لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 2022م کې په افغانستان کې پر خبریالانو د تشدد 260 پېښې درج شوې دي


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د رسنیو د څارنې تنظیمونه وايي، 2022م په هېواد کې د مېډیا او خبریالانو لپاره یو بل د ستونځو نه ډک کال وو، وایي په دې کال کې د خبریالانو خلاف د تشدد 260 پېښې درج شوې دي، خو یوه بله اداره «نی» بیا دا شمېر 132 یادوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې په 2022م کې د 2021م کال په نسبت د رسنیو پر کارکوونکو باندې د تشدد پېښې 138 فیصده زیاتې شوې دي او په تېر ټول کار کې د تاوتریخوالي 260 پېښې درج شوې دي.

د خبریالانو مرکز د خالي- شنبې په ورځ د رسنیو د ازادۍ په اړه په خپل کالني تفصیلي رپوټ کې ویلي، چې پر خبریالانو د تشدد له ځینو محدودو پېښو پرته په نورو ټولو کې طالبان یا له دوی سره تړلي امنیتي عسکر لاس لري. په رپوټ کې راغلي:

"د مطبوعاتو ازادي کمه وه، چې په دې برخه کې د رسنیو د کارکوونکو د نیول کېدو، ګواښونو، بریدونو او د مېډیا پر ادارو او خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د محدودولو پېښې په نخښه شوې دي".

ددې رپوټ له مخې 58 پېښې په کابل، 11 په کندهار، 11 په پکتیا، اووه په غزني، شپږ په فاریاب، درې په هرات، درې په سمنګان، دوې په بامیان، دوې په پروان، دوې په ارزګان، دوې په لوګر او دوې په غور ولایت کې ثبت شوې دي. وایي په نیول شوو خبریالانو کې درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي لا هم په کابل، هرات او خوست کې بندیان دي.

دغه مرکز وایي په 2022م کال کې یې د کوم افغان یا بهرني خبریال یا د رسنیو د کوم کارکوونکي د وژل کېدو کومه پېښه نه ده درج کړې، خو وایي په 2021م کال کې اته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په امنیتي پېښو کې وژل شوي وو.

بل لور ته د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي وایي د خبریالانو او رسنیو خلاف د تاوتریخوالي کچه د طالبانو د واک د لومړي کال په نسبت ټیټه وه.

«نی» هم د جمعې په ورځ ناوخته خپل کالنی رپوټ خپور کړی چې پکې یې ویلي، د 2021م په نسبت په 2022م کال کې په خبریالانو باندې د تشدد پېښې 17 فیصده کمې شوې دي. «نی» پخپل رپوټ کې وایي:

"په 2021 کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خلاف د تاوتریخوالي 159 پېښې مو درج کړې وې خو په 2022م کال کې مو 132 پېښې ثبت کړې دي".

که څه هم د خبریالانو مرکز په رپوټ کې تېر کال د رسنیو د کوم کارکوونکي د وژل کېدو نه دي ویلي، خو «نی» وایي په 2022م کال کې یې هم د دوو خبریالانو د وژنې پېښې درج کړې دي.

«نی» وایي پر خبریالانو د تشدد په 132 پېښو کې دوې د ټپي کېدو، درې د حکومت له خوا د خبریالانو د ور بللو، پینځه د ورکېدو پېښې، 22 د وهلو ټکولو، 46 د ګواښونو او سپکاوي پېښې او 49 د نیول کېدو پېښې شاملې دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر اوسه د دغو دواړو ادارو د رپوټونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د دې وزارت د نشریاتو د څانګې مرستیال حیات الله ماهر فراهي وایي حکومت یې د اسلامي اصولو او افغان کلتور په رڼا کې د رسنیو د فعالیت ملاتړ کوي.

ماهر فراهي طلوع نیوز ته په خپله تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې چې اوس کومې رسنۍ فعالیت کوي، د دوی د حکومت اصول عملي کوي او دوی ترې خوشاله دي:

"اسلامي امارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه څه چې دلته په هېواد کې زموږ د اسلامي‌ ارزښتونو، ملي ګټو، افغاني دود او دستور سره په ټکر کې نه وي غواړي په ټولو هغو برخو کې کار وکړي او د مطبوعاتو حامي پاته شي".

فراهي وویل چې تېر شاوخوا یوه کال کې 700 بهرنیو خبریالانو افغانستان ته سفر کړی دی او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې رپوټونه جوړ کړي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا خبریالان د کومو هېوادونو او کومو رسنیو کارکوونکي وو.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» وايي، په تېر کال کې سلګونه خبریالاني او د رسنیو کارکوونکي له خپلو کارونو محروم شوي دي. وایي 50 فیصده ټیلیویژني، 48 فیصده ږغیزې، ټولې چاپي رسنۍ او 80 فیصده خبري ایجنسۍ او انلاین رسنۍ بندې شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG