واشنګټن ـــــ امریکې د ایران له خوا د حکومت په ضد د مظاهرو په تړاو د دوو کسانو پر زندۍ کولو نیوکه کړې او اندېښنه یې ښکاره کړې چې کېدای شي ایران ډېر ژر نورو کسانو ته هم د مرګ سزا ورکړي. بل لور ته برتانیې، فرانس او جرمني پرون د دغو دوو کسانو د زندۍ کولو په اعتراض کې د ایران سفیران ور بللي دي.
په ایران کې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د روانو احتجاجونو په تړاو نیول شویو کسانو ته د مرګ سزاوې په زیاتېدو دي او پرون بیا درو نورو ایراني مظاهره چیانو ته د مرګ سزاوې اورول شوې دي.
د ایران له عدالت سره تړلې «میزان» وېبپاڼې ویلي، صالح میر هاشمي، مجید کاظمي او یعقوب کرد سوفلا ته په دې تور د مرګ سزا اورول شوې چې په احتجاجونو کې یې د ایراني ځواکونو د درو غړیو په وژلو کې لاس درلود.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوو تنو ایرانیانو محمد مهدي کرمي او محمد حسیني ته د مرګ سزا ورکول په سختو ټکو وغندله.
ایراني چارواکي وایي دا دوه کسان یې د تېرې شنبې- خالي په ورځ وروسته له هغه په دار کړل چې وایي د نومبر په لومړیو کې د کرج په ښار کې د ایران د انقلابي ګارډ د بسیج ځواک د یوه غړي د وژلو تور پرې ثابت شو.
دغو کسانو ته لومړی د 2022م کال په دسمبر میاشت کې د مرګ سزا اورول شوې وه، خو دوی د اپیل غوښتنه کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې په بند کې ورباندې تشدد شوی دی او د دروغو اقرار یې پرې کړی وو، چې ګواکې دوی د ایراني ځواکونو یو غړی وژلی دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د ګل- دوشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې د دغو دوو کسانو زندۍ کول د سوله ییزو احتجاجونو د ځپلو لپاره "یوه وحشیانه هڅه" وبلله او ویې ویل:
"زموږ په اټکل دا د مرګ سزاوې لږ تر لږه د ایراني چارواکو د وحشیانه هڅو یوه مهمه برخه ده".
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوین خبریالانو ته وویل، دغه زندۍ په ایران کې د یوه داسې حکومت د وحشت وروستی مثال دی چې د ده په وینا د خپلو خلکو درنښت، د اظهار ازادي او په دې حالت کې د هغوی ژوند تر پښو لاندې کوي.
ښاغلي سلیوین وویل، امریکا به د دې په غبرګون کې پر ایران د "قیمت ادا کولو او نتایجو" مسلط کولو ته دوام ورکړي، وایي:
"امریکا به د ایران له خلکو سره د مرستې لپاره هڅې رواني ساتي چې هغوی تر خپل منځ او له نړۍ سره په اغېزمنه توګه د خبرو اترو وړتیا ولري".
بل لور ته د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلېورلي د جنورۍ پر نهمه وروسته له هغه د ایران تر ټولو اعلی سفارتکار خپل دفتر ته ور بللی چې د دوو ایراني احتجاج کوونکو د زندۍ کولو په خلاف خپل اعتراض ورته وړاندې کړي.
جیمز کلېورلي په یوه بیان کې ویلي، "ما د ایران شارژدافیر را بللی وو چې په زښته سختو ټکو هغه ناوړه د مرګ سزاوې وغندم چې موږ د تېرې اوونۍ په پای کې ولیدل."
ملګرو ملتونو هم دغه د مرګ سزاوې "د جبري اعترافونو په بنیاد له انصافه لرې" بللې دي.
له دې سره سره د جرمني او فرانس په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم خپل ایراني سفیران ور بللي او د وروستیو زندیو په خلاف یې اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
د تېر کال په ستمبر میاشت کې چې 22 کلنه کردۍ ایرانۍ مهسا امیني د پولیسو په بند کې و وژل شوه، په خلاف یې احتجاجونه لا روان دي او ایران د دغو احتجاج کوونکو خلاف سخت اقدامات کړي چې تر اوسه یې 17 تنو ته د مرګ سزاوې اورولې دي.