لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو طالبانو ته خبرداری ورکړ د مرسته کوونکو ښځو پر کار کولو بندیز به افغانستان نور یواځې کړي


واشنګټن ـــــ ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د دوی استازي د طالبانو پر مشرانو فشار راوړی چې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم بندیز بیرته واخلي او په دې توګه د دې هېواد د نور یواځې کېدو مخه ونیسي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار د ستونځو د هوارۍ لپاره یې هڅې روانې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکي دفتر «یوناما» مشر مارکِس پوټزل د ګل- دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي او هغه ته یې د نړیوالې ټولنې غوښتنې وړاندې کړې دي.

یوناما تر دې لیدنې وروسته پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه لیکلي، چې "د مرستندویه ادارو پر ښځينه کارکونکو بندیز به بشري ناورین لا پسې ژور کړي چې اقتصادي بحران او [په نړۍ کې] د افغانستان یواځیتوب لا نور ورسره زیاتېدلای شي".

د تېر کال په وروستیو ورځو کې د طالبانو حکومت کورنیو او بهرنیو غیرسرکاري ادارو یا انجوګانو ته امر وکړ چې په سمدستي توګه د افغانو ښځو کارونه له دې کبله وځنډوي چې د دوی په وینا هغوی اسلامي حجاب او په کار کې له سړیو د بېلوالي امر نه عملي کوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو دا ګام سمدستي په کلکه وغانده او وایي دا کار به د ټولو افغانانو د ژوند لپاره "سمدستي خطرلرونکې نتیجې" ولري.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني دفتر د «یوناما» له مشر سره تر لیدنې وروسته په یوه بیان کې منلې ده چې مارکِس پوټزل د نجونو د تعلیم او پر ښځو د نورو محدودیتونو د لګولو په اړه ورسره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه د سراج الدین حقاني له خولې لیکلي، چې د حکومت مشران یې د ولس د خیرښېګړې لپاره فکر کوي او ورته ژمن دي. وزارت لیکلي:

"د ستونځو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي، پر یوې معقولې او دایمي حل لارې باندې کار روان دی؛ داسې چې له شرعي احکامو او زمونږ د خلکو له کلتور سره مطابقت ولري".

د یوناما مشر مارکِس پوټزل پرون د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي او د واړو د نجونو د تعلیمي ادارو پر بیرته پرانیستل کېدو او په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې پر ورکولو ټینګار کړی دی.

«یوناما» پر خپله فېسبوک پاڼه د دې ناستې په اړه لیکلي او وایي‌ دوی په افغانستان کې په ملي کچه د خبرو اترو د ترسره کولو پر اړتیا هم ږغېدلي دي. یوناما لیکلي:

"دوی د طالبانو د امرونو له امله افغانستان ته د اوښتو زیانونو په اړه نظرونه سره تبادله کړل، چې نجونې او ښځې يې له زدکړو او افغان مېرمنې يې په مرستندویه ادارو کې له کار کولو منع کړي دي".

په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز ملګري ملتونه دې ته وهڅول چې د لنډې مودې لپاره خپل ځینې "د وخت له پلوه مهم" پروګرامونه ودروي.

یو شمېر نورو لویو بهرنیو ادارو هم خپل کارونه ځنډولي او وایي دوی نه شي کولای په میلیونونو مجبوره خلکو ښځو، نارینه وو او ماشومانو ته د ښځینه کارکوونکو له همکارۍ پرته مرستې ورسوي.

طالبانو مخکې لا په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز او پر ښځو د نورو بندیزونو د اخیستلو غوښتنې رد کړې ده، دوی دا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او وایي حکومت یې اجازه لري چې له اسلامي قانون یا شریعت سره سم خپل کارونه تر سره کړي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د 14 میلینه ماشومانو په ګډون شاوخوا 28 میلینه کسان- چې د افغانستان د ابادۍ تر نیمایي زیاته برخه ده- بشري مرستو ته اړتیا لري. وایي دا خطر دی چې کېدای شي سږ کال شاوخوا 97 فیصده افغانان د غربت تر کرښه لاندې ژوند وکړي، چې تر پینځو کلونو کم عمره څه دپاسه یو میلین ماشومان یې کافي خواړه نه لري.

طالبانو د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه پر افغانستان د وسلو په زور له واکمنېدو راهیسې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

پارکونو، ورزشي کلبونو، د سینګار ځایونو او له اوږدو سفرونو سره سره یې د تېر کال په دسمبر کې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په ګډون پوهنتونونو ته هم د ښځو زده کوونکو تګ منع کړ، چې د نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شول او د حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر یې لا پسې وځنډېډ.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG