لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎روهنګيا مسلمانه ښځه د بنګله دېش نه د سمندر د لارې ملېشيا ته د تلو بوږنوونکې قصه کوي


واشنګټن - د بنګله دېش په کوکس بازار کې د روهنګيا مسلمانانو يوه 55 کلنه کډوالې ښځې انوره بېګم خپلې اوښکې وچې کړې او کوښښ يې وکړو چې د خپلې اووه کلنې نوسۍ ام حبيبه په خوراک تېرولو کې مرسته وکړي.

ام حبيبه مسلسل ژړل او خپله 27 کلنه مور حاتم النساء او پينځه کلنه خور ام سليمه يې يادول. دوی ته په وروستيو کې معلومه شوې وه چې د لرګي نه جوړې د هغې کيښتۍ انجن د سمندر په منځ کې کار پرېښودلی په کومه کې چې یې مور او لور مليشيا ته د سر پناه د پاره روان وو.

نزدې 200 روهنګيا مسلمانان په دغه کيښتۍ کې سواره وو چې د نومبر په پينځويشتمه نېټه يې د بنګله ديش نه خپل سفر شروع کړی وو خو په سمندر کې ګېر شول او بيا يې اوبه او خوراک نه موندل.

بېګم وي او ای ته په ټيليفون وويل “حاتم النساء دوی ته قصه کوله چې خلک د لوږې تندې او په وجود کې د اوبو د کمي د لاسه مړه کېدل ځکه چې کيښتۍ د څه کار پاتې نه وه. زه وېرېدم چې زما لور او نوسۍ به هم په دغه لار ځي. ما هم ډېر ژړلي خو د حبيبه نه په پټه او هغې ته به مې ډاډ ورکولو چې الله به يې مور او خور ساتي. ما به دعاګانې غوښتلې”.

حاتم النساء په سلګونو کيلوميټره لرې په ورانه کيښتۍ کې په سمندر کې د خپلې وړې لور سره ګېره وه. هغې وي او ای ته په ټيليفون وويل:

“کله چې راته معلومه شوه چې کيښتۍ د مليشيا په اړخ نوره نه ځي نو لکه د نورو ښځو زه هم خفګان ونيولم. کله چې کيښتۍ د هند سمندري اوبو ته وښویېدله نو په دېرشو ماشومانو کې اکثرو د لوږې تندې نه ژړاګانې شروع کړې. مياندو چې بچي په تکليف کې وليدل نو دوی هم سلګو ونيولې”.

النساء په دې خيال ونه ژړل چې دا به يې لور ويروي او وايي “ما مې لور په ځان پورې ونيوله ځکه د سمندري اوبو د څښلو په وجه ناروغه شوې وه. ما هغې ته تسلي ورکړه چې الله به ضرور زمونږ مدد کوي او مونږ به خپل منزل پله ځو”.

لکه د نورو 740,000 روهنګيانو حاتم النساء هم د ميانمار د پوځيانو د ظلمونو د لاسه په کال 2017م کې بنګله دېش ته تښتېدلې وه. د هغې خاوند دا د دويمې لور په پيدا کېدو په ميانمار کې پرېښې وه.

هغې وويل “په بنګله دېش کې د کډوالو کيمپونه سم جېلونه دي. تر څو چې په کيمپونو کې يو مونږ د چارواکو د لاسه چرته تګ راتګ نه شو کولی او دلته زمونږ بچو ته د عام تعليمي اسانتياو کمی دی. په کوکس بازار کې خپل راتلونکی په تياره کې وينو”.

د روهنګيا کډوالو بچي په بنګله دېش کې په ديني مکتبونو کې سبق وايي چرته چې دوی ته د قران لوستلو او ويلو درس ورکول کيږي. هغې وويل:

“ما پرېکړه وکړه چې خپل بچي مليشيا ته بوځم چې هغلته ښه تعليمونه وکړي او زما لوڼه تکړه ښځې جوړې شي. ما نه شو کولی چې دواړه لوڼه په يو ځای بوځم نو ما يواځې سليمه بوتله او اميد مې کولو چې حبيبه به راپسې بيا راشي”.

د سفر په لسمه ورځ د کيښتۍ انجن کار پرېښود چې په مسافرو کې يې ويره خوره کړه. هغې وويل صورتحال هغه وخت نور هم خراب شو چې نولس کسانو بله کيښتۍ وليده نو سمندر ته يې پسې ټوپ کړل خو د هغوی مدد چا هم ونه کړو او بيرته هم خپلې کيښتۍ ته نه شو رارسېدلی نو په سمندر کې ډوب شول.

د النساء ورور محمد رضوان خان به کله نا کله د هغې سره د بنګله دېش نه په ټيليفون رابطه کوله او ورته به يې ويل چې تاسو مسافر د لاسونو او کپړو په خوځولو په خوا کې د تېرېدونکو جهازونو او کيښتو نه مدد غواړئ خو وايي دې د دوی زړونه مات کړل چې چا یې هم مدد ونه کړو.

خان وي او ای ته وويل دې خبرې زمونږ هم زړونه مات کړل چې څوک يې هم مدد نه کوي.”

که يو خوا بيګم دعاګانې کولې چې کيښتۍ يې غاړې ته ووځي بل خوا د النساء او نورو مسافرو اميدونه په ډوبېدو وو.

مسلسل چغو چوغو او لاسونو خوځولو او تر ديارلس ورځو پورې بې خوراک او بې اوبو ژوند د دوی توانايي ختمه کړې وه. کم نه کم 26 تنه مړه شوي وو او النساء وايي په يو وخت کې دوی ټولو مدد غوښتل بند کړل، کېبين ته لاړو او خاموشه پرېوتلو:

“مونږ ويل نه خو دا مو ګڼل چې هر يو تن د مرګ په انتظار دی. ما دعاګانې او عبادات په دوامداره توګه کول”.

د بيګم دعاګانې هله قبولې شوې چې د دسمبر په شپږويشتمه النساء يه وېډیو کال وکړو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر مخه د انډونيشيا په اسېح کې ماهيګيرو او ځايي چارواکو دا 170 تنه بچ کړل.

بېګم د دې خبر په اورېدو د خوشالۍ اوښکې توی کړې. النساء وايي “زما په الله عقيده نوره هم پخه شوه چې د دې حالت نه روغه را ووتلم. زما يقين دی زه به زر مليشياء ته ځم”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG