لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ کې نن امن پاڅون کيږي


د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د امن لاريون پاڅون غونډه کيږي، د امن پاڅون لاريون مشران وايي د غونډې هدف د امن غوښتنه ده.

د باجوړ د امن اېکشن کمېټۍ او عوامي نيشنل ګوند غړی نثار باز وايي، څلور مياشتې وړاندې د امن اېکشن کميټي جوړه شوې او بيا د امن دپاره پرلت شوی وو چې د سيمې ټولو خلکو پکې ګډون کړی وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د نني پاڅون غونډې هدف امن غوښتنه ده د رياست نه د خپلې زمه وارۍ پوره کولو غوښتنه کوي".

هغه زیاته کړه "د نني امن پاڅون د لارې دا ښودل غواړي چې د باجوړ خلک د جنګ نه ستړي دي نور دې د باجوړ او پښتونخوا خاوره د جنګ پټی ونه ګرځول شي او دلته دې امن قايم کړی شي".

هغه وويل، امن اېکشن کمېټۍ د باجوړ په ټولو خلکو د امن دپاره غږ کړی ځکه دلته هدفي وژنې، قلنګ او د بدامنۍ پېښې دوام لري.

نثار باز وويل نن به ځايي خلک اول درې کلوميټره لاريون کوي او بيا به د باجوړ په مرکزي بازار کې جلسه کيږي سیاسي مشران او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پکې ګډون کوي.

باجوړ کې په 29 دسمبر د مذهبي ډلې يو ځايي مشر په ډزو وژل شوی وو، داعش خراسان د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

د باجوړ د پوليسو مشر [‌ډي پي او] شوکت علي وي او اې ډيوه ويلي وو، په ټول ملک او صوبه کې د بدامنۍ پېښې کيږي دوی د امنيت ټينګ ساتلو هڅه کوي.

باجوړ کې د تير کال اګست په مياشت کې د امن دپاره احتجاجي ناسته شوې وه، ياده ناسته بيا د چارواکو لخوا د امن د باور ورکولو وروسته ختمه شوې خو بيا هم په سيمه کې د بدامنۍ پېښې شوي دي.

د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخوا په سوات سيمه کې وسله وال ليد شوي، چې په مطبوعاتو کې يي د پوليسو او پوځې اهلکارو د تښتولو خبرونه هم مخې ته راغلي وو.

دغه وخت د ټي ټي پي سره حکومتي مزاکرات روان وو او ډزبندي وه د هغې وروسته بيا په سوات، دير، ملاکنډ، بونېر، باجوړ، مومند، پېښور، خېبر، اورکزو، کورمې او نورو سيمو کې د امن دپاره لاريونه، پاڅونونه شوي او غوښتنه يې کړې چې امن په ځای کول د رياست زمه واري ده او بايد چې امن په ځايې کړل شي.

په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې په ځانګړي ډول د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د څيړونکو په خبره په کال 2022 کې د کال 2021 په مقابله کې د بدامنۍ زياتې پېښې شوي دي، د دوی په وينا چې په کال 2023 کې هم د امنيت وضعه خرابه ښکاري.

د ساوت ايشين ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه "په کال 2022 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 361 پېښې شوي چې پکې 959 تنان وژل شوي دي، په دې کې 229 عام وګړې، 374 د امنيتي ځواکونو اهلکار او 356 ترهګر/ تندلاري وژل شوي دي".

د وېب پاڼې ترمخه "د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې رپورټ شوې چې 515 تنان پکې وژل شوي دي، په بلوچستان کې 160 پېښو کې 406 تنان وژل شوي، په سند کې په 12 پېښو کې 21 تنه وژل شوي او په پنجاب کې په يواځې اووه پېښو کې 11 تنان وژل شوي دي".

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي وو، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د ژمي په موسم کې د پېښور د ګنټه ګر ذائقه داره کبان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG