لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوي کال په اوله ورځ کابل کې د طالبانو په چېک پوسټ بمي چاودنه شوې


د 2023 کال د جنوري په اوله نېټه، طالبان د کابل پوځي ائیرپورټ ته نږدې د چاودنې ځای څاري
د 2023 کال د جنوري په اوله نېټه، طالبان د کابل پوځي ائیرپورټ ته نږدې د چاودنې ځای څاري

واشنګټن (اېسوشیټډ پرس) - په کابل کې د اتوار/یکشنبې په ورځ د جنوري په اوله نېټه، پوځي ائیرپورټ ته نږدې یو چېک پوسټې سره نږدې بمي چاودنه شوې او طالب چارواکي وایي چې په دې پېښه کې څو تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. دا په نوي ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې لومړۍ چاودنه ګڼل کیږي.

د دې حملې ذمه واري تر اوسه چا په غاړه نده اخیستې، مګر د داعش ډلې ځایي څانګه، داعش-خراسان له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک اختیار ترلاسه کړ، په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د داعش ډلې په بریدونو کې د طالبانو د ګشت ګاډي، پوستې، او د افغانستان شیعه مذهبه وګړي په نښه شوي دي.

د کابل پوځي ائیرپورټ، د سېویلين ائیرپورټ نه صرف دوه سوه (۲۰۰) مټره فاصله لري او داخله وزارت ودانۍ ته نږدې پروت دی. داخله وزارت سره هم په اکټوبر میاشت کې یوه ځانمرګې چاودنه شوې وه چې لږ تر لږه څلور کسان په کې وژل شوي و.

د طالبانو د داخله چارو وزارت ترجمان، عبدالنافع ټکور وویل چې په چاودنه کې څو تنه مړه او زخمیان شوي دي، مګر هغه د مړو او زخمیانو کره شمېره بیان نکړه او نه یې هم د چاودنې په اړه نور جزئیات وړاندې کړل. ټکور همدومره وویل چې د پېښې په اړه د تحقیقاتو تفصیل به وروسته شریک کړی شي.

که څه هم د طالبانو امنیتي ځواکونو د چاودنې په ځای کې تصویر اېستل او ویډیو جوړول منعه کول، خو د لېرې نه داسې ښکارېده چې چېک پوسټ ته نقصان رسېدلی دی.

دا چاودنه په هغه سړک شوې ده چې کابل ائیرپورټ ته ځي او هغه علاقه کې همیش سخت امنیتي ګامونه اخيستل شوي وي، ځکه اکثره حکومتي ادارې او سفارتخانې او نور مهم ځایونو ته همدا سړک تللی دی.

د کابل د پولیسو دپاره د طالبانو ترجمان خالد ځدراڼ د دې رپوټ تر خپرېدو پورې، د جنوري اولې نېټې د بمي چاودنې په اړه څه جزئیات ندي خپاره کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG