دعمل په اړوند احوال تېرولی شي.
تر غونډې وړاندې د زیارت په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال سیدعاصم منیر د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدلي اؤ ورسره یې دننۍ راجوړیدونکې غونډې په اړوند خبرې اترې کړې دي.
پاکستاني رسنۍ وایي په دې لیدنه کې دواړو مشرانو هیواد کې دامنیت په موجوده وضعیت اؤ دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو خبرې کړې دي.
دا غونډه په داسې حال کې راجوړیږي چې دپاکستان دننه په دې وروستیو کې یو ځل بیا دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ورځ تر بلې اضافه تر سترګو کیږي.
دقامي سلامتۍ دکمیټې له غونډې دوه ورځې وړاندې دپاکستان دپوځ دکور کمانډرانو غونډه هم دپوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر په مشرۍ دپېنډۍ په پوځي مرکز کې شوې وه چې دوه ورځې یې دوام کړی ؤ.
دغونډې نه وروسته تېره ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي وؤ دکورکمانډرانو کانفرنس کې پوځي مشرتابه هوډ ښودلی چې دترهګرو په ضد به د ولس دهیلو په اساس پرته له کوم توپیر ګامونه اخلي اؤ ترهګري به له مینځه وړلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د تېر نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير په 23م دسمبر شمالي وزیرستان ته سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې ویلي وؤ چې د پوځ ټوله توجو په امنیتي حالاتو ده او هوډ یې څرګنده کړی ؤ چې د ترهګرۍ مخه به نيسي او د هغوى د سهولت کارو ترمنځ به جوړ جاړی ماتوي.
د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.