لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ساوت ايشن ټيررزم پورټل: پاکستان کې په کال 2022 کې د ناامنۍ په 361 پېښو کې 959 کسان وژل شوي


په پاکستان کې د کال 2021 په مقابله کې په کال 2022 کې د وسله والو بريدونه زيات شوي د ساوت ايشن ټيررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه تر ټولو زيات بريدونه په خېبر پښتونخوا کې شوي دي. څيړونکي وايي د وسله والو سره خبرو او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ترهګري زياته شوې او د داعش خراسان شان ډلې عمليات هم سېوا شوي دي.

د ساوت ايشين ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه "په کال 2022 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 361 پېښې شوي چې پکې 959 تنان وژل شوي دي، په دې کې 229 عام وګړې، 374 د امنيتي ځواکونو اهلکار او 356 ترهګر/ تندلاري وژل شوي دي".

د وېب پاڼې ترمخه "د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې رپورټ شوې چې 515 تنان پکې وژل شوي دي، په بلوچستان کې 160 پېښو کې 406 تنان وژل شوي، په سند کې په 12 پېښو کې 21 تنه وژل شوي او په پنجاب کې په يواځې اووه پېښو کې 11 تنان وژل شوي دي".

په کال 2022 کې تر ټولو زيات زيان په څلورم مارچ د پېښور قصه خوانۍ امام بارګاه په ځانمرګي بريد کې رسېدلې وو، دغه بريد کې د 60 نه زيات تنان وژل شوي او نزدې 200 ټپيان شوي وو، د دغې بريد زمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه.

د ساوت ايشين ټېررزم پورټل رپورټ ترمخه " په تېر کال 2021 کې په پاکستان کې 267 پېښو کې 663 تنان وژل شوي وو".

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخواني مشر ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وويل په 2022 کال کې وسله وال د مزاکراتو په وخت بيا منظم شوي او بريدونه يې زيات کړي دي.

"د امنيت په حساب تېر کال خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې حالات ډېر ګډ وډ پاتې شوي دي، ترهګرې او انتها پسندې ډلې بېلابيلو ځايونو کې ښکاره شوي او بيا رايوځای شوي دي". په خېبر پښتونخوا کې پوليس د وسله والو په هدف ليدل کيده.

د خېبرپښتونخوا پوليسو څو ورځې وړاندې ويلي وو، سږ کال په صوبه 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په [23دسمبر] مطبوعاتو سره د روان کال د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې.

نوموړي ويلي وو سږ کال د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوي دي.

د پولیس شمېرو ترمخه سږ کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس په فېس بک پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه سږ کال د قلنګ په 81 پېښو کې 158 قلنګ غوښتونکي نيول شوي او پولیس د بېلابيلو جرمونو په تور کې د 129637 کسانو نيولو، او 22416 وسلو او 511477 کارتوسو ترلاسه کولو ويلي وو.

پاکستان چارواکو ويلي د تېر کال اکتوبر مياشتې نه راپدېخوا يې د تحريک طالبان پاکستان سره مزاکرات پېل کړي وو، وخت په وخت د ډز بندۍ اعلانونه شوي وو.

د کال 2022 د مې او جون په مياشتو کې د ټي ټي پي سره د خبرو د پاره د قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن دوه جرګې افغانستان ته تلې وې، دا مزاکرات د افغان طالبانو په مينځګړيتوب ترسره کيده.

د مشرانو جرګې د واپسۍ وروسته ټي ټي پي د نامعلومه وخت پورې ډز بندي اعلان کړې وه خو بيا يې د نومبر په 28 نېټه د ډزبندۍ ختمولو اعلان وکړو، او د هغې وروسته يې ګڼ شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

دغه مزاکراتو په اړه ويل کيده چې د هغه وخت د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد شروع کړي وو، څيړونکي وايي د جنرل فېض حميد ريتايرډ کيدو وروسته د مزاکراتو لړۍ ختمه شوې ده.

د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخوا په سوات سيمه کې وسله وال ليد شوي، چې په مطبوعاتو کې يي د پوليسو او پوځې اهلکارو د تښتولو خبرونه هم مخې ته راغلي وو.

دغه وخت د ټي ټي پي سره حکومتي مزاکرات روان وو او ډزبندي وه د هغې وروسته بيا په سوات، دير، ملاکنډ، بونېر، باجوړ، مومند، پېښور، خېبر، اورکزو، کرمې او نور ځايې په ځايې د امن په نوم احتجاجونه او جرګې وشوې، دوي غوښتنه کوله چې امن په ځای کول د رياست زمه واري ده او بايد چې امن په ځايې کړل شي.

د پېښور پوهنتون کې استاز ډاکټر دروېش افريدي ډيوه ريډيو ته وويل پښتانه د جګړو او بدامنۍ نه تنګ شوي دي، په وروستيو کې يې د احتجاجونو د لارې چارواکو ته دا په ډاګه کړه چې دوي نوره بدامني نه شي زغملی.

"دې خلکو ته نه طالب منظور دی، او نه د اسټېبلشمنټ لخوا تش په نامه د ترهګرو ضد په نوم عمليات منظور دي، ترڅو چې دوي ته دا د پښتنو مشرانو په زريعه دا باور نه وي ورکړل شوی چې رياست د دې مسلې هواري کې ډير سنجيده دی".

څيړونکي وايي په افغانستان کې د افغان طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داعش خراسان په افغانستان او پاکستان کې عمليات زيات کړي دي، داعش په خېبر پښتونخوا کې د پښور قصه خوانۍ کې په امام بارګاه بريد، د سيک مذهب لرونکو د وژلو، د امنيتي ادارو اهلکارو او باجوړ کې د علماو د وژنو زمه وارۍ منلي دي.

څيړونکي خبريال حق نواز ډيوه ته وويل په افغانستان کې د طالبانو واک کې راتلو وروسته داعش خراسان ډلې په پاکستان او افغانستان کې د بريدونو زمه وارۍ اخستل زيات کړي دي او دا په راتلونکي کې د دې سيمې د پاره لوي خطر دی.

"په افغانستان کې چې دا مسلې روانې وي نو د هغې اثرات په پاکستان کې هم وي، د داعش د خطرې نه نظر اړول د تشويش خبره ده".

څيړونکي وايي په کال 2022 کې د کال 2021 په مقابله کې د بدامنۍ زياتې پېښې شوي دي، د دوی په وينا چې کال 2023 کې هم د امنيت وضعه خرابه ښکاري.

د وسله والو د بريدونو ترڅنګ حکومتي چارواکي وايي په هيڅ ډول به امن خرابېدو ته نه پريږدي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرل احمد شریف ويلي، د تحريک طالبان پاکستان په اړه پاليسي واضحه ده چې هيڅ قسمه ترهګر يا ترهګرې ډلې ته د ودې اجازه نه شي ورکولی، د حکومت عملداري به په هر صورت کې په ځای کوي.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي]

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG