لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږو خو غیرشرعي اقدامات نه پرېږدو


واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت وایي پر ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږي، خو وایي خپلې چارې به د اسلامي شریعت په رڼا کې تر سره کوي. امنیت شورا په ښځو او نجونو باندې د طالبانو بندیزونه "جابرانه" بللي او د بیرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د حالاتو او پر ښځو د طالبانو د حکومت د لګېدلو بندیزونو په اړه د جمعې په ورځ‌ د بندو دروازو تر شا غونډه وکړه چې ماښام ناوخته پای ته ورسېده.

په غونډه کې د امنیت شورا د 11 غړو هېوادونو استازو ګډون کړی وو، چې په افغانستان کې یې د نجونو او ښځو پر حالت ژوره اندېښنه ښکاره کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې وروستي لګولي بندیزونه سمدستي بیرته واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازي ایشیکانې کیمي هیرو تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل، په افغانستان کې ښځې باید د سیاست، اقتصاد او تعلیم په ګډون د ټولنې په ټولو اړخونو کې په بشپړه توګه برابر او معنالرونکی ګډون ولري:

"موږ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو خلاف ټول جابرانه اقدامات ژر بیرته ودروي، دوی باید د امنیت شورا د 2593 قرارداد په بنیاد خپلې ژمنې عملي کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري".

په دې غونډه کې د البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانس، ګیبون، جاپان، مالټا، سویټزرلېنډ، عرب اماراتو، برتانیې او امریکې استازو ګډون کړی وو.

د طالبانو حکومت وایي دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اندېښنو پوهېږي، خو وایي هڅه کوي چې خپلې ټولې چارې د "اسلامي شریعت په رڼا کې" تر سره کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي:

"[د اسلامي‌ امارت حکومت] د خپل دین او خلکو په وړاندې د مسؤلیت د احساس له امله نه شي کولای، غیر شرعي اقداماتو ته په هېواد کې اجازه ورکړي".

خو ذبیح الله مجاهد دا سپیناوی نه دی کړی چې د ښځو د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی له کار سره تړلي کوم اقدامات "غیرشرعي" دي.

د طالبانو حکومت د دسمبر پر 20مه د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو تعلیم تر بل امر پورې وځنډاوه او تر هغه څلور ورځې وروسته د دسمبر پر 24مه یې په ټولو غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې ګډونوالو وویل، ښځې د افغانستان د ناوړه بشري بحران د ختمولو په کارونو کې مرکزي او مهم رول تر سره کوي، ځکه چې وایي دوی د غیرسرکاري ادارو د مرستو په رسولو کې خلکو ته لاسرسی لري چې د دوی نارینه همکاران هغسې ولس ته نه شي رسېدلای.

د امنیت شورا استازي ایشیکانې کیمي هیرو وایي په افغانستان کې د ښځو او نجونو حالت به د امنیت شورا د ایجنډا په سر کې وي او وایي دوی به په دې برخه کې حالت له نیژدې څاري او جواب به یې ورکوي:

"د شورا د غړو په توګه موږ په افغانستان کې د ټولو ښځو او جینکو تر څنګ ولاړ یو او پخپلو خبرو کې مو د هغوی حقونو او اړتیاوو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خپله ژمنه بیا تکرار کړه".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، نړیوالو مرسته کوونکو ادارو او هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان حالات او د دې هېواد د خلکو "دیني غوښتنې" په پام کې ونیسي او بشري موضوعات او انساني مرستې په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي. مجاهد پر ټویټر لیکلي:

"موږ په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن یو چې زموږ له دیني اصولو او هېوادنیو ارزښتونو سره برابر وي".

د بې ‌پولې ډاکترانو نړیوال تنظیم یا ایم ایس ایف په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دې بندیز په افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی.

دې تنظیم د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې که څه هم د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز نه دی لګېدلی خو وایي د طالبانو د حکومت له خوا څه داسې رسمي ضمانت نه شته چې دوی له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو بندیز ته د نورې نړۍ له پرله پسې غبرګونو سره سره افغانان هم د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې احتجاجونه کوي. پرون د جرمني په کولن ښار کې په لسګونو افغانانو احتجاج کړی وو او د جرمني په ګډون یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر طالبانو د خپلو پرېکړو د بیرته اخیستلو لپاره فشار واچوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG